اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د سلواغې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۱ مه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د یکشنبې ورځې عمومي ناسته کې د احصائیې او معلوماتوملي ادارې رئيس د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

21-Jadi99-JAL1.JPG

د احصائیې او معلوماتوملي ادارې رئيس احمدجاوید رسولي څخه سناتور مولوي عبدالوهاب عرفان او نورو غړو د احصائیوي دقیقو معلوماتو د نشتوالي، د سرشمېرنې د معیارڅرنګوالی، د هېواد د وګړو تخمیني شمېر، د برېښنایی پيژند پاڼو د ویش مرکزونو د شمېر او د یاد بهیر د پڅوالي، برېښنایی پیژندپاڼو کې د لږکیو د نوم د نه لیکلو، د پخوانیو تذکرو د ویش د ځانګړتیا او ځینو نورو مسایلو اړوندپوښتنې مطرح کړې.

احمدجاوید رسولي پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې یاده اداره شمېرې او معلومات د سروې ګانو له مخې او د دولتي ادارو لخوا ترلاسه کوي او خلکوسره یې شریکوي او د سروې برخو کې یې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي چې د تکنالوژۍ اسانتیاو څخه په ګټې اخیستنې یې لنډه موده کې د عوایدو، لګښتونو او کاري ځواک سروې ترسره کړې چې کولای شي مهم او حیاتي شاخصونه د ملي او نړیوالو بنسټونو واک کې ورکړي.

نوموړی وویل: د دولتي ادارو څخه د شمېرو د راټو لولو برخه کې اقدامات شوي خو وخت ته اړتیا ده  سره له دې هم ځینو ادارو سره ښه همغږي رامنځته شوې خو خصوصي سکتور سره ستونزه پرځای ده او مسئولان یې لازم معلومات له موږ سره نه شریکوي.

د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې رئيس د دې ترڅنګ چې دمنل شویو او مشخصو فورمولونو له مخې د وګړو د تخمین د څرنګوالي اړوند معلومات ورکړل څرګنده یې کړه چې ۱۳۹۹ کال کې د هېواد نفوس نږدې ۳۳میلیونه تنه تخمین شوی خو امنیتي ستونزې د هېوادوالو د کره سر شمېرنې خڼد ګرځیدلې.

نوموړي زیاته کړه چې دم ګړۍ ټول هېواد کې د برېښنایي پیژندپاڼو د ویش ۶۴مرکزونه او ایران کې افغان کډوالو ته شپږ مرکزونه فعال دي او هڅه کیږي چې د ویش مرکزونه زیات شي او هم په پام کې ده چې پاکستان کې هم افغان مهاجرینو ته د تذکرو د ویش خدمتونه پیل شي، چې په ټوله کې تراوسه یو اعشاریه اووه میلیونه افغانانو برېښنایی پیژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

21-Jadi99-JAL2.JPG

نوموړی وویل، مخکې په یوه ورځ کې د اتو سوو تنو له پاره د پیژندپاڼو د ویش ظرفیت موجود وو خو دم ګړۍ یاد ظرفیت ۱۶ زرو ته لوړ شوی او هڅه کیږي ترڅو ظرفیت لا پورته شي او په پلان کې ده چې د ۱۴۰۰ کال تر پایه پنځو میلیونونو افغانانو باندې برېښنایي تذکرې وویشل شي.

احمدجاوېد رسولي د برېښنایي پیژندپاڼو ډیټابیس د کامل محرمیت څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل، پیژندپاڼو کې د لږکیو قومیت د لیکلو په موخه ددوی غوښتنې راټولې شوي خو په اړه یې پرېکړه نه ده شوې خو کوم تفسیر چې سترې محکمې څخه دوی ته راغلي په کې ویل شوي چې برېښنایي پیژندپاڼو کې د لږکیو د قومیت د لیکلو په برخه کې هیڅ قانوني خنډ نشته.

رسولي  اروپایي هېوادونو کې افغان کډوالو له پاره د پیژندپاڼو د ویش اسانتیاو د رامنځته کولو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، د ورقي تذکرو د تائیدۍ بهیر قانوني بنسټ نه درلود له دې امله و درول شو له دې وروسته هېوادوال د خپلو پیژندپاڼو تائید ته اړتیا نه لري او شکمنو حالاتو کې اړوند بنسټونه کولای شي په رسمي توګه د معلوماتو غوښتنه وکړي.

 د نوموړي لخوا وړاندې شوي توضیحات د جرګې د غړو دقناعت وړ وګرځېډل.

خو د غونډې آزادو بحثونو کې د قطر سولې بهیر څخه په ملاتړ سره له ښکېلو خواو وغوښتل شول چې مذاکراتو کې دې نرمښت وښایي ځکه په سختۍ سره نه شي کولای مثبتو پایلو ته ورسیږي او دا انعطاف باید د اوربند منلو څخه پیل شي او د خبرو اترو پرېکړې باید معتبر ضمانتونه او د نړیوالو څارنې سره مل و اوسي او هم وویل شول چې افغانستان د ټولو ارکانو موجودیت سره د یو خپلواک دولت لرونکی دی او د موقت دولت د رامنځته کېدو له پاره هڅې نه د افغان ولسونو غوښتنه او نه هم قانوني ده او د داسې حکومت په رامنځته کېدو سره د وروستیو دوو لسیزو ټول ارزښتونه له ګواښ سره مخ کیږي.

سناتورانو همداراز وویل ډېرو ولایتونو کې دجګړو له امله مواصلاتي لارې امنیتي ګواښونو سره مخ دي له بل پلوه د هوا په سړېدو سره کورنیو بېځایه شویو ته پراخې ستونزې جوړېدي چې باید یادو برخو کې لازم اقدامات وشي او په اړو کسانو د مرستو ویش په سمه توګه ترسره او جدي څارنه یې وشي.

د مجلس غړو د کابل کارته نو سیمه کې د ماین چاودنې له امله د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان او دوو همکارانو وژنه په کلکو ټکو وغندله او ټینګار یې وکړ چې مسئول بنسټونه دې د یادې پېښې عاملین وپیژني او مجازات دې کړي او هم د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د مشر یوسف رشید او د هوایي ځواک پیلوټ جګړن غلام دستګیر د وژنې د عاملینود جدي مجازاتو غوښتونکي شول.

غونډه کې د دولتی لوړو پوړو چارواکو د ساتنې او امنیت ریاست د یوشمېر منسوبینولیرې کول سلیقوي او غیرعادلانه وګڼل شول او څرګنده شوه چې باید حکومت او د ملي امنیت شورا په دې برخه کې له سره غور وکړي او ترڅنګ یې ځینو سناتورانو ټینګار وکړ چې د لوړپوړو سیاسیونو د ساتنې له پاره دې په یوه ځانګړي میکانیزم کار وشي او هم دې د نورو امنیتي بنسټونو وسایط چې له یادو سیاسیونو سره خدمتي دي، راټول شي.

21-Jadi99-JAL3.JPG

یو شمېر سناتورانو له حکومته وغوښتل چې د آریاناافغان هوایي شرکت دې تقویه اونوې الوتکې دې وپیري  ځکه د کام ایر هوایی شرکت کابل - بدخشان او ځینو نورو ولایتونو ته ته د خپلو الوتکو د ټکټونو بیې دوه برابره کړ چې باید یې مخنیوی وشي .

د کابل په ګډون د برېښنا دوامداره پریکون د هېوادوالو بله اندېښنه یاده شوه او ټینګار وشو چې د یادې ستونزې د حل په موخه دې عمده او بنسټیز ګامونه واخیستل شي.

همدا راز غونډه کې د کار قانون طرحه غړو ته معرفي شوه او د راتلونکو مراحلو د پوره کولو په موخه د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې کمېسیون او  نورو کمېسیونونو ته ولیږل شوه.

د یادو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د سولې ټینګښت هېواد کې مهمه اړتیا یاده کړه او د روغې جوړي عالي شورا کې د لږکیو په شمولیت د ټینګار ترڅنګ یې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دمذاکراتي ټیم او دسولې خبرو اترو څخه ملاتړ وکړ، اوټینګار یې درلود چې د موقت حکومت د ټینګښت له پاره بحثونه سم نه دي او هم د افغانستان په خیر نه دی چې په دې برخه کې د مشرانوجرګې دریځ په بشپړه توګه مشخص دی، او خلک د سولې د روانو خبرو اترو څخه داسې بدلون ته اړتیا لري چې د دوی غوښتنې په کې په پام کې نیول شوي وي.

21-Jadi99-JAL4.JPG

د مشرانوجرګې رئيس د اتمې ناحیې کارته نو په مربوطاتو کې نننۍ ترهګریزه پېښه او پلخمري ښار کې دتیرې شپې چاودنې په غندلو سره د کشفي او استخباراتي بنسټونو وغوښتل چې د دا ډول ترهګریزو پېښو د مهارولو او جنایي جرمونو سره د مبارزې په موخه خپل فعالیتونه چټک او ګټور کړي.

دغه راز نننۍ غونډه کې په داسې حال کې چې پارلماني چارو کې ددولت وزارت مرستیاله هم حاضره وه، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې مېرمن شهر زاد اکبر او د ماشومانو د تخلفاتو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالې مېرمن سینا شنا منصور له کړنو او خدمتونو څخه د مشرانو جرګې رئيس له خوا د تقدیر لیک په ورکړې سره ستاینه او نوموړو ته په ورسپارل شویو چارو کې د لا زیاتو بریاو هیله وشوه.

21-Jadi99-JAL5.jpg