اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د سلواغې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۲۰ مه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوندغونډې اوبحثونه وکړل.

د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون ناسته د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ او د مشرانوجرګې د دویم نایب محمد اکبرستانکزي ،د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې دمعین اوځینو مسئولانو، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د رئيس او د قطر هېواد د الغرافه موسسې د مرستیال او اجراایه رئيس په ګډون جوړه شوه.

په پيل کې د الغرافه موسسې مرستیال د یادې موسسې د فعالت اړوند وویل، الغرافه موسسه د کابل او فراه ولایتونو کې فعالیت لري چې د فراه ولایت د هوایی ډګر د رغاونې او سمبالولو او یاد ولایت کې د ښوونځیو، جوماتونو، د الوتونکومرغانو د روزنې، پالنې او نسل اخیستنې فارم اړوند مواردو کې یې د خلکو په غوښتنه او دولایت مقام او ولایتي شورا په تائیدۍ او اړوندو ادارو سره د هوکړې په ترڅ کې فعالیتونه او رغاونې کړي دي.

نوموړي څرګنده کړه ټاکل شوې یاد بنسټ کابل کې هم لوی ښارګوټی چې د استوګنې د زرو کورونو لرونکی او ټولې اړتیاوی په کې په پام کې نیول شوي، ورغوي او یاد ښارګوټې به په ناچارو کسانو وویشل شي. همداراز یې وویل چې د حکومت له خوا د یاد بنسټ د غوښتنې د منلو په صورت کې به یاده موسسه خپل فعالیتونه نیمروز ولایت ته وغځوي.

ورپسې د کرنې وزارت او چاپيریال ساتنې ملي ادارې مسئولانو د الغرافه بنسټ د فعالیت په تائید سره د یادې موسسې له خوا د الوتونکو د ښکار اړوند آوازې رد او زیاته یې کړه چې د نافذو قوانینو سره سم هیڅ شخص حق نه لري چې الوتونکې مرغۍ ښکار کړي چې د تخلف په صورت کې به مجازات شي.

د هغوی د څرګندونو د اورېدو وروسته د کمېسیون رئيس او غړو دافغانستان خلکو له پاره د یادې موسسې فعالیتونو څخه د قدردادنۍ ترڅنګ د مرستو په دوام او زیاتوالي ټینګار وکړ.

20-Jadi99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون ناسته کې د ټولګټو وزارت معین او د یادې ادارې د تخنیکي برخې مسئولانو سره  دځینو پروژو په اړه بحثونه وشول.

د ټولګټو وزارت معین او همکارانو یې د حق العبور او تلو عوایدو د راټولیدو، د کابل او افغانستان حلقوي سړکونو د کار د پرمختګ، د کابل- جلال آباد ددویم لاین، لته بند سړکونو، د جوزجان د شپیته متره سړک، د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د دالې د غوغه او قفزاز کیکک سیمه کې د دوو پلونو او د یادې سیمې د قیاغک کوتل سړک د رغاونې او د ماهیپر سړک د ساتنې او څارنې د څرنګوالي په اړه معلومات شریک او وویل د حق العبور پیسې چې په حقیقت کې د سړکونو د ساتنې او څارنې له پاره دي چې د مالیې وزارت د ګمرکونو له خوا ټولیږي او د یاد وزارت تلې په هرات او آقینې بندر کې د نورو ولایتونو په پرتله فعالي دي. هغوی وویل چې د ټولګټو وزارت د هېواد په سړکونو د اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې خو په خواشینۍ سره هر کال د سړکونو د ساتنې او څارنې له پاره یو میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې نیول کیږي چې د سړکونو د مراقبت له پاره کمې دي.

د ټولګټو وزارت مسؤلانو څرګنده کړه چې د کابل- جلال آباد دویم سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره دی چې د پنځوس کیلو مترو کار یې تکمیل شوی او پاتې برخه یې د استملاکي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله ندی رغول شوی خو په هغه صورت کې چې شته ستونزې حل شي کار به یې د څلور میاشتو په موده کې بشپړ شي. همدا راز د تورخم- جلال آباد سړک چې شاوخوا اویا سلنه کار یې مخته تللې وو د نامعلومو دلایلو له امله د یادې پروژې کار چې د پاکستان هېواد له خوا پرمخ وړل کیږي، ځنډول شوی چې موضوع د یاد هېواد پخواني سفیر سره مطرح شوې وه  او نوموړي ژمنه وکړه چې پاتي کارونه به یې بشپړ کړي خو تر دې دمه عملي اقدام نه دی شوی.

مسئولانو څرګنده کړه چې د جوزجان ولایت دشپیته متره سړک کارهم پرمختګ نه لري او د پروژې قرارداد ستونزو سره مخ دی ځکه د څلورو کلونو په تېرېدو پنځه کیلو متره کار شوی، همداراز د غزني د مالستان ولسوالۍ د سړک ترمیم د ۱۴۰۰ مال کال بودجه کې شامل شوی دی، خو د وزارت لومړیتوب کریړ سړکونو ته ورکړل شوی، سره له دې هڅه کیږي چې د هوا په تودیدو سره یې کار پیل کړي.

او زیاته یې کړه چې د لته بند سړک ډیزاین تکمیل شوی، سره له دی چې پروژه کې تخنیکي ستونزې شتون لري ټاکل شوی تدارکاتو ته ورکړل شي.

د غونډې وروستۍ برخه کې د څرګندونو په موخه غونډه کې د ټولګټو وزیر په نه ګډون د نیوکې ترڅنګ د معین معلومات د قناعت وړ ونه ګرځیدل او وپتییل شوه چې د تلو او حق العبور د راټولیدو جزئیات، د غزني ولایت د ساتنې او څارنې بودجې مقدار او د وزارت د کار لاندې پروژو اړوند معلومات دې د ولایتونو په تفکیک کمېسیون سره شریک شي.

همداراز د انفکاک اړوند مکروریانو کې د پښتني بانک نمایندګۍ د مدیر میرویس هوتک شکایت د پښتني بانک رئيس او څارنې پلاوي سره شریک او وپتییل شوه ترڅو د عارض شکایت ته د رسیدګي په برخه کې د بانک رئيس هر اړخیزه همکاري وکړي چې د مسئولانو له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

20-Jadi99-Mukhabirat.JPG 

د ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او د شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون ناسته د کمېسیون د رئيس په مشرۍ جوړه شوه.

غونډه کې د کمېسیون غړو د پاکستان بلوچستان ایالت کې د اوو افغان کاریګرو شهادت څخه خواشینۍ څرګنده او د شهیدانو کورنیو سره یي د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

د غونډې بله برخه کې افغانستان ته د ترکش ایرلاین الوتنو د بیا پیل څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ ټینګار وشو چې اړوند بنسټونه دې د پلازمینې د هوا د ککړتیا مخه چې د بېلابېلو ناروغیو سبب ګرځي ونیسي.

د غونډې پای کې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو د یوشمېر ډاکټرانو کړنې او کوښښونه د تقدیر لیک په ورکړې سره وستایل شول.

20-Jadi99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو دکمېسیون ناسته کې د پراختیایي پروژو د نه پلي کیدو برخه کې د حکومتي یو شمېر مسئولانو د ژمنو د نه عملي کېدو په تړاو د ننګرهار ولایت د یو شمېر اوسېدونکو شکایت باندې بحث او د رسیدګۍ په موخه اړوندو ادارو ته ولیږل شو.

د غونډې بله برخه کې د کمېسیون غړو د سولې د مذاکراتي ټیمونو څخه وغوښتل چې خپلو خبرو اترو کې د هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونیسي او هوکړې ته ورسیږي ترڅو جګړه ختمه او هېواد کې سوله ټینګه شي.

20-Jadi99-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډه کې اطلاعاتو ته دلاسرسي کړنلارې او قضائیه قوی او لویې څارنوالۍ کې د دې د طبقه بندۍ او د اصلي او اساسي رسالتونو د کاري ماهیت سند اړوند بحث او د لا زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.

د غونډې بله برخه کې پارلماني چارو کې د دولت وزارت د معین په ګډون سره د ملي شورا د څارنیز رول د ښه والي، د مسئولانو رابللو کې د خلکو د استازو د واکونو، د حکومت او ملي شورا ترمنځ د ښو اړیکو ټینګښت کې پارلماني چارو کې د دولت وزارت د رول، حکومتي ادارو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د مشخصې کړنلارې د وضع کولو او ځینو نورو مواردو اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

20-Jadi99-Adli.JPG 

د یوبل خبر له مخې دملي شورا د دواړو مجلسونو ګډې کمېټې د مشرانوجرګې د منشي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ او د ډاکټر عبدالقیوم سجادي په معاونیت د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د مالي همکاري په تړاو د مالیاتي معافیت هوکړې په تړاو ناسته وکړه چې د بحثونو او څېړنو وروسته یاد سند د رایو په اتفاق رد شو.

20-Jadi99-Mukhtalat.JPG