اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د سلواغې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال  دمرغومي ۱۷مه

د مشرانوجرګې د ځینوکمېسیونونو ناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې پراختیایي آسیایي بانک ته د ملي راډیو تلویزیون د رضایت پرته د مالیې وزارت له خوا د یادې ادارې ملکیت د ورکړې اړوند د یاد تلویزیون د مسئولانو شکایت د مالیې وزارت د مالي معین په حضور په داسې حال چې د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي هم ګډون درلود په بحث کې مطرح شو.

خو د مالیې وزارت د معین څرګندونو د ملي تلویزیون د مسئولانو ادعاو ته په پام سره د کمېسیون قناعت حاصل نه کړ او پرېکړه وشوه ترڅو موضوع سبا د مالیې وزارت مقر کې د ملي راډیو تلویزیون د مسئولانو په ګډون سره مطرح شي.

همدا راز غونډه کې د نورو دولتی ادارو سره د تقاعد حقوقو د امتیاز مقدار کې د توپیر ادعا اړوند د برېښنا شرکت د متقاعدینو پرله پسې شکایت د تقاعد خزینې، برېښنا شرکت اړوندو مسئولانو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار حقوقو د رئيس سره مطرح چې د مسئولانو څرګندونو د کمېسیون د غړو قناعت حاصل نه کړ، پرېکړه وشوه چې د برېشنا شرکت دی په ګډه د تقاعد خزینې سره د یادې موضوع د حل په موخه وړاندیز د مالیې وزارت په نامه ولیږي.

دغه راز د شفا طبي د لوړو زدکړو موسسې د لسګونه محصلینو شکایت د لوړو زدکړو وزارت د عالي تحصیلاتو د موسسو ریاست سرپرست او د شفا او افغان سویس لوړو زدکړو موسسو ریسانو سره بحث کې مطرح شو.

محصلان وایی چې د لوړو زدکړو وزارت له خوا د یادې ادارې دطبي برخې د تړلو وروسته افغان سویس د لوړو زدکړو موسسې ته تبدیل شوي دي خو تراوسه یې د اسنادو طی مراحلو کې اجراات نه دي شوي، کمېسیون پرېکړه وکړه چې د یادې موضوع د حل په موخه دي په څلرویشتو ساعتونو کې قانوني اقدامات وشي.

همدا راز د ګمرکونو د ساتنې قوماندانۍ د منفک شویو افسرانو شکایت د قانون د تنفیذ او مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو مسئولانو سره مطرح شو. یادو چارواکو د معلوماتو په وړاندې کولو سره زیاته کړه چې د ګمرکونو د ساتنې قومانداني د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د مالیې وزارت څخه کورنیو چارو وزارت ته انتقال شوې او یادو چارواکو د یاد اقدام د غیر قانوني ګڼلو ترڅنګ نه رضایت څرګند کړ، خو کمېسیون د یادو چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه چې موضوع دي په راتلونکې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې لوي رئيس سره مطرح شي.

دغه راز د مخابراتي خدمتونو د خراب کیفیت، د بی جوازه سیم کارتونو د پلور او د مخابراتي لس سلنه غیر قانوني محصول د اخیستو د دوام څخه د ښاریانو راغلي شکایتونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رئيس سره مطرح شو. یاد رئيس د نوموړی ادارې د اجرااتو ا ړوند د معلوماتو د وړاندي کولو ترڅنګ د سیم کارتونو د پلور د محدودیت بهیر څخه ژمنه وکړه او د لس سلنه محصول موضوع به د مالیې وزارت سره شریکه او همداراز د معروضو شرکتونو سره د مخابراتي خدمتونو کیفیت کې د بدلون اړوند به جدي اقدام وکړي.

 17-Jadi99-Shikayat.JPG

په پاي کې د کابل ولسوالیو د تعلیمي څارنې د برخې آمرینو غونډې ته حضور راوړ او د خپلو څو میاشتینیو اضافه کاریو د اجرا په تړاو یې د پوهنې وزارت مقاماتو د اړ کولو په موخه یې د کمېسیون څخه قدرداني څرګنده کړه او ستاین لیک یې د کمېسیون رئيس او مرستیال ته ډالۍ کړ او خلکو ته د خدمت په لاره کې د کمېسیون د لا زیاتو بریاو غوښتونکې شو.

د کمېسیون د رئيس ډاکټرمحمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د  چارو د کمېسیون ناسته کې د هرات، نیمروز، کندهار، ننګرهار او لغمان ولایتونو د بیځایه شویو د ستونزو په اړه بحث وشو او د مسئولو بنسټونو وغوښتل شول چې په روان سوړ ژمي کې دی د دوي ستونزو ته رسیدګي وشي.

همدا راز غونډه کې د هېواد د اساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې څخه د مبارکۍ ترڅنګ ټینګار وشو چې ټول هېوادوال باید د قانون د پلي کیدو په لاره کې همکاري وکړي.

د غونډې پاي کې وویل شول چې د تری شپې راهیسې د ازبیکستان هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله د هېواد بېلا بېلې برخې او په ځانګړې توګه کابل بی برېښنا وو او باید حکومت له یادې ستونزې څخه د وتو په موخه اساسي ګامونه پورته کړي او خپل پامي دې په هېواد کې د برېښنا د کوچنیو او لویو بندونو جوړولو ته واړوي.

17-Jadi99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناسته کې د امریکایی پوهنتون د پراختیا او تکنالوژۍ ریسانو سره یاد بنسټ کې د مینه والو او په ځانګړې توګه د ښځینه برخې د جذب د څرنګوالي اړوند بحثونه وشول.

غونډه کې مطرح شوه چې یو شمېر هېوادوالو او په ځانګړي توګه ښځینه چې لږ مالي توان لري د انګلیسي، کمپیوټر، ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د زدکړو مینه وال دي اړتیا شته چې ورته د پام وړ تخفیف ورکړل شي او ترڅنګ یې د دارالانشا کارکوونکو او سناتورانو له پاره ملي شورا کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د روزنې زمینه برابره شي.

مسئولانو د یاد بنسټ د امکاناتو او یاد تحصیلي بنسټ کې د زدکړیالانو د جذب د څرنګوالي په اړه د څرګندونو په وړاندي کولو سره ډاډ ورکړ چې په نږدي راتلونکې کې به د انګلیسي او کمپیوټر د روزنې په موخه هوکړه لیک د مشرانو جرګې دارالانشا سره لاسلیک شي.

کمېسیون د ځوان نسل د ظرفیت جوړونې په برخه کې د یاد تحصیلي بنسټ له کړنو او هڅو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره یو لړ وړاندیزونه هم مطرح کړل.

17-Jadi99-Zanan.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د پلازمېنې زون د پراختیایي ادارې اصلي او اساسي رسالتونو او کاري ماهیت سند مطالعه شو.

یاد سند چې په کې د نوموړی ادارې مکلفیتونه او مسئولیتونه مشخصیږي د لا زیاتې بډاینې په موخه کمېسیون ته ارسال او د کمېسیون غړو د یوې برخې په مطالعې سره پرېکړه وکړه چې راتلونکو ناستو کې هم څېړنې او تمرکز وشي .

 17-Jadi99-Adli.JPG

د کمېسیون د رئيس عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون ناسته کې د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د یو شمېر استادانو او آمرینو شکایت واوریدل شو او ویې ویل، د ساینس مرکز چې یاد وزارت کې دوه پنځوس کلنه مخینه لري او نوی تشکیل کې د یاد مرکز ځایګاه نامعلومه ده، دوي د ساینس مرکز کې د ځینو کادري او علمي شعبو او اداری برخو د یوځاي کېدو څخه اندېښنه څرګنده او زیاته یې کړه چې د یاد مرکز فعالیتونه او کاري موخی کړنلار کې روښانه دي او د هېواد په کچه د سایسن دیارلس زره مرکزونه شتون لري چې د کادري استادانو له خوا یې څارنه کیږي.

دوي د یو لړ وړاندیزونو د وړاندي کولو ترڅنګ د پوهنې وزارت نوی تشکیل کې د ساینس مرکز د ځایګاه د خوندیتوب غوښتونکې شول.

په پاي کې د راغلیو عریضو د څېړنو سربېره وپتییل شوه چې د پوهنې وزارت سرپرست او د یاد وزارت د تشکیلاتي برخې مسئولان دي د عارضو د استازو په حضور کې د مرغومي د دوه ویشتمې نېټې ناسته کې د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندي کړي.

 17-Jadi99-Farhangi.JPG

د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ترانسپورت د خدماتو او اداری مرستیالانو، د ښاروالۍ د عوایدو رئيس، د پنځلسمې ناحیې رئيس او د ښاري نظم مسئول کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې اړوند څرګندونې وړاندي او ويې ویل د عامه ترانسپورت نشتوالې، د سړک په منځ کې موانع او پارکینګونه او د لاسپلورونکو نه تنظیم کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل شوی او زیاته یې کړه، ټاکل شوی د سړکونو څخه ټولې موانع لیری کړاي شي او هم کابل ښار کې عامه ترانسپورت تطبیق شي چې تردې وړاندې بسونو ۲۶۴ ایستګاوی په نښه او رغول شوي وی او هم کابل ښاروالۍ د خصوصي سکتور د ترانسپورت د تنظیم اړوند اقدامات ترلاسه لاندي نیولي دي خو د ترافیکو پولیسو د نه همکارۍ پر بنسټ له جدي ستونزو سره مخ یو.

مسئولانو لومړۍ ناحیه کې د لاس پلورونکو د تنظیم څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې د کراچیو له پاره مو یو ډول ځانګړی غرفې ډیزاین کړي چې په یوه ټاکل شوي ځای کې به ځاي پرځاي شي او هرې غرفې ته جواز ورکول کیږي او له هر یوې څخه د کابینې د پرېکړې له مخې میاشتینې فیس اخیستل کیږي چې یاده طرحه به د غیر قانوني پيسو اخیستو مخه ډپ کړي او د ښوالۍ عواید به هم لوړ شي.

 17-Jadi99-Mukhabirat.JPG

دغه راز غونډه کې د دلایلو پرته د ترانسپورت وزیر، امنیه قوماندان، د ترافیکو رئيس او ځمکني ترانسپورت د رئيس په نه ګډون سختې نیوکې وشوې او د دوي یاده کړنه د قانون او ملي شورا پر وړاندې بی پروایي یاده شوه. او وپتییل شوه چې د مسئولانو د نه ګډون موضوع دی د چارو ادارې، پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د لویې څارنوالۍ ادارې سره شریکه کړاي شي.