اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د مرغومى ۲۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹کال د مرغومي ۱۶مه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې نننۍ ناسته کې د آزادو بحثونوسربېره د پوهنې وزارت چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت د بیاځلې پاتې کېدو په اړه د ولسي جرګې د غړو طرحه تصویب شوه.

16-Jadi99-JAL1.JPG

د پوهنې وزارت چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتومعینیت د بیاځلې پاتې کېدو او دریم ټولګي پورې ښوونځیو کې د تدریس دځانګړتیا اړوند د ولسي جرګې د غړو طرحه چې د مجلس کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو کمېسیون د رئيس او منشي لخوا غونډې ته وړاندې او دځینو تعدیلونو سره تصویب شوه.

د غونډې آزادو بحثونو کې یوشمېر سناتورانو افغانستان څخه د امریکایی پوځیانو د وتو د څرنګوالي او دطالبانو پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیوچارو وزیر څرګندونې غیرمسئولانه او طالبانو سره د ملګرتیا یو ډول یاد کړ او ویې ویل، یاد هېواد باید د کابل- واشنګټن امنیتي هوکړې سره سم عمل وکړي او د دوه ګوني سیاستونو څخه ډډه وکړي ځکه طالبان پخپلو ژمنو ولاړ نه دي او د دوحې تړون وروسته د تاوتریخوالي د کمښت پرځای یې په بې ساري توګه د افغانانو په وژنو لاس پورې کړی او نورو ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دې پرې کړي او ترڅنګ یې د طالبانو پنځه زره خوشې شویو بندیانو څخه زیات شمېریې دجکړو ډګرونو ته ګرځیدلي.

د جرګې غړو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم څخه چې نن دطالبانو سره د دویم پړاو خبرو اترو د پرمخ وړلو په موخه دوحې ته لاړ،وغوښتل چې دې پړاو کې دې د تیر په شان خپله همغږي، یووالی او د نظر وحدت خوندي وساتي او مذاکراتوکې دې د جمهوریت نظام، تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو، د اساسي قانون د ارزښتونو، د ښځو او بشري حقونو د منلو څخه دفاع وکړي او طالبانو سره دې اوربند ته ورسیږي ځکه دا مورد د ټول افغان ملت اساسي غوښتنه ده.

غونډه کې سناتورانو د کورنیوچارو وزیرمحمدمسعود اندرابي او دملي امنیت د لوی رئيس احمدضیاسراج د پرونۍ خبرو اړوند چې ولسي جرګه کې یې وکړې هم مکث وکړ او ویې ویل، د امنیتي مسئولانو څرګندونو څخه جوتیږي چې طالبان د سولې له پاره نه بلکې پسرلنیو عملیاتو ته پروګرامونه جوړوي اونوې خونړۍ جګړې ته چمتوالی نیسي چې اړتیا ده ترڅو ټول هېوادوال د ترهګرو پر وړاندې یو موټی شي او د وسله وال پوځ لیکې پیاوړې کړي او ترڅنګ یې له امنیتي ادارو وغوښتل شول چې د یادو ګواښونو د شنډولو په موخه دې په روان ژمي کې د ښمن وځپي.

16-Jadi99-JAL2.JPG

ناسته کې بېلابېلو سیمو کې د کورنیو بیځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ وګڼل شو او ټینګار وشو چې مسئول بنسټونه دې د دوی ستونزو ته لازمه رسیدګي وکړي. اوهم د خوراکي او سون توکو د بیو لوړېدو باندې نیوکه او دمسئلو بنسټونو له خوا د بیو  د کنټرول غوښتنه وشوه.

د مجلس غړو یوځل بیا د هېواد امنیتی او د فاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د سهار شپږ نیمو بجو ناستو د کړنو څخه د یادونې ترڅنګ وویل شول چې دې  ورستیو کې د کابل پولیسو د طالبانو ډلې اړوند یو کور چې په کې مقناطیسي بمونه ساتل کیدل د څلورو ترهګرو سره نیولی چې ښه لاسته راوړنه ده او باید هېوادوال د ترهګرو د تشخیص او امنیتي ځواکونو سره د امنیتي موثقو او دقیقو اطلاعاتو په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

 د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم څخه د بیاځلې ملاتړترڅنګ هیله و ښوده چې یاد ټیم د اساسي قانون او د هېواد د وسله والو ځواکونو څخه د ساتنې لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونه او د ملي شورا نظریې په پام کې ونیسي او د مذاکراتو دې پړاو کې دې په یوه پراخ بنسټه اوربند هوکړې ته ورسیږي.

فضل هادي مسلم یار د هېواد د امنیتي، دفاعي او استخباراتي ځواکونو ميړانې او سرښندنې وستایلې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه کې یې د دوی اتلولۍ ارزښتناکې وبللې.

د جرګې رئیس د اوو تنو هېوادوالو شهادت څخه چې د پاکستان بلوچستان ایالت کې په یوې ترهګریزه پېښه کې و وژل شول، خواشیني څرګنده او د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې د څرګندولو ترڅنګ یې  د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل شول ترڅو یاده پېښه وڅيړي او جزئیات یې خلکو سره شریک کړي.

د مشرانوجرګې رئيس هیله څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان مسایلو پر وړاندې د دوه ګوني چلند څخه ډډه وکړي او د افغان دولت سره د ستراتیژیک تړون سره سم خپلو مکلفیتونو باندې عمل وکړي او که چیري یاد مسئولان د امریکایي سرتیرو په نه وژلو ویاړ کوي نباید د افغانانو قربانۍ چې هره ورځ په بېلابېلو پلمو په شهادت رسيږي، هیرې کړي.او ټینګار یې وکړ چې حکومت دې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د علمي کادرونو، د رسنیو کارمندانو او مدني ټولنې فعالانو دامنیت تینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

مسلم یار د هېواد د اساسي قانون اونۍ د لمانځنې پيل څخه د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د یاد قانون د لا ښه پلي کېدو په برخه کې  د مشرانوجرګې له ژمنتیا څخه هم ډاډ ورکړ.

16-Jadi99-JAL3.JPG

د سنامجلس رئيس د صفر دوه قطعې د عملیاتو او ملکي خلکو ته د زیان د اوښتو په اړه د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي د اوسېدونکو غبرګون څخه یادونه او ټینګار وکړ چې مسؤل چارواکي باید د دا ډول عملیاتو مخه ونیسي ځکه دوام به یې د خلکو د خواشینۍ سبب شي او د خلکو او حکومت ترمنځ به د واټن لامل وګرځي.

په پای کې یې اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارله ترڅو د دارالمعلمینونو د استادانو او د خوراکي او سون توکو د بیو لوړیدو څخه راغلي شکایتونو د اړوندو چارواکو سره مطرح او وڅيړي.