اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د سلواغې ۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۱۵مه

د مشرانوجرګې یوشمېر کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس محمد نادربلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړکتونونو او روزنتونونو عمومي ریاست کې د ستونزو اړوند خبرې او پرېکړه وشوه چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر دې بهرنیو هېوادونو ته د کارګرانو د لیږد د څرنګوالي، د کاري زمینو د برابرولو، تېر کال کې د یادې ادارې د عادي او پراختیایی بودجې دلګښت،پلانونو او پروګرامونو د څرنګوالي اړوند د کمېسیون یوې راتلونکې ناستې ته څرګندونې وړاندې کړي.

همدا راز غونډه کې ځوانانو او په ځانګړي توګه د پوهنتونونو فارغانو ته د کار موندنې د نشتوالي په ګډون د بېلابېلو مواردو اړوند چې یاده موضوع حکومت ته یوه ستونزه بلل کیږي بحث وشو، د اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه وغوښتل شول چې په دې اړه دې پراخ بنسټه طرح ترلاسه لاندې ونیسي.

 15-Jadi99-Rifai.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ملي دسترخان پروګرام ترنامه لاندې نوې پروژو ته د نړیوال بانک مرستو څخه د درې میلیارد او اتیا میلیونه افغانیو د زیاتیدو په ګدون د ۱۳۹۹ مال کال بودجې ضمایمو اتلسمې، نولسمې او شلمې ابلاغیې اړوند د مالیې وزارت راستول شوی لیک مطالعه اوټینګار وشو چې مسئولان دې د یاد پروګرام د پلي کېدو په موخه چې ناچاره هېوادوالو سره د مرستو په موخه ده، هر اړخیزه هڅې وکړي ترڅو د تخصیص شویو پیسو د خوړلو مخه ونیول شي.

د غونډې بله برخه کې د پوهنې وزارت چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو د بیا ځلي پاتي کيدو او تر دریم ټولګي پوري ښوونځیو کې د درس د ځانګړتیا اړوند د ولسي جرګې د غړو د طرحې اړوند بحث او د سناتورانو  نظریې اړوند کمېسیون ته ولیږل شوې.

15-Jadi99-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټرمحمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د وارثانو د کمېسیون غونډه کې د ګڼ شمېر معلولینو او شهیدانو د وارثانو د ستونزو اړوند خبري او د مسئولو بنسټونو وغوښتل شول چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

همدا راز غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ قطر کې د سولې خبرو اترو د دویم پړاو اړوند بحث وشو او هیله څرګنده شوه چې په دې پړاو کې دواړه لوري په اوربند هوکړې ته ورسیږي ځکه د افغانستان خلک د جګړو او بې ثباتیو څخه ستړي دي.

د غونډې پاې کې د کاپیسا ولایت د علماو شورا د رئيس په وړونکې موټر دماین چاودنه چې له امله یې پنځه تنه شهیدان او علماو شورا د رئيس په ګډون یوشمېرټپیان شول، په کلکو ټکو وغندل شوه او د ترهګرو یاد عمل د ټولو اسلامي او انساني لارښوونو خلاف وګڼل شو.

 15-Jadi99-Aqwam.JPG

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون ناسته کې هېواد کې د پوهنې د عمومي وضعیت اړوند خبري اوټینګار وشو چې باید د پوهنې ملي پالیسی دی د سیاسي مسایلو لیري وساتل شي او ترڅنګ دی اوسني سیستمونه او جوړښتونه برېښنایي شي ترڅو د فساد مخنیوی وشي.

د غونډې بله برخه کې د پاسپورت قانون د اتمې مادې څلورمه فقرې د زیاتوالي اړوند د مشرانوجرګې دغړو پيشنهادي طرحه مطالعه او دکمېسیون د غړو له خوا تائید شوه.

د غونډې پای کې د دولتي ادارو ویب پاڼې څخه تحلیلي رپوټ مطالعه او وپتییل شوه چې د یادې موضوع اړوند دې په راتلونکې ناسته کې بحث وشي.

 15-Jadi99-Farhangi.JPG

د کمېسیون د رئیس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لیری کړاي شویو کارکوونکو شکایت بحث کې مطرح شو.

غونډه کې یادونه وشوه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د پنځلسو لیرې کړاي شویو کارکوونکو د جذب په موخه مصوبه صادره کړې ده خو سره له دې هم یاد وزارت اقدام نه دی، کمېسیون په دی برخه کې پرېکړه وکړه چې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د مکتوب په استناد او د نافذو قوانینو په رڼا کې دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د کارکوونکو د بیاځلي جذب اړوند د جمهوري ریاست د چارو ادارې د راغلي مکتوب له مخې اقدام وشي او د پایلو څخه دې د یوې اونۍ په لړ کې رپوټ وړاندې شي.

دغه راز غونډې زابل ولایت کې د څلویښتو میلیونو زیاتو پیسو د اختلاس ادعا او شکایت د ښارجوړونې چارووزارت معین او مالي او پروګرامونو ریسانو سره مطرح او وپتییل شوه چې یاد مسئولان دی په راتلونکې ناسته کې خپل اسناد او مدارک وړاندې کړي.

دغه راز د ناعمې بلوچ پرځای د مروه امیني د غیرقانوني ګمارنې په غبرګون د کورنیو چار ووزارت د جندر او بشري حقونو د مشرې ناعمې بلوچ راغلی شکایت د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون سرپرست او د تشکیلاتو رئيس سره مطرح شو.

مسئولانو په دی برخه کې وویل، څه موده وړاندي د جمهوري ریاست په نامه وړاندیز لیږل شوی ترڅو ناعمه بلوچ د وزارت د حقوقو د معاونیت بست کې وګمارل شي.

په پای کې د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې د عمومي رئيس خان محمد تکل او د یادې ادارې د پروژو د کنټرول او کیفیت د رئيس کړنې د تقدیر لیک په ورکړې سره وستایل شوی.

15-Jadi99-Shikayat.JPG 

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون ناستهد کمېسیون د رئیس لطف الله بابا په مشرۍ او د آریانا افغان هوایي شرکت د رئيس، مرستیالانو او بشري سرچینو د رئيس په ګډون سره جوړه شوه.

ناسته چارواکو له هېواده بهر د یاد شرکت د نمایندګیو د کارکوونکو د  استخدام، په لوړه بیه د ټیکټونو د پلور، نامناسبو خدمتونو د وړاندې کولو، په سمه توګه د مارکیټینګ نشتوالې، الوتنو کې د ځنډ او ځینو نورو مواردو اړوند څرګندونې وړاندې او ویې ویل، له هېواده بهر د آریانا افغان هوایي شرکت نمایندګۍ پخوا د جی اس ای په شکل وی چې دم ګړۍ یاد سیستم لمنځه تللې دی یاد شرکت مخکې هر کال شاوخوا یو اعشاریه پنځه میلیون ډالره کمیشن ورکاوه چې د شرکت له خوا د کارکوونکو په استخدام او دفتر په جوړېدو سره د پيسو د ضایع کولو مخه نیول شوې ده.

دوی وویل چې په لوړه بیه د ټیکټونو پلور د ټریول اجنسیو له خوا ترسره کیږي او د مارکیټینګ برخه کې د آریانا شرکت د پام وړ ستونزې لري چې په نږدي راتلونکې کې به حل شي.

دغه راز زیاته یې کړه چې د هندلینګ قرارداد او هوایي ډګرونو خدمتونه چې د آریانا او ناس شرکتونو تر منځ وو، فسخ شوي دي او یاد قرارداد اوس د عربي شرکت او ملکي هوایی چلند ادارې سره شوی چې یاد قرارداد کې آریانا شرکت ښکیل نه دی، دوي د باختر ایرلاین اړوند هم څرګندونې وړاندي کړی چې یادو څرګندونو د کمېسیون د غړو قناعت حاص نه کړ او وپتییل شوه چې په یادو مواردو کې لیکلي څرګندونې کمېسیون ته راولیږي.

همدا راز غونډه کې وپتییل شوه چې د آریانا ناس قرارداد د فسخې، نوي قراردادي شرکت او ملکي هوایی چلند ته د هندلینګ خدمتونو د قرارداد د ورکړې په اړه د څرګندونو د وړاندي کولو په موخه دی د هوایی چلند په چارو کې د جمهور رئيس سلاکار د کمېسیون یوې غونډې ته راوبلل شي.

دغه راز وپتییل شوه چې د ۱۳۹۹ مالي کال رپوټ او راتلونکې کال د پلان د وړاندې کولو، د ۱۳۹۹ کال د روغنیاتو او پرزو قرارداد د اسنادو او مدارکو څخه د معلوماتو د وړاندی کولو، د نهمې ناحیې د جوړېدو د څرنګوالي، ساختماني تخلفاتو او د جلال آباد ښاروالۍ د ساختماني مجوز د صدور د څرنګوالي اړوند دی د جلال آباد ښاروال او مرستیال، د تدارکاتو آمر، د قراردادونو آمر اوساختماني آمر دې یوې غونډې ته راوبلل شي.

15-Jadi99-Mukhabirat.JPG 

د غونډې و روستۍ برخه کې پرېکړه وشوه چې د انفکاک اړوند مکروریانو د پښتني بانک نمایندګۍ د مدیر میروس هوتک شکایت ته د رسیدګي په موخه د یاد بانک رئيس او د څارنې پلاوی او د ټولګټو وزیر دی د حلقوي سړکونو، د بودجې لګښت، د کابل جلال آباد د دویم سړک د کلني رپوټ، لته بند سړک، د جوزجان شپیته متره سړک او سالنګ لویې لاري په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه یوې غونډې ته راوبلل شي.