د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۱۴ مه
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په
مشرۍ د دې جرګې د یکشنبې ورځې ناسته کې دخبریالانو اومدني فعالانو د امنیت د
ټینګښت په اړه د اعلامیې د صادرولو سربېره
د حکومت د تشکیلاتو اړوندو مسئولانو یوشمېر دولتي ادارو کې د وروستیو تنقیصاتو په
اړه څرګندونې وکړې.

غونډه کې د تقنیني، عدلي او
قضایی چارو دکمېسیون رئيس مولوی غلام محی الدین منصف او نورو سناتورانو دحکومتي
بېلابېلو ادارو کارکوونکو د کتلوي تنقیص، د تنقیص شویو د برخلیک، د ملکي خدمتونو
کارکوونکو د ټولیز تشکیل، تیرکال سره د ۱۴۰۰
مالي کال تشکیلاتي توپیر، د هېواد د ولسوالیو کره شمېر، د آزموینې پرته د ولایتونو
د مرستیالانو په توګه د یوشمېر میرمنو استخدام، د لیرې شویو ولسوالانو د بی
برخلیکۍ ، دنویوولسوالانو او مرستیالانو
داستخدام څرنګوالی چې د ملکي خدمتونو قانون سره مطابقت نه لري او ځینو نورو مواردو
اړوند پوښتنې یې د اداري صلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون سرپرست او د
سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال څخه وپوښتلې.
ورپسې د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونود خپلواک کمېسیون سرپرست
سیدحشمت الله هاشمي خپلوخبرو کې وویل چې دملکي خدمتونو دکارکوونکو ټول تشکیل ۴۳۰ زرو
تنو ته رسیږي او سږکال د حکومت تشکیلاتي سقف کې زیات بدلون نه دی راغلی او دعادي
بودجې کمښت، وظیفوي تداخل او د ښوونکو د نویو بستونو رامنځته کولو موارد یې ځینو
اداروکې د تشکیلاتي تنقیص دلایل وګڼل او زیاته یې کړه چې د کانونو او پترولیم
وزارت شاوخوا ۱۲۰۰ تنه کارمندان د
یاد وزارت د څېړنو او وړاندیز او د جمهوري ریاست د حکم له مخې ترسره شوي چې دې کمېسیون
سره مشوره نده شوې اوڅرګنده هم نده چې دا شمیر کارکوونکي به کومو ادارو ته انتقال
شي په داسې حال کې چې د ملکي خدمتونو قانون ادارې مکلفې کړي چې تنقیص شوي
کارکوونکې باید ورته بستونو کې په نورو ځایونو کې مقرر شي.
نوموړي زیاته کړه پوهنې وزارت کې تنقیص د ښوونکو د بستونو د زیاتوالي
له امله ترسره شوی او د فاریاب ولایت پرته د دیارلسو ولایتونو د ښوونکو د ټولیزو
بستونو د آزموینې پایلې اعلان شوی چې د یاد ولایت آزموینه تراوسه نه ده اخیستل شوې.
همداراز یې وویل د ولسوالانو د استخدام په کړنلاره کار روان دی خو دم ګړۍ ځینو
ولسوالیو کې د امنیتي او ټولنیزو ملحوظاتو له مخې د جمهور رئيس د حکم له مخې ځینې
ولسوالان ګمارل کیږي.

ورپسې د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین روح الله نیازي
وویل: دهېواد د رسمي ولسوالیو شمیر ۳۶۴ او
د موقتو شمیر یې۲۸ ده
چې اجراایه بستونه د ولسوالیو د مرستیالانو بستونو د رامنځته کیدو له پاره تنقیص
شوي ترڅو ولسوال وکولای شي د ولسونو مسایلو ته رسیدګي وکړي او مرستیالان یې اجرایوي
موارد پرمخ یوسي چې تراوسه د تنقیص شویو له منځه سلوتنو یې ارتقا کړې او د
ولسوالیو د مرستیالانو په توګه ګمارل شوي چې د پاتې برخې د ټاکلو له پاره هم کار
روان دی.
هغه زیاته کړه چې د ولایتونو د ټولنیزو چارو د مرستیالانو د استخدام
کړنلاره نهایي شوې ترڅو د آزادې سیالۍ له لارې وګمارل شي خوسملاسي ځینو ولایتونو
له پاره د جمهور رئيس د حکم له مخې مرستیالانې ټاکل شوي دي.
دهغوی دڅرګندونو د اورېدو وروسته دمشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار
وویل چې د هېواد د حساسو شرایطو له مخې دولتی ادارې باید د تنقیصاتو په اړه د لازم
احتیاط څخه کار و اخلي ترڅو ټولنیزی ستونزې پراخې او دبیکارۍ کچه لوړه نه شي له
بلې خوا اجازه دی ورکړل شي چې د ولایتونو د بشري سرچینو ریاستونه د پخوا په شان
خپلې دندې پرمخ یوسي چې د مسئولانو له خوا په دی تړاو د پاملرنې ژمنه ورکړل شوه.
د یادولو ده چې نننۍ ناسته کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د مسئولانو
نه حضور د قانون خلاف عمل وګڼل شو او ټینګار وشو چې قانون ته درناوی د ټولو ګډ کار
دی اوباید مسئولان د دې مجلس غونډو کې ګډون وکړي.
همدارنګه ناسته کې د طبي تخصصي- علمي کادر قانون اړوند د
جمهور رئيس ۴۷مه ګڼه تقنیني فرمان چې د جرګې کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي ود عامه
هوساینې او چاپيریال ساتنې کمېسیون د رئيس او غړو له خوا وړاندې او د رایو په
اکثریت تصویب شو.
خو د غونډې
آزادو بحثونو کې د مجلس رئيس او ټولو غړو د غور غږ سیمه اییزې راډیو دخبریال
اومسئول بسم الله عادل ایماق په ګډون دخبریالانو او مدني ټولنې د فعالانو د وژنو
زیاتوالې څخه اندېښنه وښوده او د نوموړي د شهادت په نسبت د ډاډګېرنې د څرګندولو
ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د خبریالانو او مدني ټولنې د فعالانو د ځنځیري اوهدفي وژنو
زیاتوالي څخه د مخنیوي او د دوی د امنیت د ټینګښت اړوند دې د مجلس له آدرسه اعلامیه
خپره شي.

غونډه کې
سناتورانو وویل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي
ټیم د طالبانو استازو سره د سولې خبرو اترو د دویم پړاو د پرمخ وړلو په موخه دوحې
ته روان شي او د افغانستان خلک هیله مند دي چې حکومت او طالبان په اوربند سلا شي.
غونډه کې یوشمېر سناتورانو وویل دې وروستیو کې د امریکا
دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزیرمایک پمپیو په خوښۍ سره ویلي چې د تیر یوه کال په
اوږدو کې افغانستان کې هیڅ امریکایي پوځي نه دی وژل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسونو پر وړاندې
تاوتریخوالي زیات شوي او په دې موده کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او مدني
فعالانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي او پوځي کسان افغانان په شهادت رسیدلي.
د جرګې ځینوغړو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمدجواد
عثماني عزل کول یو سلیقوي، سیاسي او غیر قانوني اقدام وباله او وویل یاده چاره به
د عامې روغتیا وزارت کې کاري باور او ټیکاو زیانمن کړي او ترڅنګ به یې د ملت او
دولت ترمنځ د باور فضا او د قانون نه منل زیات کړي او زیاته یې کړه، جرم یو شخصي
عمل دی او نورو پورې تړاو نه لري.
د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د احمدجواد عثماني ورور او
د عامې روغتیا درې نورکارکوونکي د بډو اخیستو په تور د څارنوالۍ له خوا د ملي
امنیت ریاست په همغږۍ نیول شوي و او یادعمل سبب شو چې د عامې روغتیا وزیر د هېواد
د جمهور رئيس له خوا عزل شي.

د بحثونو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس د سولې بهیر ته
په اشارې سره وویل چې نږدې راتلونکي کې به د دوحې مذاکرات پیل شي چې هیله مندیودې
پړاو کې په اوربند سلا وشي او زیاته یې کړه، مشرانوجرګه د دولت لوري پلاوي سره اړیکه
کې ده ترڅو د سناتورانو نظریې ورسره شریکې شي.
فضل هادي مسلم یار د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د
څرګندونو اړوند وویل چې یاد هېواد دخپلو موخو اوګټو سره سم عمل کوي دا چې
افغانستان کې د یوه کال په اوږدو کې یو امریکایي هم د طالبانو له خوا نه دی وژل
شوی برخلاف د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون سلګونه ملکیان او پوځیان په شهادت
رسیدلي چې د طالبانو له پاره شرمناکه ده او هیله ده چې د یادې ډلې مشران هېواد ته
په ګډه فکر وکړي او باعزته سولې ته غاړه کیږدي.