د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د مرغومي ۱۴ مه
د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په
دفترکې داساسي قانون پر پلي کېدو د څار خپلواک کمېسیون غړي او سرپرست ډاکټرعبدالله
شفایی سره وکتل.
کتنه کې د مشرانوجرګې رئيس د هېواد سیاسي شرایطو کې د اساسي قانون د ارزښت
او تطبیق په اړه د خبرو ترڅنګ وویل: اساسي قانون د قوانینو د مور او دملي وثیقې په
توګه د سیمې هېوادونو په کچه غوره لیکل شوی قانون دی او ورڅخه ساتنه د ټولو ملي
وجیبه ده او هغه وخت کولای شو چې د هېواد اوسنیو ستونزو ته رسیدګې وشي چې د قانون
حاکمیت تحقق و مومي او د قانون منلو فرهنګ بنسټیز شي.

ورپسې ډاکټرعبدالله شفایی افغانستان کې د اساسي قوانینو دتاریخي مخینې
اړوند د معلوماتو د وړاندې کولو سربېره د هېواد اساسي قانون هېوادوالو ته ستره
لاسته راوړنه یاده کړه او ویې ویل، په خواشینۍ سره هېواد کې د حاکمو جنګي شرایطو دستونزو
پر اساس یاد قانون په لازمه توګه ندی پلي شوی او اړتیا ده چې هېواد کې د قوانینو
څخه اطاعت په عام فرهنګ بدل شي او په دې لاره کې د پام وړ کار وشي.
ناسته کې د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي، دجرګې نایب منشي
ډاکټرمحمدفیصل سمیع، یوشمېرسناتورانو او د دارالانشاء لوی رئيس عبدالمقتدر ناصري
هم ګډون درلود.