د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د مرغومي لومړۍ
دمشرانوجرګې مقام ددفتر رئيس ضیاالرحمن
ضیاء افغانستان کي دملګروملتونود مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر دسیاسي برخې مسئولې
مېرمن جولینا لینک سره د یوې ناستې په ترڅ کې دمشرانوجرګې د دندو او کړنو اړوند
معلومات شریک کړل.

یادې ناسته کې مېرمن جولینا د مشرانو جرګې د دندو، د غړو
د جوړښت د څرنګوالي او د سولې اړوند د مشرانو جرګې د دریځ پهخ اړه د معلوماتو
غوښتنه وکړه او د مشرانو جرګې مقام د دفتر رئيس په خپلو خبرو کې وویل، د هېواد د
اساسي قانون له مخې د مشرانو جرګې اړینې دندې د قوانینو تصویب، د حکومت کړنو څخه
څارنه او د خلکو استازیتوب دی چې د یادې جرګې یوه برخه د ولایتی شوراګانو څخه د
څلورو کلونو له پاره، بله برخه یې د ولسوالیو شوراګانو څخه د درېو کلونو له پاره
او درېیم ثلث یې د افغانستان د جمهور رئيس له خوا د پنځو کلونو له پاره انتصابیږي.
نوموړي زیاته کړه، د ملي شورا مشرانو جرګه تل د ملي او
پوځي تلفاتو او تاوتریخوالي د زیاتوالي څخه اندېښمنه لري او هېواد کې د سولې د
ټینګښت، د جګړې د پاي او هم د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي
پلاوی کړنو څخه هر اړخیزه ملاتړ کړی او کوي یې او تمه لري چې د سولې د خبرو اترو
راتلونکې پړاو د افغانستان په یوې سیمه کې پرمخ یووړل شي. ځکه افغان ولسونه د جګړې
خسته شوي او سرتاسري او تلپاتي سولې ته اړتیا لري.