اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۲۲ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ ۳۰ مه نېټه

دمشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ ددې جرګې د یکشنبې ورځې عمومي ناسته کې دمعلولینو اوشهیدانوچارو کې ددولت وزیر دمعلولانو اوشهیدانو دوارثانو دستونزو دحل په  تړاو د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

30-Qaws99-JAL1.JPG

داپه داسې حال کې ده چې دمعلولینو اوشهیدانو یوشمېر وارثانو دڅو ورځو راهیسې دملي شورا ودانۍ د دروازې ترڅنګ دخپلوحقوقي غوښتنو په تړاو په اعتصاب او لاریون لاس پورې کړی دی.

غونډه کې دشهیدانو اومعلولینو چارو کې ددولت وزیرڅخه، چې پارلماني چارو کې د دولت وزیرهم ګډون درلود سناتورې ملیحه جامي او نورو غړو دیوشمېرمعلولینو اوشهیدانو د وارثانو دمعاشونو دنه ورکړی، د ټولنې یادې برخې ته دتحصیلي بورسونو او استوګنې اپارتمانونو دويش موضوع ، دولتي بنسټونو کې دمعلولانو د جذب، د فقر اوغریبۍ څخه د مخنیوي په موخه د حکومت د اقداماتو، د اسانتیاو د برابرولو، قانون سره په ټکر کې د یاد بنسټ د کړنلاری د جوړېدو، د ملکي او پوځي معلولانو اوشهیدانو دحقوقو ورکړه کې د توپير، د معلوله برخې اړوند دعامه پوهاوي په زیاتوالي ټینګار، فاریاب ولایت کې د معلولینو او شهیدانو د وارثانو حقوقو او امتیازونو دتثبیت جریان کې د فساد شتون څخه یادونه اودبهرنیو مرستو د جذب د څرنګوالي اړوندپوښتنې مطرح کړې.

ورپسې دمعلولینو اوشهیدانوچارو کې ددولت وزیرلعل الدین آریوبي وویل: ترهغې وروسته چې دمستحقو د حقوقو او امتیازونوتثبیت کې فساد سره دمبارزې له پاره واکمن کمیسیون جوړشو،اویادکمیسیون اسناد وڅېړل جوته شوه چې شاوخوا سل زره جعلي اسناد جوړ شوي او له دې پلوه هر کال نږدي پنځه میلیارده افغانۍ حیف او میل کېدې چې مخنیوی یې وشو.

نوموړي زیاته کړه د اړمنو کسانو د ثبت له پاره د برېښنایي پیژند پاني ترلاسه کول او د ډیتابیس جوړیدل فساد او تقلب سره د مبارزې په موخه یو بل ګام دی چې په اړه یې اقدامات شوي. نوموړي وویل مخکې د پيژندنې کارت ترلاسه کولو دوه اویا پړاونه لرل خو اوسمهال یادبهیر دولسو پړاونو ته کم شوی او هم ۷۱۷ وړیا شمېره فعاله شوی چې دوی له ټول هېواد څخه اړیکه ونیسي اومعلومات حاصل کړي.

30-Qaws99-JAL2.JPG

دمعلولینو او شهیدانو چارو کې د دولت وزیر څرګنده کړه چې د معلولینو او شهیدانو وارثانو اړوند ټولو مسایلو ته رسیدګي د دې وزارت له وسه ندي پوره بلکې د نورو حکومتي بنسټونو همکارۍ ته هم اړتیا ده .

لعل الدین آریوبي دمعلولیت ملي ستراتیژۍ نهایي کېدو څخه یادونه او په نږدې راتلونکي کې یې د یادې ستراتیژۍ د اجراايي کېدو خبر ورکړ، همدا راز د افرادو د حقوقو او امتیازونو د تثبیت جریان کې یې د فساد شتون تائید کړ او ویې ویل، مخکې فاریاب ولایت کې ۲۲زرو تنوته حقوق او امتیازونه حواله کیدل خو د څېړنو وروسته ولیدل شول چې ۸ زره یې اړمن دي او نوي مالي کال کې به د همدې شمېر حقوق اجرا شي.


دغونډې آزادوبحثونو کې سناتورانو دغزني ولایت ګیلان ولسوالۍ کې دجمعې ورځې چاودونه دردوونکې او خواشینونکې وبلله،او دشهیدانو روحونو ته ددعا اودقربانیانو کورنیو سره دخواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې روغتیايي مراکزدې دټپیانو درملنه کې کوښښ وکړي.

دغه رازسناتورانو دکابل ښاریکه توت سیمه کې دخاوندلخوا دخپلې مېرمن وژل، په دې عصرکې دجهالت اوج اوناوړه عمل وګاڼه، اوټینګاریې وکړچې امنیتي بنسټونه دې ژرترژره قاتل ونیسي اودقانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو دعدلي اوقضایي ارګانونو له خوا په علني توګه محاکمه شي.

30-Qaws99-JAL3.JPG

ځینو سناتورانو د جنایي جرمونو پروړاندې دسهار دشپږ نیموبجو دناستو دګټوڅخه په یادونې سره وویل،دجنایي اوترهګریزه جرمونوکمښت کې دخلکوهمکاري خورا مهمه اوګټوره ده او باید هېوادوال د امنیتي ځواکونو سره لازمه او لا زیاته همکاري وکړي او ترڅنګ یې یادونه وشوه چې څه موده وړاندې دمکروریانو سیمه کې د شپې ناوخته د واده مراسموکې د ښادۍ ډزې شوي چې یادناخوښه عمل دسیمې د اوسیدونکو د اندېښنې سبب شوی اوباید دداسې کړنومخنیوی وشي.

په همدې توګه دجرګې لومړي نایب دیماسیاووش پلارداوود سیاووش سره د خپلې کتنې څخه یادونه او ویل، د شهید یما کورنۍ د نوموړي د شهادت قضیې د نه څېړنې او د یادې پېښې پرمختګ کې د افغانستان بانک له خوا د لازمو همکاريو د نه کولو څخه شکایت لري،چې بایدشته خنډونه لیرې اودمرکزي بانک دکارکوونکو دشهادت عاملین اوطراحان وپیژندل شي اومجازات شي.

د بحثونوجمع بندۍ کې دمشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار دغزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ پېښه جنګي جنایت وګاڼه او د شهیدانو پاتې کسانو سره دخواخوږۍ اوټپیانو ته دسملاسي روغتیا دهیله مندۍسربېره یې څرګنده کړه چې هېوادوال دجګړو اووینو تویولو ستړي دي او باید هېواد کې باعزته سوله ټینګه شي.

د مشرانوجرګې رئيس د کابل ښار یکه توت سیمه کې دمیړه لخوا د خپلې مېرمنې وژل په کلکو ټکو وغندل اوویل، کشفي اوامنیتی ارګانونه مکلف دي چې دیادې پېښې عامل چې یو وحشي صفته شخص دی ونیسي او دقانون د تطبیق په موخه یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري .

30-Qaws99-JAL4.JPG

دجرګې رئيس دسهار دشپږنیموبجو ناستو او په دې برخه کې د ولسمشرد لومړي مرستیال هڅو څخه په یادونې سره وویل، د پوره هڅو سره سره اوس هم خلک په خاصه توګه د کابل اوسیدونکي د امن احساس نه کوي څرنګه چې نن سهار دکابل ښاردپنځمې ناحیې مربوطاتو کې دولسي جرګې دوکیل خان محمدوردګ په موټریزکاروان چاودنې، د نوموړي په ګډون یوشمېرکسان ټپيان او نه تن نوریې شهیدان کړل، چې باید ددې ستونزې څخه د وتو له پاره کابل کې کشفي او استخباراتي برخې زیاتې او پياوړې شي.

فضل هادي مسلم یار دنننۍ پېښې په غندلو سره، دهېوادوالو په ځانګړې توګه د ملي شورا دغړو د امنیت په ټینګښت تاکید وکړ او ترڅنګ یې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د یما سیاووش او ملګرو دشهادت قضیه دې د مسئولو بنسټونو سره په سلا مشورو وڅېړي او راپوردې مجلس سره شریک کړي.