اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د مرغومى ۲۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د لیندۍ ۲۵مه نېټه

دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفترکې دملي رادیو- تلویزیون د لوی رئیس اسماعیل میاخېل سره وکتل .

25-Qaws99-MUL2.JPG

کتنه کې د ملي رادیو تلویزیون رئیس د خپرونو د کیفیت د ښه والي، تخنیکي مسایلو، د خبري پوښښ ساحې، د لیدونکو د ډېرېدو او دملي رادیو- تلویزیون د نویو پروګرامونو په اړه دمشرانوجرګې رئیس سره معلومات شریک کړل او څرګنده یې کړه چې پدې وروستیو کې د دې تلویزیون نشراتوکې مثبت تغییرات راغلي او د نويوپلانونو د تطبیق لپاره هم هڅې روانې دي.

ورپسې د مشرانوجرګې رئیس خپلو خبرو کې د ملي رادیو-تلویزیون د کړنو څخه په یادونې سره وویل تمه ده چې دا بنسټ په مختلفو برخو کې لاډېرې لاسته راوړنې ولري او د ورځنیو پېښو او د دولت د درې ګونو قواوو د کړنو څخه د هېواد په مختلفو سیمو کې خلک په جریان کې وساتي.