اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ ۱۹مه نېټه

د مشرانوجرګې یوشمېر کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوندغونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو اوشهیدانو د پاتې کسانو چارو دکمېسیون ناسته کې دڅښاک اوبو دکمښت، د انساني او څارویو سیارو کلینیکونو د جوړېدو د اړتیا، دحیواني وښو د تهیه او تدارک دځانګړتیا، د زورواکو له منګولو د څړځایونو د خوشې کېدو او ځینو نورو مواردو له پلوه د ژمي موسم کې د کوچیانو د ستونزو دحل لارو د څرنګوالي په اړه خبرې او وپتییل شوه چې د کوچیانو د انسجام چارو عمومي رئيس دې دکمیسیون په راتلونکې ناسته کې پدې رابطه توضیحات ورکړي.

همدا راز غونډې جوماتونوکې تر دریم ټولګي پوري دښوونځیو د درسونو دپرمختګ اړوند د پوهنې وزارت طرحه نامناسبه او غیرعملي یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې باید د اوسنیو شرایطو سره سم پراخ بنسټه طرحې پلي شي.

 19-Qaws99-Aqwam.JPG

دکمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد،مالي اوبودجې کمېسیون ناسته کې ددولتي شرکتونو قانون اړوند ۳۲۲ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او وپتییل شوه چې دکمېسیون راتلونکوناستو کې دې د یاد قانون ټولو مواردو اړوند بحثونه وشي.

19-Qaws99-Mali.JPG 

دکمېسیون درئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ دتقنیني،عدلي اوقضایی چارو دکمېسیون ناسته کې راغلیوعریضو ته د رسیدګۍ سربېره د دولتي شرکتونو قانون اړوند ۳۲۲ ګڼه تقنیني فرمان اړوند بحث او د لازیاتو مطالعاتو اوڅېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

19-Qaws99-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ دعامه هوساینې او چاپیریال ساتنې دکمېسیون ناسته کې د اداري اصولوخلاف عامې روغتیا وزارت کې د افرادو د ګمارنې او تبدیلۍ، د لوړو او ټیټو نمرو معیار په پام کې نیولو پرته د تخصص د اکمال برخه کې د رضاکارانو پیژندل، د کوئید نولس روغتونونو کې د قراردادي افرادو د جذب د څرنګوالي، د کرونا ویروس دویمې څپې سره د روغتیا وزارت دتیاریو دڅرنګوالي، د وزارت اداري چارو کې د روغتیا وزیر د خپلوانو لاسوهنه په داسی حال کې چې رسمي مسئولیت نه لري، خبرې وشوي او وپتییل شوه چې د یادو مواردو په اړه دې د اړوندو مسئولانو سره د کمیسیون یوې راتلونکې ناسته کې بحثونه وشي.

همداراز غونډه کې دبیړنیوحالاتوکمېټې دتیاریو دڅرنګوالي او ژمي کې د سړکونو د پرانیستو او له دې پلوه دخلکو د ستونزو دحل اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

19-Qaws99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې پوهنیار آمنې افضلي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړوچارو دکمېسیون ناسته کې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د نویو ګمارل شویو یو شمېر کارکوونکو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل شول او وپتییل شوه چې دموضوع په تړاو دې د یاد بنسټ رئيس د کمېسیون د ۲۶ نېټې ناسته کې را وبلل شي.

د غونډې بله برخه کې د ماسټرۍ پروګرام دفیس دلوړوالي څخه دکابل پولیتخنیک پوهنتون د ماسټرۍ دورې دمحصلانو عریضه مطالعه او وپتییل شوه چې دیاد بنسټ رئیس دې د لیندۍ د ۲۴ مې نېټې ناسته کې ګډون وکړي.

19-Qaws99-Farhangi.JPG