Top of Form
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ ۱۷ مه نېټه
د مشرانوجرګې کمېسیونونو د بېلابېلو
موضوعګانو اړوندغونډې اوبحثونه وکړل.
دکمېسیون د رئیس ډاکټرمحمداجان منګل په
مشرۍ دقومونو،قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، شهیدانو او معلولینو چارو دکمېسیون ناسته کې د شهیدانو د وارثانو د ستونزو
اړوند خبرې او څرګنده شوه چې دهېواد ډېری معلولان د حلال رزق د پیدا کولو په موخه
د سړکونو په غاړو کې د توکو په پلور بوخت دي اړتیا شته چې حکومت او مرستندویه
ټولنې په دې ژمي کې د دوی لاسنیوی وکړي.
د غونډې بله برخه کې کمېسیون د هېواد پلازمینه او
ولایتونو کې د دولتي کارکوونکو د وژنې په تړاو خپله اندېښنه څرګنده او ټینګار یې
وکړ چې مسئول بنسټونه دې د یادو پېښو د مخنیوي په موخه لازم او د منلو وړ اقدامات
وکړي.
د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان
په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د دولتي شرکتونو قانون اړوند ۳۲۲ ګڼه تقنیني
فرمان مطالعه او په اړه یې پرېکړه وشوه.
د غونډې پای کې د خالد ایاز شرکت عریضې اړوند خبرې او
وپتییل شوه چې د کانونو او پترولیم وزارت اړونده مسئولان او د یاد شرکت استازی دې
د کمېسیون یوې ناسته کې حاضر شي.
د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین
منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون ناسته کې د دولتي شرکتونو قانون اړوند ۳۲۲ ګڼه تقنیني
فرمان ځینې مادې مطالعه او پاتي برخه یې راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.
دکمېسیون د رئيس محمدنادربلوچ په مشرۍ د
ملي اقتصاد، مالي اوبودجې د کمېسیون غونډه کې د بدني روزنې او سپورت قانون اړوند د سپورت او بدني
روزنې د عمومي ریاست دمسلکي مرستیال نظریې واورېدل شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې
وشوې.
همدا راز نننۍ ناسته کې د کمېسیون غړو له هېوادوالو وغوښتل
چې دکرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه دعامې روغتیا وزارت
سپارښتنې عملي کړي، او ګڼ میشتو سیمو ته له ورتګه ډډه او یا هم له ماسک ګټه واخلي.
د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یارپه
مشرۍ د دیني،فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون غونډه کې دپوهنې وزارت تشکیلاتو کې د تعدیل او
بدلونونو په ځانګړې توګه د اسلامي تعلیماتو معینیت د لیرې کولو دڅرنګوالي اړوند
بحث او ټینګار وشو چې د پوهنې وزارت مشرتابه دې خپلې پرېکړه کې له سره غور وکړي.
غونډې هېواد کې د سولې ټینګښت کې ددیني عالمانو د رول
اړوند خبرې او له دوی وغوښتل چې خپلو خطبو کې د دیني موضوعګانو او ورځني مسایلو د تبلیغ
ترڅنګ دې ټولنه کې دسولې داهمیت په تړاو هم بحثونه وکړي.
همداراز غونډه کې راغلو عریضو ته درسیدګۍ سربېره دغور
ولایت د پوهنې د پخواني رئيس د شکایت په اړه خبرې او د رسیدګۍ په موخه اړوندې
ادارې ته ولیږل شوه.
دکمېسیون درئيس ډاکټرزلمي زابلي په مشرۍ د
شکایتونو د اورېدو دکمېسیون غونډه کې د مشرانوجرګې د عمومي ناستې د لارښوونې پر بنسټ د مرکزي بانک د
کارکوونکي یما سیاوش او همکارانو د شهادت عوامل د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د
کشف عمومي رئيس او دکابل د ملي امنیت ریاست مرستیال سره مطرح شول.
مسئولانو د لومړنیو لاسته راوړنو څخه د څرګندونو په
وړاندې کولو سره معلومات وړاندې او وویل، پېښه اوس هم دکشفي بنسټونو څېړنو لاندې
ده چې د څېړنو بشپړېدو سره به جزئیات د کمېسیون او دشهیدانوکورنیو سره شریک شي.
کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره د یادې
قضیې په ژر او جدي رسیدګۍ ټینګار اوڅرګنده کړه چې دشکایتونو اورېدوکمېسیون مکلف دی
داجرااتو اوڅېړنو نتیجه عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
همداراز د شپږ سوه متره اغزن تار د پلور د ادعا اړوند د
باسط صدیقي شرکت راغلی شکایت د ملي راډیو تلویزیون ریاست مرستیال سره مطرح او
پرېکړه وشوه چې یاد شکایت د اورېدو وړ نه دی.
اوهم غونډه کې دملي راډیو تلویزیون مرستیال آسیایي
پراختیایی بانک او د انګلستان سفارت ته د یادې ادارې د دولس جریبه ځمکې د ورکړې
اړوندمعلومات وړاندې او وویل،د ښارجوړونې چارو وزارت د جمهوري ریاست د حکم په
استناد او د ملي تلویزیون مسئولانو د پخواني رضایت پرته د فشار په واسطه د یاد
ملکیت غوښتونکی دی.
کمېسیون پرېکړه وکړه چې موضوع به نږدې راتلونکې کې دآسیا
پراختیایی بانک رئيس په حضور په یاده سیمه کې وڅېړل شي.
دغه راز د بی برخلیکۍ اړوند د ننګرهار ولایت د پژواک
لوړو زدکړو موسسې راغلی شکایت د خصوصي لوړو زدکړو موسسو رئیس او دلوړو زدکړو وزارت
مسئولانو سره مطرح شو.
مسئولانو په دې برخه کې وویل، د یادې موسسې قضیه دم ګړۍ
د لویې څارنوالۍ څېړنو لاندې ده او د څېړنو د پای اومحکمې دحکم په صدور سره به د
محصلانو برخلیک ته رسیدګي وشي.
د غونډې پای کې د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت د
پخواني سرپرست فهیم هاشمي له خوا معامله کې د فریبکارۍ او بلامحل چک د صدور د ادعا
اړوند د لوژستیکي لسګونو شرکتونو شکایت وڅېړل شو او وپتییل شوه چې فهیم هاشمي دې دکمېسیون
راتلونکې ناسته کې وضاحت ورکړي.
دکمېسیون درئيس قاري میرحاتم تره خېل په
مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو دکمېسیون غونډه کې راغلیو عریضو ته درسیدګۍ سربېره،د دریو
کلونو راهیسې د ولایتي شوراګانو د اداري پلاویو د ټاکنود نه جوړېدو اړوند د ولایتي
شوراګانو د وکیلانو غوښتنو اړوند د مشرانوجرګې عمومي ناستې دپرېکړې له مخې موضوع د
سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولایتي شوراګانو دانسجام رئيس سره مطرح شوه.
نوموړي په دې اړه دڅرګندونوترڅنګ وویل، د سیمه ییزو
اګرانونو اداره په پام کې لري ترڅو د ولایتی شوراګانو ټاکنې د کړنلارې سره سم دولایتونو
د والیانو او امنیه قوماندانانو په همکارۍ نږدې راتلونکي کې جوړې شي، چې وړاندې شوي
څرګندونې دکمېسیون دقناعت وړ وګرځېدی.
د کمېسیون د رئيسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د
ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناسته کې د بدني روزنې او ورزش ریاست دفني
مرستیال د ښځو ورزش د پراختیا رئيسې دخپلولاسته راوړنو اوستونزوپه تړاومعلومات
وړاندې کړل.
یادو مسئولانو وویل،
دښځو د ورزش برخه کې دپام وړ لاسته راوړنې شتون لري او شپږ دیرشو ورزشي رشتو کې
اته سوه پنځه ویشت میرمنې د بیلابیلا ټیمونو غړیتوب لري او دخوښۍ ځای دی چې
پلازمینه کې ورزش د ښه ځایګاه څخه برخمن دی خو ولایتونو کې ځینوستونزو سره مخ دی
او هم د اقتصادي پلوه محدودیتونه پرځای دي او کومه بودجه چې یاد ریاست ته ځانګړې
شوې کافي نه ده اوهڅه کیږي چې ورزشي پروګرامونه د ملاتړو له لارې په لار واچول شي.
دوی زیاته کړه چې د
زورونې او ربړونې د منع له پاره کمېټې جوړې شوي خوتراوسه کوم شکایت نه دی ثبت شوی
او د یادې ادارې تشکیلاتي جوړښت کې نهه ویشت میرمنې شتون لري چې پنځه سلنه جوړوي،
دوی میرمنو ورزش کارانو ته د اضافه کارۍ د نه ورکړې څخه هم یادونه او وویل، کومه
لیلیه چې د ښځینه برخې له پاره پام کې نیول شوی د سړو له خوا اداره کیږي چې یوه ستونزه ده او باید ورته
رسیدګي وشي، په پای کې څرګنده شوه چې په وروستیو پنځو کلونو کې نهه ویشت ښځینه
ورزشکارانو له بهرڅخه مډالونه ترلاسه کړي.
د دوی دڅرګندونو د
اورېدو وروسته کمېسیون پرېکړه وکړه ترڅو مطرح شویو ستونزو ته د رسیدګي له پاره د
یاد کمېسیون راتلونکې یوې غونډه کې د بدني روزنې او ورزش رئيس او هم د اداري
اصلاحاتو اوملکي خدمتونو کمېسیون د تشکیلاتو رئيس استجواب شي.

د انجنیرحسیب الله کلیمزي په مشرۍ دنړیوالو چارو د کمېسیون غونډه جوړه شوه.
غونډه کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت دحقوقي مشورو دمسئول او مالي اوخدمتونو
ریاست سرپرست، دملي دفاع وزارت دحقوقو او تکنالوژۍ رئيسانو، دکورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې او کشف رئيس، سره د ۱۹۰۷ کنوانسیون، وسلو د سوداګرۍ سند، د نړیوالو شخړو د سوله ییز حل او د
کالیو د قاچاق اطلاعاتي بانک د جوړېدو او د ایکو غړو هېوادونو د ګمرکي جرمونو
اړوند بحثونه وشول.
مسئولانو وویل، د وسلو د سوداګرۍ معاهده د ملګرو ملتونوسازمان څو
اړخیزه معاهده ده چې دلومړي ځل له پاره ۱۹۸۰ کال
کې دملګرو ملتونو سازمان بحثونو کې مطرح شوه خو افغانستان کې د قوانینو او مقررااتو څخه د یوشمېر
هېوادوالو د نه پوهاوي او د دولت د نه کنټرول پر بنسټ د هېواد دښمنان بندرونو ته لاسرسي لري او دهرې
ممکنې لارې هڅه
کوي هېواد کې د غیرقانوني وسلو سوداګري ترسره کړي خو امنیتي سکتور کوښښ کوي چې د دا ډول قاچاق مخه ونیسي او ټاکل شوی یادې برخه کې کړنلار هم ترتیب شي.

او هم غونډه کې د نړیوالو
شخړو د سوله ییزحل، دکالیو قاچاق اطلاعاتي بانک د جوړېدو هوکړه لیک او ګمرکي
جرمونو اړوند خبرې او وپتییل شوه چې د نړیوالو چارو کمېسیون، ملي امنیت ریاست، د
ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو سره دی ګډه
کمېټه جوړه شي او د یادو مواردو اړوند دې کار وشي.