اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ لومړۍ نېټه

د مشرانوجرګې د ځینو کمیسیونونو ناستو کې نن په بېلابېلو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې اداري فساد سره د مبارزې قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۳۵۴ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او وپتییل شوه چې د کمېسیون نظر دې په یوې راتلونکې عمومي ناسته کې مطرح شي.

د غونډې بله برخه کې د صفر یو قطعې ځواکونو له خوا د لغمان ولایت د قرغه یی ولسوالۍ د اصلي اوسېدونکي ډاکټر امین خاکسار وژنه وغندل شوه او یاد شهید ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر دعاګانې وشوې او ټینګار وشو چې مسئول بنسټونه دې د پېښې عوامل وڅېړي او په اړه دې راپور ورکړي.

1-Qaws99-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو چارو د کمېسیون غونډه کې اداري فساد سره د مبارزې قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۳۵۴ ګڼه تقنیني فرمان تر مطالعې وروسته تائید شو.

د غونډې بله برخه کې د کرونا ویروس د دویمې څپې خپرېدو څخه اندېښنه څرګنده او وویل شول چې د رسمي شمېرو پر بنسټ د کرونا ویروس ناروغانو کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي نو اړتیا شته چې ټول هېوادوال روغتیایي سپارښتني عملي او د بازارونو، دفترونو او لیني موټرو په ګډون ګڼ میشتو ځایونو کې واټن مراعات او له ماسک څخه ګټه واخلي.

په پای کې د کابل پر ښار نننی توغندیز برید چې له امله یې یوشمېر هېودوال شهیدان او ټپیان شول،  په کلکو ټکو وغندل شو او  د مسئولو بنسټونو وغوښتل شول چې د یادې تروریستي پېښئ په لاره اچونکي دې ترپېژندلو وروسته مجازات کړي.

1-Qaws99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدنادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې د کابل ښار د پغمان او ارغندي سیمو کې د ریګریشنونو د فعالیت د څرنګوالي او پر چاپېریال یې د اغیزو اړوند خبرې او وپتییل شوه چې اړوند مسئولان دې د کمېسیون په یوې راتلونکې ناسته کې په دې اړه توضیحات ورکړي.

د غونډې بله برخه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د نیمروز ولایت غرغري سیمې ته د زرنج ښار څخه د یاد ولایت د مرکز د انتقال اړوند د نوموړي ولایت د زرنج ښار د اوسېدونکو د شکایت اړوند بحث او پرېکړه وشوه ترڅو د ښار جوړونې او ځمکوالۍ وزارت سرپرست دې د کمېسیون په یوې ناسته کې د موضوع په تړاو معلومات ورکړي.

1-Qaws99-Rifai.JPG

د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ او د کرهڼې وزارت د سرپرست او د یاد وزارت د مالي او اداری معین او ځینو ریسانو په ګډون سره جوړه شوه.

لومړی د کمېسیون غړو د کابل د شنه کمربند پروژې، د بڼ والۍ د پراختیایي پروګام او د سړو خونو کمپلکس پروژې اړوند مشخصې پوښتنې مطرح کړې چې د کرهڼې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت د سرپرست له خوا ورته ځوابونه وویل شول.

ورپسې د یاد وزارت مالي او اداری معین ۱۳۹۹ کال کې د غنمو او غلو د ستراتیژیکو ذېرمو د جوړېدو، معیاري بڼونو د رامنځته کولو، غذایی خوندیتوب، ممیز خونو او سړو خونو د جوړېدو پروژو اړوند رپوټ وړاندې او وویل، تراوسه یاد وزارت توانېدلی چې خپله اویا سلنه پراختیایي بودجه ولګوي او د روان مالي کال تر پایه به یاد رقم نوي سلنو ته لوړ شي.

د غونډې دویمه برخه کې د کمېسیون غړو د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسوده کې د شته تخنیکي ستونزو اړوند د مالیې وزارت د ملي بودجې عملیاتي مسئول ته دنده وسپارله چې د هغو پراختیایی پروژو نوملړ کې چې د بودجې ضمیمه کې د سکتوري وزارتونو له خوا مالیې وزارت ته لیږل شوي له سره غور او اصلاح دې یې  کړي.

1-Qaws99-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه جوړه او په کې د نوي مالي کال د ملي بودجې مسودې اړوند بحث وشو.

د کمېسیون غړو د دولتی بنسټونو د دیني او فرهنګي برخو بودجه مطالعه او د اړوندو بنسټونو یې وغوښتل ترڅو د هېواد د امنیتي او سیاسي شرایطو په پام کې نیولو سره د پراختیایي پروژو د عملي کېدو او پلي کېدو او د لازم روڼوالي د رامنځته کېدو په برخوکې عملي اقدام وکړي.

د غونډې بله برخه کې د اداري فساد سره د مبارزې قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۳۵۴ ګڼه تقنیني فرمان په هکله بحث او د مشرانوجرګې د اړوند کمېسیون نظر تائید شو.

1-Qaws99-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع میکانیزم د څرنګوالي، دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې د منع او د هېواد د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د کونډو او کلیوالي ښځو له پاره د کار موندنې میکانیزم اړوند د کمېسیون د یو میاشتیني کاري پلان په اړه بحث او وپتییل شوه چې یاد موارد دې د کمېسیون راتلونکو ناستو کې د اړوندو مسئولانو سره بحثونو کې مطرح شي.

 1-Qaws99-Zanan.JPG