اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۸ مه نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ناسته کې د سترې محکمې د قضایی یو شمېر ستاژرانو شکایت د ازموینو د ملي ادارې رئيس سره مطرح شو.

دوي وایی چې د ازموینو د ملي ادارې له لارې د تحریري ازموینې په ورکړې سره سترې محکمې ته معرفي شوي دي خو هغه ځاي کې له دوي څخه د یاد بنسټ د قضایی تعلیماتو ریاست له خوا تقریري ازموینه اخیستل شوې چې په کې روڼتیا شتون نه درلود.

د ازموینو د ملي ادارې رئيس د ازموینې د ددوه پړاویزه بهیر څخه د ناخوښۍ ترڅنګ زیاته کړه، د سترې محکمې چارواکو سره هوکړې ته رسیدلې چې راتلونکې ازموینې دی یو پړاویزه واخیستل شي. ویل کیږي چې نننۍ ناسته کې د هېواد د دری ګونو قواو د چاراکو د سلوک طرز قانون د شپاړسمې او یوویشتمې مادو پر بنسټ د سترې محکمې مسئولانه ته بلنه ورکړل شوې وه خو دوي ناسته کې حاضر نه شول او موضوع د ازموینو ادارې رئيس سره وڅېړل شوه او کمېسیون پرېکړه وکړه چې موضوع دې د مسبوقیت په موخه د جمهوری ریاست عالي مقام ته ولیږل شي.

دغه راز د ځانګړو تقاعد حقوقو د نه ورکړې او د دفاع وزارت سره د کورنیو چارو وزارت د متقاعدو افسرانو د حقوقو او امتیازونو د توپير اړوند د یاد وزارت د متقاعدو یو شمېر افسرانو شکایت د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د شفاهي لارښوونې پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین او د پيژنتون مالي ریسانو سره مطرح شو.

مسئولانو وویل، د ځانګړو امتیازونو د ورکړې بهیر د شپږو میاشتو له پاره د سیستیکا ادارې په ملاتړ ۷۵۰ متقاعدو افسرانو ته ځانګړی شوی وو خو یاد وزارت دغه بهیر یونیم کال وځنډوه او تراوسه څلور سوه افسرانو یاد وزارت ته مراجعه کړی، پاتي د دندې په وخت د باقیدارۍ په موخه مراجعه نه ده کړی.

دوي د  افسرانو امتیازونو کې توپیر د ملاتړ کوونکو څخه وګڼه او ډاډ یې ورکړ چې موضوع به د ملي امنیت شورا په همغږۍ حل کړي او هم د کورنیو چارو وزارت معین ژمنه وکړه چې د یاد وزارت د کورني امنیت عمومي رئيس به وګماري ترڅو د اړوندو موضوعګانو په اړه کمېسیون سره جدي همکاري وکړي.

دغه راز د کرهڼې وزارت ته د خپلو میوه لرونکو پلور شویو نیالګیو د پیسو د نه ورکړې څخه د قوریه دارانو ملي موسسې د غړو شکایت او د یوه خپلسري لوړ پوړیزه ودانۍ د جوړېدو اړوند د کابل ښار د اوومې ناحیې د آقا علي شمس د اوسېدونکو شکایت د کرهنې او مالدارۍ وزارت معین او د کابل ښاروالۍ د اساسی ودانیو د څارنې رئيس او نورو مسئولانو سره مطرح شو، دوي ډاډ ورکړ چې یاد موارد به ژر حل او فصل کړي.

همدا راز غونډه کې پارلماني چارو کې د دولت وزارت معین ډاکټر علي کاظمي سره د کمېسیونونو ناستو کې د ځینو حکومتي چارواکو د نه ګډون اړوند د کمېسیون اعتراض شریک شو.

نوموړي د سناتورانو د اعتراض په تائید سره ډاډ ورکړ چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر سره به د یادو مسایلو حل لار ومومي او زیاته یې کړه، هرکله که د مقاماتو څخه یو یې د موجه دلایلو پرته غونډه کې ګډون نه کوي موضوع به کابینه کې مطرح کړي.

د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د بامیانو پوهنتون ستونزو ته د رسیدګۍ، د تحصیلی خصوصی بنسټونو څخه د څارنې او د طبي شپږو خصوصي بنسټونو د فعالیتونو د جواز د لغوې څخه د ملاتړ په برخه کې د لوړو زدکړو وزارت سرپرست ډاکټر عباس بصیر د په وخت همکارۍ په پاۍ د نوموړي له کړنو د تقدیر لیک په ورکړې سره ستاینه وشوه او د یاد وزارت د قانوني اجرااتو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

 28-Aqrab99-Shikayat.JPG

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه  هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو او ټولنه کې د یاد ویروس د منفي اغیرو اړوند بحث او څرګنده شوه چې مسئول بنسټونه باید د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د ودونو هوټلونو په ګډون ګڼ میشتو ځایونو کې لازم تدابیر ونیسی او هم دې بېلا بېلو شفتونو کې د دولتي کارکوونکو ویش، د ټولنیز واټن په مراعات سره ادارو کې د مراجعینو تنظیم، د پوهاوي ورکولو پروګرامونو د زیاتوالي او د برېښنایی حاضرۍ څخه ګټې نه اخیستو موضوعګاني په پام کې ونیسی او هېوادوال دې له کوره بهر له ماسک ګټه واخلي.

د غونډې بله برخه کې د راتلونکې مالي کال د ملي بودجې مسودې اړوند د بحث ترڅنګ د لوړو زدکړو وزارت د کادري روغتونونو د زړه طبی وسایلو قرارداد کې د ستونزو اړوند بحث وشو او وپتییل شوه چې د یاد وزارت سرپرست دې د کمېسیون یوې ناسته کې حاضر شي.

28-Aqrab99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناستې د فیفا موسسه کې د ښځو استعدادونو د پرمختګ مسئولانو هر یو مریم آروین او هما سره د ځینو اړوندو مواردو په هکله بحث وشو.

د کمېسیون غونډه کې د عدالت غوښتنې او د ښځو د عامه حقوقو څخه دفاع کې د مریم آروین له کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وشوه او د کمېسیون تقدیر لیک ورته ډالۍ شو.

د غونډې بله برخه کې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ملي بودجې مسودې د تائید ترڅنګ د یاد مورد اړوند د کمېسیون نظریې یاد داشت شوې.

 28-Aqrab99-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، شهیدانو او معلولینو د چارو د کمېسیون غونډه کې د راتلونکې کال د ملي بودجې مسودې اړوند خبرې او وړاندیز وشو چې د ضرورت پر بنسټ اړتیا شته چې د پکتیا ولایت کې د جاني خيلو ولسوالۍ څخه د بلخیل پوستې پوري شپاړس کیلو متره سړک کریړ شي او هم دزون په کچه کندهار ولایت کې د انارو د جوس یوه فابریکه معلولینو ته ورغول شي.

د غونډې بله برخه کې د ژمي موسم کې د شهیدانو د وارثانو او معلولینو اړوند خبرې او ټینګار وشو چې مسئول بنسټونه دې د ټولنې یادې برخې ته کاري زمینې برابري کړي او ترڅنګ دې حقوق او امتیازونه د برېښنایی پیژند پاڼو پرته ورکړل شي.

28-Aqrab99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د نوی ګمارل شوي رئيس د حقوقي شکایت اړوند د وضاحت په موخه د یاد وزارت د سرپرست په نه ګډون نیوکه وشوه، خو  ادرای اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورد د څارنې رئيس په دې برخه کې وویل، عارض شخص د ازموینې سیالۍ کې ګډون وکړ او نمرو په ترلاسه کولو سره دواړو مرحلو کې بریالې شوی دی او موضوع په رسمي توګه د منظورۍ په موخه د جمهوری ریاست مقام ته لیږل شوې خو د پوهنې وزارت د سیمه ییزو ستونزو پر بنسټ د عارض په معرفي نه دی بریالې شوی. کمېسیون پرېکړه وکړه چې د پوهنې وزارت، د اداری اصلاحاتو کمېسیون او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دې د قانون په رڼا کې د عارض د ستونزې د حل اړوند اقدام وکړي.

د غونډې بله برخه کې د راغلیو عریضو د څېړنو سربېره زندانونو کې د بشری حقونو د رعایت په برخه کې د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو رپوټ مطالعه کړ چې په کې د بلخ، سمنګان، بامیان، دایکندي، کندز او بدخشان ولایتونو د زندانیانو د ژوندانه وضعیت د غذایی مینو خلاف وګڼل شو .

همدا راز د بدخشان او جوزجان ولایتونو د زندانونو د معیاري ودانۍ نشتوالې، روغتیایی خدمتونو ته د محبوسینو نه لاسرسی او ځینې نور موارد رپوټ کې ذکر شوي دي.کمېسیون وپتییله چې یاد رپوټ د موضوع د مهم والي پر بنسټ د کمېسیون راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

 28-Aqrab99-Adli.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه کې د ښار جوړونې او ځمکوالۍ وزارت مالي او اداری معین، د دولتی ودانیو د پروګرامونو رئیس او ځینو نورو مسئولانو د ۱۳۹۹ کال د پراختیایی پروژو او ۱۴۰۰ مالي کال د یاد وزارت د پرختیایی پروګرامونو اړوند معلومات وړاندې او ویې ویل، د دولتی ودانیو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتونونو، ورزشی لوبغالو او کلینیکونو د رغاونې په ګډون ۳۸۳ پروژې د ۱۳۹۹ مالي کال پروژو کې شاملي دي.

مسئولانو زیاته کړه چې ۱۴۰۰ مالي کال کې به زیات تمرکز د ځمکو د تصفیې او استملاک پر بهیر وي او د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو په موخه لازم اقدامات چې ددولتی عوایدو د لوړېدو او خلکو د کاري موکو د زمینو د برابرول سبب شي کار وشي.

همدا راز د کمېسیون غړو د یو شمېر هغو شرکتونو شکایت چې د ښار جوړونې وزارت له خوا یې د کړنو پيسې نه دي ورکړل شوي د وزارت معین سره مطرح کړ.

نوموړي وویل، د یادې ادارې له پاره د بودجې برخه کې د کال نیمایی کې څېړنې په پام کې نیول شوي چې د تصویب په صورت کې به د اته اتیا ساختماني شرکتونو پيسې ورکړل شي.

د غونډې بله برخه کې د مالیې وزارت د ملي بودجې د عملیاتي مسئول په په حضور سره د ۱۴۰۰ بودجې مسوده کې د تخنیکی ځینو ستونزو اړوند بحث وشو او د مالیې وزارت مسئول ته لارښوونه وشوه چې د هغو پراختیایی پروژو لستونه چې د بودجې ضمیمه یې د سکتوري وزارتونو له خوا د یاد وزارت د بودجې عمومي ریاست ته لیږل شوې له سره غور او اصلاح شي.

28-Aqrab99-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئیس عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون غونډه کې د تنویر خصوصي پوهنتون د موسس، د مشعل پوهنتون د رئيس او مسئولانو او د افغان پامیر موسسې د مسئول په ګډون سره د افغان پآمیر د تحصیلي موسسې د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي د فعالیت او د لوړو زدکړو وزارت له خوا د یاد پوهنځي د په رسمیت نه پيژندو، د نړیوالو اړیکو، عامه حقوقو او اداره او سوداګرۍ رشته کې د ماسټرۍ پروګرام د په رسمیت نه پیژندو، د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو ستونزې او د بی جوازه پوهنځیو د فعالیت اړوند بحثونه وشول او وپتییل شوه چې د خصوصی موسسو اسناد دی د تاریخ په ذکر او د لوړو زدکړو وزارت د نه اجرااتو دلایل کمېسیون ته راولیږی ترڅو په راتلونکو ناستو کې یې په اړه پرېکړې وشي.

28-Aqrab99-Farhangi.JPG 

دغه راز غونډه کې د راغلیو عریضو د څېړنې سربېره د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې اړوند بحث وشو د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو وزارتونه دی خپل وړاندیزونه او اړتیاوی د بودجوی واحدونو د اړتیا د حل په موخه کمېسیون سره شریکي کړي.