اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۷ مه نېټه

د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مشر انجنیر حسیب الله کلیمزي نن غرمه د امریکا د متحده ایالاتو د سوداګرۍ خونو رئيس ښاغلي جیفري ګریکو سره د ملي شورا مقر کې وکتل.

27-Aqrab99-MUL1.JPG

د یادې کتنې اصلي محور چې بېلا بېلو برخو کې پانګونې، صادرات او وارداتو او اداری فساد سره مبارزې او ځینو نورو مسایلو جوړوه، د امریکا د متحده ایالاتو د سوداګرۍ خونو رئيس افغانستان د پانګونې له پاره مناسب ځآي وګڼه او د دې غوښتونکې شول چې د افغانستان حکومت دې د امریکا د متحده ایالاتو پانګوالو ته قوانینو کې لازمې اسانتیاوی برابري کړي ترڅو د یاد هېواد پانګوال پانګونې ته وهڅول شي.

ورپسې د نړیوالو چارو کمېسیون رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزی د امریکا د متحده ایالاتو مرستو او افغانستان کې د اداری فساد سره د مبارزې د ځانګړتیا څخه په مننې سره وویل، افغانستان د کانونو برخه کې پانګونې ته ښه ځاي دی هیله ده چې د امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ مسئولان د یاد هېواد سوداګر وهڅوي ترڅو افغانستان کې پانګونه وکړي او ترڅنګ یې یاد هېواد ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابره کړي.

27-Aqrab99-MUL3.JPG

کتنه کې همدا راز د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ هوکړې، د پانګونې هوکړې او د امریکا د سوداګرۍ خونو د رئيس له خوا د مالیاتو د هوکړې اړوند چې پیشنهاد شوی وو بحث وشو او د نړیوالو چارو کمېسیون د رئيس له خوا ژمنه ورکړل شوه ترڅو د یادو هوکړو په اړه د بهرنیو چارو وزارت او نورو ارګانونو سره کار وشي.

همدا راز کتنه کې ښاغلي کلیمزي د حکومت له خوا پانګوالو له پاره د اسانتیاو د برابرولو څخه د ډاډ په څرګندولو سره ښاغلي جیفري ګریکو ته د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون تقدیر لیک ډالۍ کړ.

27-Aqrab99-MUL2.JPG

یادې کتنه کې سناتورانو هر یو مېرمن نادیه صالح، فوزیه سادات، نبیه مصطفی زاده، ګل احمد اعظمي، محمد رحیم حسنیار، محمد نادر بلوچ، ګلالۍ اکبري او د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس عبدالمقتدر ناصري هم ګډون درلود.

همدا راز یادې کتنه کې المان کې د افغانستان افتخاري کنسل ښاغلي سید جلال الدین ته د کمېسیون تقدیر لیک ډالۍ شو.