اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۷ مه

د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د سېشنبې ورځې غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د ځینو موادو د تعدیل او حذف اړوند د جمهور رئيس ۳۵۳ ګڼه تقنینی فرمان رد شو.

27-Aqrab99-JAL1.JPG

یاد تقنینی فرمان چې د مشرانو جرګې کمېسیونونو کې مطالعه شوی وو د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د مرستیال او منشي له خوا غونډې ته وړاندي او د یو لړ قانوني دلایلو په مشخصېدو سره د رایو په اتفاق رد شو.

همدا راز نننۍ ناسته کې ټاکل شوې وه چې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسودې او د یادې بودجې د مسودې په تړاو د سناتورانو د نظریو د په پام کې نیولو ا ړوند حضور راوړي خو د نوموړي پرځآي د یاد وزارت مالي او اداري معین ناستې ته حاضر شو او سناتورانو یې حضور ونه منه چې باید د مشرانو جرګې راتلونکې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست ګډون او لازم معلومات وړاندي کړي.

دغه راز د غونډې آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د جنایی جرمونو کمښت کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د شپږنیمو بجو ناستې د لاسته راوړنو څخه خوښی وښوده، ټینګار وشو چې باید هېوادو یادو برخو او نورو برخو کې دولت سره لازمه همکاري وکړي او د ناوړه تبلیغاتو او سپکاوي څخه مخنیوی وکړي.

غونډه کې ځینو سناتورانو وویل، په دې وروستیو کې د کندهار هوایی ډګر کې د وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو د حضور په وخت د پذیرایی په موخه ښځینه کارکوونکې او زده کوونکې راوړل کیږي چې یاده چاره د دودونو خلاف او د امنیتی مسایلو له پلوه ګواښ سره مخ ده چې باید کندهار کې مسئولان د یادې موضوع په تړاو تر پوښتنې لاندي ونیول شی او د پوهنې وزارت ته هم خبر ورکړل شو چې په هیڅ راز پروګرام کې دی د ښوونځیو د زده کوونکو ګټه نه اخیستل کیږي.

غونډه کې یو شمېر سناتورانو وویل، د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د استازو او طالبانو ډلې ترمنځ قطر کې د سولې ناسته کړکیچ سره مخ ده، اړتیا شته چې دې برخه کې لازم تجاویز اختیار شي.

سناتورانو یوځل بیا د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو له سرښندنو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې مسئول بنسټونه دی د آزادۍ د لارې د مبارزینو د اعاشې، اباتې او وسایلو په موخه له هیڅ راز کوښښونو ډډه نه کوي.

د ملي بودجې مسوده کې د مجلس د غړو د نظریو د شمولیت د څرنګوالي او د روانو قضیو په تړاو د جمهور رئیس سره د سناتورانو د ناستې د زمینې په برابرولو ټینګار، د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو تلفاتو څخه یادونه، د دولسمو ټولګیو فارغانو د حل په موندلو ټینګار چې د کانکور ازموینه کې د شمولیت په موخه د اتلسو کلونو کم عمر لري، د معلولینو او شهیدانو د وارثانو په لار کې د ستونزو یادونه او د ټولنې د یادې برخې د حقوقو په ورکړه ټینګار او ځینې نور مسایل مطرح شول.

27-Aqrab99-JAL2.JPG

د آزادو بحثونو کې پاي کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار  دولتی چاراکو څخه د هرکلي په موخه د دولتی کارکوونکو او د ښوونځیو د زده کوونکو څخه ګټه اخیستل د هېواد د دودونو خلاف وګڼه او هم د امنیتی پلوه نامناس ګام او ټینګار وشو چې هیڅ ارګان نباید داسی اقدام وکړي.

همداراز وویل شول چې مشرانو جرګه به د رسمي مکتوب په ترڅ کې د جمهوری ریاست د چارو اداري د عمومي ریاست څخه وغواړي ترڅو د عامه زهنونو د مخالفو کړنو مخه ونیول شي.

محمد علم ایزدیار د دې ترڅنګ چې اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارله ترڅو د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د حقوقو او امتیازونو د نه اجرا موضوع د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر سره وڅيړي، د وروستیو پېښو شهیدانو او په ځانګړې توګه د بدخشان د جرم ولسوالۍ کې د امنیتی دولسو تنو شهیدانو روحونو ته دعا وشوه او د کورنیو سره یې غم شریکي وښودل شوه او د امنیتی او دفاعي سکتور مشرتابه څخه وغوښتل شول ترڅو د کندز، بغلان او کندهار ولایتونو کې د منسوبینو جزوتامونو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د مجلس لومړي نایب دوحه کې د خبرو اترو اوږدېدو ته په اشارې سره وویل، په خواشینۍ سره چې د مزاکراتو پلاوي په دې نه دي بریالي شوی ترڅو د کاري اصولو اړوند هوکړې ته ورسیږي چې د خلکو د اندېښنې سبب شوی، ترڅنګ یې جګړو زور اخیستې او دخ لکو تلفات لوړ شوي چې په هیڅ صورت د هېواد او خلکو په ګټه نه دي، هیله ده چې حکومت، نړیوال همکاران او د امریکا متحده ایالات د سولې په لاره کې له سره غور وکړي، پاکستان او ځینې نور هېوادونه دې متقاعد کړي چې مخامخ خبری اتري پیل شي او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت باید متوجه وي که چیری یاد بهیر کړکیچ سره مخ وي خبري کوونکې پلاوی دې کابل ته راوغواړي او د سولې بهیر اړوند دې تازه تدابیر او خلکو سره مشوري وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب د دې ترڅنګ چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال، کورنیو چارو وزارت او د سهار د شپږ نیمو ناستو ټیم څخه یې مننه او قدرداني کوله وویل، د یاد ټیم د منسجو هڅو پر بنسټ پلازمېنه کې د جرمونو کچه ټیټه شوی، هیله ده چې د تروریستي فعالیتونو مخه هم ډپ شي او یاد پروګرام نورو ولایتونو ته وغځول شي ترڅو ټولو هېوادونو ته د ښه ژوند زمینه برابره شي.

27-Aqrab99-JAL3.JPG

د غونډې پاي کې پرېکړه وشوه چې د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو سرپرستان او د ازموینو د ملي کمېټې رئیس دې د کانکور ازموینه کې د دولسمو ټولګیو د فارغانو د نه منلو موضوع اړوند چې عمرونه یي د اتلسو کلونو کم دي، د درسی کتابونو د کمښت، نوی فصل ته د زده کوونکو د ازموینې د ځنډ او ځینو نورو مواردو ا ړوند یوې عمومي غونډې ته استجواب شي.