اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۵ مه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د دې جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

25-Aqrab99-JAL1.JPG

سناتورانو وویل :کابل کې د پرونیو ورښتونو له امله هېوادوال ګڼو ستونزو سره مخ او د شپې تر ناوخته د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله سړکونو کې بند پاتې وو چې باید د کابل ښاروالۍ د یادې ستونزې څخه د وتو له پاره د ټولو بنسټونو سره همغږي، سملاسي او اساسي تدابیر ونیسي او هم یې ټینګار وکړ چې کابل میشتي دي د خپلو استوګنې سیمو کې د مسئوله بنسټونو سره لازمه همکاري وکړي.

همدا راز سناتورانو کابل ښار کې د برېښنا پر کمښت او غیر منظمو پرچاویو سخته نیوکه وکړه او د دې ستونزې د حل لار په موندلو د ټینګار ترڅنګ یې پرېکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس دې ، د سنا مجلس په یوې عمومي غونډه کې د خپلې ادارې د لنډ مهاله او اوږدمهاله تدابیرو، او د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزیر دې د ژمي موسم کې د یاد وزارت د کاري پروګرامونو اړوند معلومات ورکړي.

غونډه کې همدا راز د هېواد لویو لارو او ځینو نورو سیمو کې د ناامنیو څخه اندېښنه څرګنده او وویل شول چې په دې وروستیو کې د کابل-شمال شاهراه کې د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر د خپل زوی او هم هلمند ولایت کې یو خبریال په شهادت ورسېدل چې باید امنیتي او دفاعي سکتور د لویو لارو د امنیت د ټینګښت او د خبریالانو د ساتنې په موخه جدي اقدام وکړي.

سناتورانو وویل، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر راتګ به مثبته پایله ونلري ځکه پاکستاني چارواکو په کراتو کابل ته او د افغانستان لوړ پوړو پلاویو  اسلام آباد ته سفرونه کړي خو د پاکستاني سیاستوالو د نه رښتینولۍ پر  بنسټ د دواړو هېوادونو اړیکو کې مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې د ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ ،افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالي زیات کړي، خو بیا هم افغان ولسونه پاکستان څخه د ګاونډي او مسلمان هېواد په توګه هیله لري چې خپل سیاست بدل او ترهګر تمویل نکړي، ترڅو سیمه کې سوله ټینګه  او هم  قطر کې د سولې بهیر بریالی شي.

د  جرګې ځینو غړو د هوا د سړښت او د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه له پوهنې، لوړو زدکړو او عامې روغتیا وزارتونو وغوښتل چې زده کوونکې او زدکړیالان دې رخصت او د دې ترڅنګ دې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.

25-Aqrab99-JAL2.JPG

د سلطان غیاث الدین غوري د مقبرې د ترمیم په ګډون د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو په خوندیتوب ټینګار، د مجرمینو د انځورونو لګولو کې پاملرنه، د سولې خبرو اترو په نه پرمختګ نیوکه او د پلاوي جوړښت کې په بیا کتنه ټینګار، د ارزګان ولایت وضعیت ته جدي رسیدګي، زندانونو څخه د امنیتي منسوبینو بندیانو د خوشي کېدو په موخه د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې د عملي کولو په موخه د جمهور رئيس څخه غوښتنه، د مالیې وزارت له خوا ملي بودجه کې د سناتورانو د نظریو په شاملیدو ټینګار او ځینې نور مسایل هم نننۍ ناسته کې مطرح شول.

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مجلس لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د وروستیو امنیتي پيښو څخه یادونه وکړه   او د شهیدانو روحونو ته د دعا ترڅنګ یې وویل، اوسني وضعیت کې اړینه ده چې حکومت په خاص ډول امنیتي او دفاعي سکتور د دښمن د پلانونو او دسیسو د شنډولو په موخه خپلو ستراتیژیو کې بدلون راولي، ځکه روان وضعیت له بېلا بېلو جهتونو د هېوادوالو د اندېښنې سبب دی او باید چارواکي خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي.

د مجلس لومړي نایب د کابل ښار د امنیتي وضعیت اړوند وویل: په دې وروستیو کې د وسله والو غلاو په ګډون جنایي جرمونو کې کمښت راغلې خو د ترهګریزو پېښو له پلوه اندېښنې شته او باید یاده مسله د مناسبو لارو چارو په پلي کولو سره حل شي او د مجرمینو د انځورونو خپرولو کې دقت وشي ترڅو په تیروتنې سره د بیګناه کسانو نومونه او انځورونه خپاره نه شي.

ایزدیار کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر ته په اشارې سره وویل: د یاد هېواد د چارواکو سفرونو او ژمنو څخه څو کلنه تجربه شتون لري خو د افغانستان د سولې او جګړې مسله کې د پاکستانیانو د نه رښتینولۍ په نسبت هره ورځ هېواد کې جګړه زیاتیږي او وسله وال مخالفین پياوړي کیږي، اوس اړتیا شته چې د هېواد جمهور رئیس او د روغې جوړې د عالي شورا مشر د پاکستان لومړي وزیر سره په ښکاره توګه اساسي موضوعات شریک کړي له دې پرته د تیر په شان تګ راتګ به به یوه باطله دوره وي.

د جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د سلطان غیاث الدین غوري د مقبرې په ترمیم او رغاونې ټینګار وکړ او د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو کمېسیون ته یې دنده ورکړه چې موضوع دې د اړوندو ادارو سره شریکه کړي، همدارنګه یې پروان ولایت کې د یوه استوپې بیا رغاونه کې د یاد ولایت د مسئولانو او آغا خان بنسټ څخه قدرداني څرګنده کړه.

25-Aqrab99-JAL3.JPG

په پای کې یې د عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس د پراخېدو څخه مخنیوي کې په ملي کچه لازم تدابیر طرح او پلي کړي او هم یې له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې کرونا ویروس باندې د ککړیدو څخه د مخنیوي په موخه ګڼ مېشتو ځایونو کې د ماسک څخه ګټه واخلي او په روغتیایي لارښوونو دې عمل ولري.