اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې یوشمېر کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوند غونډې اوبحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه کې لومړی د مالیې وزارت د بودجې عمومي رئيس د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې مسودې اړوند د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

نوموړي وویل د ۱۴۰۰ مالي کال دملي بودجې مسوده کې درې میلیارده افغانۍ ولایتونو ته ځانګړې شوي چې د فقر کچې پر بنسټ به د خلکو سره په مشوره پراختیایي پروژو کې ولګول شي او زیاته یې کړه، پراختیایي پروژې باید د اړونده سکتوري وزارتونو له لارې برآورد او مالیې وزارت سره شریک کړاي شي.

کمېسیون د بودجې رئيس د څرګندونو په اورېدو سره د ټولګټو پراختیایي پروژو اړوند د سناتورانو وړاندیز ته د مالیې وزارت د بې پامۍ څخه نیوکه او ټینګار وکړ چې باید ولایتونو کې تعادل او توازن په پام کې و نیول شي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

د غونډې بله برخه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یاد وزارت د ۵۴ پروژو د پلي کېدو، د نړیوال بانک، آسیایي پراختیایی بانک او افغانستان دولت لخوا د کرونا سره د مبارزې له پاره د ځانګړی شوی بودجې او راتلونکې کال کې د یاد بنسټ د پروګرامونو اړوند معلومات وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مطرح شویو مسایلو اړوند د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل، هڅه کیږي چې د روغتیایي ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خصوصي سکتور یو شمېر روغتونونو کې پانګونه وکړي ترڅو د خدمتونو وړاندې کولو کې ښه والی راشي او د درملنې بیې راټيټي شي.

 24-Aqrab99-Mali.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډه کې اداري فساد سره د مبارزې قانون کې د ځینو تعدیلونو اړوند ۳۵۴ ګڼه تقنیني فرمان د یو لړ وړاندیزونو سره تائید او په رسمي توګه اړوند کمېسیون ته ولیږل شو.

د غونډې بله برخه کې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسوده مطالعه او د بحث پاتي برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

24-Aqrab99-Adli.JPG 

د کمېسیون د منشي مینا شیرزاد په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د دولتي شرکتونو قانون اړوند ۳۲۲ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د بحث پاتې برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

همدا راز غونډه کې د راتلونکې مالي کال د ملي بودجې مسودې اړوند بحث او ټینګار وشو چې د پوهنې او لوړو زدکړو وزراتونه دی یادې برخه کې خپل وړاندیزونه کمېسیون ته راولیږي.

 24-Aqrab99-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې مسوده مطالعه او د بحث پاتې موارد راتلونکو ناستو ته  وځنډول شوه.

همدا راز غونډه کې د دولتي شرکتونو قانون اړوند ۳۲۲ مه ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او وپتییل شوه چې په تړاو دې د کمېسیون نظر عمومي غونډه کې وړاندې شي.

همداراز د غونډې وروستۍ برخه کې د لغمان ولایت د یوه تن ځوان ستونزه د اجرااتو په موخه اړوندې ادارې ته ولیږل شوه.

24-Aqrab99-Emtizat.JPG 

د کمېسیون د منشي فرحناز پامیري په مشرۍ د عامه  هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون  غونډه کې د کابل طبي پوهنتون د طبي تکنالوژۍ او تجهیزاتو پوهنځي  رئيس د وینتلاتور دستګاو د جوړېدو او ځینو نورو مواردو اړوند معلومات وړاندې او وویل  په داسې حال کې چې جوړ شوي ماشینونه لازمو معیارونو سره برابر دي خو د لا زیاتو ماشینونو د تولید په موخه ګټې اخیستنې، پرمختګ او هڅونه نه ده شوې، نوموړي زیاته کړه چې د اسانتیاو د برابرولو په صورت کې کولای شي مختلفې  طبي دستګاوی په ښه معیارونو برابري او د دې برخي اړتیاوې پوره کړي.

سناتورانو هېواد کې د مسلکي او متخصصو کادرونو شتون ویاړ وګڼه اود همکارۍ ژمنې ترڅنګ وپتییل شوه چې د طبي ټولنې په مرسته به د دې برخې یو شمېر متخصصین د کمېسیون په یوې راتلونکې غونډه کې وستایل شي.

24-Aqrab99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې ناحیې د ریسانو، د اوبو رسولو شرکت د رئيس او د  امام مهدي جومات پروژې د مسئول په نه راتګ د نیوکې ترڅنګ وویل شول  چې ښار کې د ترافیکي نظم پر وړاندې د اړوندو مسئولانو کمه پاملرنه د بی نظمۍ، د هډو د غیر قانوني فعالیت او ځینو نورو ستونزو سبب شوي او اړتیا ده چې د ترانسپورت وزارت د کابل ښاروالۍ او امنیتي حوزو سره په همکارۍ یادو برخو کې لازم اقدام وکړي.

همدا راز غونډه کې د کمېسیون رئيس دوحه کې د افغانستان سولې د خبرو اترو او هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو ترڅنګ ټینګار  وکړ چې حکومتي اړوند مسئولان دې د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر وړاندې جګړه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او تمویل برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

24-Aqrab99-Mukhabira.JPG 

د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه د کمېسیون د مرستیال سید صفی الله هاشمي په مشرۍ او د بهرنیو چارو وزارت د حقوقو او معاهدو د رئيس، د اقتصادي اړیکو ریاست د مرستیال او د بین الپارلماني اړیکو د مسئلو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو د ثبت د رئیس په حضور سره جوړه شوه.

په پيل کې سناتورانو د هوکړه لیکونو، معاهدو او موافقتنامو د پلي کېدو او نه پلي کېدو، ګتو او زیان، افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو د فعالیت د څرنګوالي او د (DLA Piper) شرکت ته د جواز د صدور د څرنګوالي اړوند پوښتنې د مسئولانو څخه مطرح کړې.

مسئولانو وویل، د هوکړه لیکونو، پروتوکولونو، تفاهم لیکونو، معاهدو او توافقنامو طی مراحل او پلي کول د بهرنیو چارو وزارت له مسئولیتونو څخه دي او ترڅنګ یې یاد وزارت د ۱۷۶۴ کورنیو انجوګانو او ۲۶۶ بهرنیو انجوګانو څخه څارنه کوي او نوې کړنلارې تر کار لاندې دۍ چې له امله به یې په راتلونکې کې د څارنې او کنټرول ځانګړتیا ګټوره شي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازی د (DLA Piper) شرکت اړوند وویل: یاد شرکت بهرنی دی او دې وزارت سره ثبت ندی.

24-Aqrab99-Bio.JPG 

 چې د کمېسیون غړو له نوموړي وغوښتل ترڅو د یاد شرکت د نه ثبت موضوع په لیکلي توګه کمېسیون سره شریکه کړي.