اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۴مه نېټه

د مشرانوجرګې نایب منشي ډاکټر محمد فیصل سمیع نن د خپل کار په دفتر کې، کابل کې استوګن د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل.

24-Aqrab99-MUL1.JPG

 کتنه کې د مجلس نایب منشي د دوو دوستو او ګاونډیو هېوادونو د پخوانیو اړیکو څخه په یادونې سره وویل: د افغانستان او ایران وګړي شریکه ژبه، فرهنګ او دین لري او هیله ده چې یاد مشترکات په بېلا بېلو برخو کې لا پياوړي شي.

ډاکټر محمد فیصل سمیع خپلو خبرو کې اوربند، د جګړې پای او د سولې بهیر بریا ته هم اشارې درلوې او وویل: کلونه کیږي چې افغانان د تحمیلي جګړو قربانیان دي او د سولې ټینګښت د دوی اساسي غوښتنه ده او تمه کیږي چې ګاونډي او نړیوال هېوادونه په دې برخه کې فعاله او ګټور رول ولوبوي او د سولې ټینګښت له پاره رښتینې همکارۍ وکړي.

همدا راز د مشرانوجرګې نایب منشي د افغان کډوالو د ستونزو د حل، دوی ته د اسانتیاو د برابرولو او د ویزو وېش کې  د آسانتیاوو د رامنځته کولو برخو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکارۍ غوښتونکی شو.

24-Aqrab99-MUL2.JPG

ورپسې ښاغلي بهادر امینیان د خبرو په ترڅ کې افغانستان سره بېلا بېلو برخو کې د همکاريو د ژمنې ترڅنګ زیاته کړه، متبوع هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر څخه ملاتړ کوي او هیله مند ده چې روانې جګړې پای ومومي او افغانان تل پاتې سولې ته ورسیږي.