اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د كب ۶ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم ۲۱ مه نېټه

د افغانستان د جمهوري دولت نظام څخه په ملاتړ، د ښځو حقوقو او وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو څخه د دفاع او هېواد کې د سرتاسري اوبند د ټینګښت اړوند د ملي شورا مقر کې ناسته جوړه شوه.

21-Aqrab99-GEN1.JPG

دغه ناسته چې د ښځو چارو او مدني ټولنې کمېسیون او د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو  د کمېسیون په ابتکار په لار اچول شوې وه په کې د جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار او محمد اکبر ستانکزی، یو شمېر سناتورانو، حکومتي بېلا بېلو بنسټونو چارواکو او د مشرانو جرګې د دارالانشا د پارلماني او مسلکي چارو مرستیال ګډون کړی وو.

21-Aqrab99-GEN2.JPG

ناسته کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار او د مجلس منشي نایب ډاکټر فیصل سمیع د سولې بهیر، سیاسی، ټولنیزو او اسلامي ارزښتونو برخو کې د ښځو د حقوقو، تل پاتي او سراسري سولې، د تل پاتي جدي اوربند د اړتیا او ټولنیز عدالت د ټینګښت اړوند خبرې وکړې او ویې ویل، سوله یوه ملي موضوع ده او یواځي دولتي چارواکو پوري تړاو نه لري بلکې ښځو هم بی شمېره قربانۍ ورکړي دي او باید د ټولنې د یادې برخې رول د سولې خبرو اترو بهیر، سیاسی او هېوادنیو ټولو مسایلو کې ورته لوړ رول ورکړل شي.

21-Aqrab99-GEN5.JPG

ورپسې سناتوری صدیقي بلخي، د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردک، د طبی عالي شورا مشرې ډاکټر نصرین اوریا خېل، د روغې جوړی د عالي شورا مرستیالې زهره مطهري او د مدني ټولنې فعالې نجیبې ایوبي د مطرح شویو مواردو اړوند خبرې وکړی او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت نظام او هېواد کې د تیرو لاسته راوړنو څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل شول، ټول هېوادوال باید په یوه غږ راټول او د یو بل ترڅنګ د هېواد د آبادۍ او پرمختګ له پاره مهمو ملي مسایلو کې فعال رول ولوبو.

21-Aqrab99-GEN6.JPG

همدا راز یادې ناسته کې د مشرانو جرګې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون مشرې ګلالۍ اکبري د ښځو د کړنو، د نظام پیاوړتیا کې د ښځو د رول او ځینو نورو مسایلو اړوند خبرې وکړې او نننۍ ناسته کې ګټوره او په وخت وارزوله او بېلا بېلو برخو کې د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په خوندیتوب یې ټینګار وکړ.

21-Aqrab99-GEN8.JPG

د غونډې پاي کې د سناتورانو هر یو ډاکټر انار کلي هنر یار او نادیه صالح له خوا پنځلس ماده ییز پرېکړه لیک ولوستل شو چې یوې برخه کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د استازو او طالبانو ډلې ترمنځ دوحه کې د سولې خبرو اترو بهیر په بریا، وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په خوندیتوب، د هېواد د اساسی قانون سره سم د قوا د تفکیک، د افغانستان د اسلامي جمهوری نظام په پیاوړتیا، د اوربند په ټینګښت، د سولې بهیر کې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ، د دفاعي او امنیتی ځواکونو په پياوړي کولو، د جګړې د پاي په موخه د اسلامي نړۍ د عالمانو فتواو څخه ملاتړ او ځینې نورو مسایلو باندی ټینګار وشو.