اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم شلمه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ د دې جرګې نننۍ غونډه کې د هېواد د روانو مسایلو په اړه نظریې وړاندې شوې.

20-Aqrab99-JAL1.JPG

آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د افغانستان پر  وړاندې د پاکستان د حقانیه مدرسې د مشر حامد الحق وروستۍ څرګندونې په سختو ټکو وغندلې او یادې خبرې یې بی شرمانه، د خجالت وړ او غیر معقولې یادې او د پاکستان حکومت یې د یادو څرګندونو مسئول وګاڼه.

 د ویلو ده چې یاد پاکستاني ملا د تیری پنجشنبې په شپه د پیښور ښار زُبَــیریه مدرسه کې ویلي چې د افغانستان دولت باید ځان طالبانو ته تسلیم کړي او پاکستان د افغانستان له خوا خطر سره مخ دی او موږ د افغانستان طالبانو د جهاد څخه ملاتړ کوو. حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځای ناستی دی، سمیع الحق چې د حقانیه مدرسې رئيس او د جمعیت علماي اسلام حزب رهبر وو، د طالبانو معنوي پلار او اصلي ملاتړی ګڼل کېده.

همداراز غونډه کې سناتورانو د غزني ښار نوآباد سیمه کې د هاوان د څو مرمیو د لږېدو، د قندهار ولایت میوند ولسوالۍکې د موټر بم چاودنې، میدان وردګو ولایت کې د خصوصي تحصیلي بنسټ ترڅنګ چاودنه او ځینو نورو پېښو څخه چې پراخ انساني او مالي تلفات یې لرل، خبرې وکړې او ټینګار یې وو چې باید د دښمن د دسیسو د شنډولو په موخه لازم تدابیر ونیول شي.

غونډه کې ځینو غړو وویل : قطر کې د سولې خبرو اترو بهیر کړکیچ سره مخ دی، اړتیا شته چې بی طرفه څېرې او سیاسیون، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا او د اسلامي هېوادونو کنفرانس پدې اړه مداخله وکړي ترڅو د سولې بهیر چې د خلکو عمده او اساسي اړتیا ده مطلوبو پایلو ته ورسیږي، او ترڅنګ یې د مشرانوجرګې نایب منشي د امریکا د متحده ایالاتو له نوي دولته وغوښتل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحي هوکړه لیک نیمګړتیاوې لري او باید پرې بیاکتنه وشي.

سناتورانو همدا راز هېواد کې د کرونا ویروس دبیا خپرېدو څخه خبرداری ورکړ او وویل، د یادې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه اړینه ده چې هېوادوال روغتیایي سپارښتني مراعات کړي او حکومت دې هم د کرونا سره د مبارزې امر کې موثر تدابیر پلي کړي.

کابل ښار کې د پارک سینما په ړنګولو نیوکه، د نورستان ولایت د روغتیایي پرسونل د معاش او امتیازونو په انتقال ټینګار، لوګر ولایت کې د شهیدانو د وارثانو ښارګوټي د جوړېدو له پاره د کورنیو چارو وزارت له خوا د پیسو نه لیږد څخه یادونه، ولایتونو کې د ځوانانو د استازو ټاکنه کې د زورواکو په نه لاسوهنه ټینګار او ځینې نور مسایل هم آزادو بحثونو کې مطرح شول.

20-Aqrab99-JAL2.JPG

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د پاکستان د حقانیه مدرسې د رئیس حامد الحق څرګندونو ته په اشارې سره وویل، د پاکستان دولت او علما د پخوا وختونو څخه تراوسه د خپلې ستراتیژۍ سره سم چې د افغانستان پر وړاندې یې جوړه کړې چلند کوي او خپلې ګټې د افغانستان په بربادۍ کې لټوي خو پاکستان به په دا ډول ستراتیژۍ خپلو غوښتنو ته ونه رسیږي او باید د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست کې بدلون راولي او ترڅنګ یې حکومت مسئولیت لري چې د پاکستان د لاسوهنو څخه هېوادوال خبر او متحد کړي.

د مجلس لومړي نایب د امریکا متحده ایالاتو ټاکنو او د افغانستان د روانو قضایاو پر وړاندې د یاد هېواد بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل، موږ د امریکا د منتخب نوي حکومت څخه هیله لرو چې د افغانستان د سولې قضایاو پر وړاندې د زلمي خلیلزاد پرځای بل وړشخص چې د ښو تجربو برخمن وي وګماري ترڅو د سولې بهیر مثبتو پایلو ته ورسیږي ځکه طالبان امریکا سره پخپلو ژمنو ولاړ ندي، او د تاوتریخوالي د کمښت او نورو مسایلو په برخه کې یې هېڅ راز اقدام ندی کړی.

د سنامجلس لومړي نایب غزني، میدان وردګ او کابل وروستیو پېښو کې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت په نسبت د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د کابل پېښه کې د رسنیو د وتلي څېرې یما سیاوش په ګډون د افغانستان بانک درې کارکوونکو ژوند له لاسه ورکړ او باید حکومت خپلې دفاعي او امنیتي ستراتیژۍ کې ګټور بدلون راوړي او استخباراتي کمزورتیاوې حل کړي.

د جرګې لومړي نایب اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مواردو د لیږد ترڅنګ وویل، د پارک سینما یو تاریخي اثر نه بلکې فرهنګي او هنري ځای وو او هیله ده چې د بیارغاونې په برخه کې یې د ولسمشر د لومړي مرستیال په ګډون مسئول ارګانونه د خپلو  وعدو سره سم عمل وکړي، او هم یې څرګنده کړه چې نباید یو شمېر هېوادوال په دې برخه کې د ښاروالۍ پروګرامونو ته د پاملرنې پرته مزاحمتونه رامنځ ته کړي.

د غونډې بله برخه کې د مشرانوجرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزي واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال د نړېدو او د یاد دیوال د بیا رغاونې په اړه خپل رپوټ وړاندې او ویې ویل چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت د احاطوي دیوال بیا رغاونه کې یو میلیون او اته سوه زره امریکایی ډالر لګول شوي دي، چې یاد کمېسیون د د خپلو ناستو په ترڅ کې چې د بهرنیو چارو وزارت مسئولانو، د رسنیو استازو او د پژواک خبري آژانس مسئول سره یې درلوده یاده موضوع وڅېړله.

له دې وروسته د قضیې د روڼتیا په موخه انجنیر کلیمزي د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته ولاړ او د دیوال د رغاونې کار څخه یې څارنه وکړه او هم یې واشنګټن کې د افغانستان سفارت سفیر او کارکوونکو سره ناستې وکړی او په دې جریان کې ترلاسه شول چې قرارداد د CADCON شرکت سره امریکا کې د افغانستان سفیر رویا رحماني لخوا لاسلیک شوی دی او  قرارداد قانوني ستونزې درلودې او د سفارت د دیوال او موټرو د تم ځای رغاونه باندې یو  میلیون او اته سوه زره امریکایی ډالره لګول شوي وو چې د کار ارزښت یې ډېر کم وو.

انجنیر حسیب الله کلیمزي زیاته کړه، د کمېسیون د محاسبې او معلوماتو او هغې دوسیې ته په کتو چې په څلور سوه پاڼو کې ترتیب شوې ده ولیدل شول چې یادې پروژه کې د پام وړ پیسې یعنې شپیته سلنه یې حیف و میل شوي.

20-Aqrab99-JAL3.JPG

نوموړي له نننۍ عمومي غونډې وغوښتل چې د جمهور رئيس ستر سلاکار ډاکټر شادمحمدڅرګند،امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني، د مالیې وزارت پخوانی سلاکار یما نظام، د DLA Piper کمپنۍ، د پروژې د تدارکاتو برخې د ارزونې کمېټې غړي او د پروژې سرپرست میر حارث انصاري چې دا ټول مسؤلین د پيسو انتقال،ټولو کمېټو، د قراردادونو انتخاب، د پروژې د مدیر ټاکلو او د تدارکاتو بهیر کې یې مهم رول درلود د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته وپيژني، شي او ژمنه یې وکړه چې د فساد په تړاو چمتو شوې دوسیه به جمهوري ریاست ته ولیږي او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته به هم اطلاع ورکړي.

د رپوټ د وړاندې کولو وروسته د غونډې رئیس محمدعلم ایزدیار د مجلس نایب منشي او نړیوالو چارو کمېسیون ته دنده وکړه چې یاده موضوع دې لویې څارنوالۍ سره له نږدې تعقیب او وڅاري.

د یوبل خبر له مخې د سهیل مهمند خصوصي لېسې یو شمېر زده کوونکو د مشرانوجرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د روزنیزو پروګرامونو په چوکاټ کې د دې جرګې د عمومي غونډې بهیر او د ملي شورا نورو برخو څخه لیدنه وکړه چې د تقنیني، عدلي او قضایی چارو کمېسیون د رئیس مولوي غلام محی الدین منصف له خوا ورته د پارلماني مسایلو اړوند معلومات ورکړل شول.

20-Aqrab99-JAL4.JPG