د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر
د ۱۳۹۹ کال د لړم ۱۷ مه
د هېواد د وتلي خبریال یما سیاووش د وژنې په نسبت د ملي شورا دمشرانوجرګې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام:

د ملي شورا مشرانوجرګې په ژورې خواشینۍ سره خبر حاصل کړ چې د هېواد نوموتی ځوان او د رسنیو وتلې څېره یماسیاووش د خپلو دوو همکارانو سره یوځای ، نن سهار د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله د کابل ښار څلورم مکروریانو کې په شهادت ورسېد.
انالله و انا الیه راجعون
مشرانوجرګه په رسنیو او د رسنیو په کارکوونکو بریدونه د ټولو ملي او نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکر کې ګڼي او د وېره اچوونکو دا ډول کړنې په کلکو ټکو غندي او محکوموي یې.
مشرانوجرګه په داسې حال کې چې خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب د یما سیاووش کورنۍ، د ټولیزو رسنیو کارکوونکو او ټولو هېوادوالو سره شریکوي د حکومتي مسئولو بنسټونو په جدي توګه غوښتنه کوي چې د یادې خونړۍ پېښې او نورو هدفي وژنو عاملین او طرحه کوونکې دې وپیژني او مجازات دي کړي، او هم څرګندوي چې د دې خاورې قسم خوړلي او ناوړه دښمنان دې پوه شي چې هیڅکله د رسنیزو څېرو په فزیکي لیرې کولو او ترور سره نه شي کولای هېواد کې د عدالت غوښتنې او آزادۍ غږ ټپ کړي.
فضل هادي مسلم یار
د ملي شورا دمشرانوجرګې رئيس