د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د لړم دیارلسمه نېټه
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په
مشرۍ د دې جرګې د سه شنبې ورځې غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت
سرپرست د کورنیو بیځایه شویو د وضعیت او د یاد وزارت د کاري برخو په اړه ځوابونه
وړاندې کړل.

خو د غونډې پيل کې د مجلس رئيس او غړو کابل پوهنتون کې
پرونۍ تروریستي ناوړه پېښه په کلکو ټکو وغندله او یاد عمل یې جنګي جنایت او د
هېواد خلکو، علم او پوهې سره د دښمني وروستې حد، خواشینوونکې او ستره غمیزه یاده
کړه او وویل افغانان له دې زیات د خونړیو پېښو او د ځوانانو د وژل کېدو زغم نلري
او له یاد حالته متاثر او ستړي شوي دي چې باید حکومت د افغانستان ولسونو د ښکاره
دښمنانو د ظلمونو څخه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ته شکایت
وکړي.
سناتورانو په داسې حال کې چې ځان د شهیدانو او ټپیانو د
کورنیو په غم او خفګان کې شریک وباله او د کلام الله مجید په تلاوت سره یې د
شهیدانو روحونو ته دعا وکړه اوهم یې د ملي ماتم د اعلان په موخه څو شیبې سکوت
اختیار او د یاد خونړي برید او د کوثردانش
کورس د تروریستي پېښې د طراحانو د نیولو او محاکمې غوښتونه وکړه.
سناتورانو سره له دې چې د امنیت د ټینګښت په موخه کابل
ښار کې د وروستیو اقداماتو څخه قدرداني څرګندوله، د کابل پوهنتون د پېښې مهارولو
کې د استخباراتي او کشفي بنسټونو پرضعف یې نیوکه وکړه او ټینګار یې وو چې د ټولو عواملو
ترڅنګ باید د دښمن څخه مشخص تعریف وشي او اداري او اخلاقي قساد سره لازمه مبارزه
وشي.
آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو طالبانو سره د هوکړې
د لاسلیک په ګډون د افغانستان د سولې بهیر کې د خلیلزاد د کړنو څخه په نیوکې سره
وویل، داسې خبرونه شته چې قطر کې د طالبانو ډله سولې ته تمایل نه لري بلکې د
تاوتریخوالي د زیاتوالي په کوښښ کې ده او اړتیا شته چې په دې اړه هېواد کې یوه ملي
اجماع رامنځته او د ټولو ترهګریزو ډلو پر وړاندې ملي پاڅون وشي.
سناتورانو ددې ترڅنګ چې د هېواد د وسله وال پوځ له
سرښندنو او اتلولیو څخه يه نیکۍ یادونه کوله وویل، په دې وروستیو کې د سرحدي اومې لوا
قوماندان برید جنرال عبدالودود نجرابي او جنرال حبیب اندرابي د دښمن له خوا شهیدان
شوي او د د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان ډګر جنرال فرید احمدي او د کاپيسا
امنیه قوماندان مل پاسوال فرید مشعل دښمن سره په جګړه کې ټپیان شوي چې دا ټولې
قربانۍ د یادو اتلانو ژمنې او هېواد پالنه په ډاګه کوي، همدا راز ځینو سناتورانو د
هېواد د وسله وال پوځ لیکو څخه د باتجربه او مسلکي یو شمېر افسرانو بی وخته تقاعد
په اوسنیو شرایو کې نامناسب یاد کړ او یاده پرېکړه یې د هېواد بېلا بېلو برخو کې د
جګړو د زیاتوالي سبب وباله.

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئیس فضل
هادي مسلم یار یوځل بیا د کابل پوهنتون پېښه دردونکې او د غندلو وړ وګڼله او د
افغانستان د شخړې یواځینۍ او وروستۍ حل لاریې د سولې ټینګښت او د تلپاتې اوربند پلي
کېدل وبلل او څرګنده یې کړه که چیرې څوک نه غواړي په دې خاوره کې امن راشي دولت او
خلک یې باید پر وړاندې ودریږي.
د مجلس رئیس د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د وروستیو پېښو
څخه په یادونې سره وویل، د هېواد وسله وال پوځ د دې خاورې د دښمنانو پر وړاندې
ولاړ دی او د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي چې هڅې یې د قدر وړ دي خو هیله ده چې
ولسمشر او ټول مسئولان د کشفي او استخباراتي برخو په پياوړي کېدو کې جدي او لازم
اقدامات وکړي.
د غونډې بله برخه کې سناتورانو رحیمې جامي او مولوي غلام
محۍ الدین منصف او د جرګې نورو غړو د هلمند، بدخشان، زابل، ارزګان، کندهار
ولایتونو د کورنیو بیځایه شویو ستونرو ته رسیدګي، د کډوالو د وضعیت او دوی سره د
یو شمېر هېوادونو له خوا دوه ګونی چلند، د کډوالو ښارګوټو د کار، د ایراني ځواکونو
له خوا د هېوادوالو سیند ته د غورځولو موضوع او یاد هېواد کې د کډوالو موټر د
سوځېدو او د بهرنیو مرستو د څرنګوالي په اړه یو لړ پوښتنې د کډوالو او بیرته
راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست نور رحمن اخلاقي څخه مطرح کړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې
وویل، د شپږ نیم میلیونه افغان کډوالو څخه اتیا سلنه یې پاکستان او ایران کې او
پاتې یې اویاو نورو هېوادونو کې میشت دي او پاکستاني چارواکو سره ناسته کې ټینګار
شوی چې کډوالو له پاره د اقامې مدرک د وېش پروګرام بیا پیل کړي چې د دوی له خوا د
همکارۍ ډاډ راکړل شوی او هم ایران کې د بی اسنادو کډوالو له پاره د پيژندپاڼو او
پاسپورت د ویش بهیر پيل شوې او هڅه کیږي چې یاد بهیر چټک شي خو له هوایي لارو د
مسافرت محدودیت، د موټر چلولو جواز نه ورکړه او د کډوالو د شتمنیو نه ثبتول ایران
او پاکستان کې هغه ستونزې دي چې د حل په موخه یې هڅې روانې دي.
نور رحمن اخلاقي زیاته
کړه، هغه هوکړه لیک چې د اروپایي هېوادونو سره شتون لري په کې ویل شوي چې د کډوالو
د اجباري شړلو دی مخنیوی او بیرته راتګ دي په خوښه ترسره شي، له بلې خوا هند،
ترکیې او یونان کې میشت افغان کډوال هم له ستونزو سره مخ دي چې د دیپلوماتیکو لارو
یې د حل په تړاو اقدامات روان دي.

د کډوالو چارو وزارت
سرپرست وزیر وویل د یاد وزارت رول پالیسي جوړونه ، څارنیز او همغږی کوونکې دی او د
بهرنیو مرستندویو موسسو سره په نږدې همکارۍ کورنیو بیځایه شویو ته د مرستو رسولو لپاره
کار کوي خو تشکیل او بودجه یې کافي نه ده او نه شي کولای په لازمه توګه ټولو چارو
ته رسیدګي وکړي، نوموړي زیاته کړه چې په تیرو دریو کلونو کې د شته شمېرو پر بنسټ
نږدې ۵۰۰ زره کورني بیځایه شوي شتون لري چې یو شمېر یې بیا ځلي خپلو کورونو کې
میشت شوي او له دې جملې ۷۲۵۰ کورنۍ چې هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو پر بنسټ
بیځایه شوي ۱۶ سوو ته یې مرستې برابرې شوي او ۲زره نور یې سروې لاندې دي، د دې
سربېره د وزارت بل پروګرام د کډوالو ښارګوټو معیاری کول دي چې د دوه شپیته ښارګوټو
څخه یې پنځه ویشت فعال دي.
د ناستې بله برخه کې د
مشرانوجرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار تاجیکستان څخه د خپل سفر او سیمه ییز
کنفرانس کې د خپل ګډون څخه چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د افغانستان د
سولې بهیر د څرنګوالي، د دوحې ناستې، اداری فساد او دې سره د مقابلې لارو په اړه
جوړ شوی وو، رپوټ وړاندې او وویل یاده ناسته چې د سیمه ییزې سولې موسسې له خوا د
افغانستان، پاکستان او چین د سیاسي شخصیتونو او نظر خاوندانو ترمنځ جوړه شوې وه او
د یادو پورته مواردو اړوند مفصل بحثونه وشول.
لومړي نایب زیاته کړه
هغو کتنو کې چې د هېواد د یو شمېر زدکړیالانو سره چې د تاجیکستان بېلا بېلو
پوهنتونونو کې په زدکړو بوخت دي، چې په کې د یوې میاشتې له پاره د شپیته ډالره مدد
معاش د کمښت، د تاجیکستان حکومت له خوا یوه کال کې د څلورو تحصیلی ویزو د ورکړې، د
ممتازو زدکړیالانو نه هڅونه چې د لوړو نمرو په لرلو سره په وړیا توګه ماسټرۍ کې منل شوي، په پښتو او دری
ژبو د طبی پوهنتونونو د فارغانو څخه د آزموینې اخیستل په داسی حال کې چې د طب
درسونو معیاري ژبه انګلیسي ده د یادو محصلانو ستونزې په ګوته شوي.

همدا راز لومړي نایب
تاجیکستان کې میشت د افغانستان سفیر ډګر جنرال محمد ظاهر اغبر سره د خپلې لیدنې
یادونه وکړه او ویې ویل، په دې لیدنه کې چې د سفارت یو شمېر دیپلوماتانو او
کارکوونکو حضور درلود د دوو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د څرنګوالي او اړیکو د
ټینګښت او ځینو نورو مواردو اړوند بحثونه وشول.
د رپوټ وړاندې کولو وروسته
د مجلس رئيس اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې مطرح شوې ستونزې دې وڅيړي او د
حل لپاره دې اقدام وکړي.
همدا راز نننۍ ناسته کې
د دولتي شرکتونو قانون اړوند د جمهور رئيس ۳۲۲ ګڼه تقنیني فرمان معرفي او د طی
مراحلو د پوره کېدو په موخه د مشرانوجرګې کمېسیونونو ته ولیږل شو.