اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم يولسمه

د کابل ښار د ځينو ناحيو وکيلانو نن غرمه خپلې سيمه ييزې ستونزې د مشرانو جرګې دويم نايب محمد اکبر ستانکزي سره شريکې کړې.

11-Aqrab99-MUL1.JPG

ناسته کې د کابل ښار د شپږمې، نهمې او شپاړسمې ناحيو وکيلانو د قلعه زمان خان سړک د پروژې د کاري پڅ بهیر، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر پورې د يکه توت سړک د غير معياري والي او شپاړسمه ناحیه کې د ځوانانو لپاره د ورزشي ځاي د نشتوالي په ګډون خپلې يو لړ سيمه ييزې ستونزې مطرح کړې او زياته يې کړه چې ځينې کسان د نهمې ناحيې ساحو کې لسګونه د فضوله موادو ټانکرونه د کابل سيند په اوږدو کې تشوي او د يادې سيمې چاپېريال يې ککړ کړی، همدارنګه دوي د سيمې اوسېدونکو سره د شپاړسمی حوزې د امر د نامناسب چلند او ځينو نورو ستونزو څخه يادونه وکړه او په يادو برخو کې د مشرانو جرګې د دويم نايب د همکارۍ غوښتونکي شول.

ورپسې د مشرانو جرګې دويم نايب د مسئولانو د کم کاريو او حکومتي ادارو کې د فساد د شتون په تائيد سره ډاډ ورکړ چې ياد موارد به د اړوندو کمېسيونونو له لارې اړوندو مسوولينو سره شريکې او په جدي توګه به يې څېړنه وکړي