دمشرانوجرګې
مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د
لړم ۱۱مه نېته
د
مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې عمومي ناسته کې
د یوه عنوان تقنیني فرمان د تصویب سربېره، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر
د کمېدو او وتلو، په اړه اعلامیه صادره شوه.

اداري فساد
سره د مبارزې قانون په اړه د ولسمشر۳۲۷مه ګڼه تقنیني فرمان چې د مشرانوجرګې
کمیسیونونوکې مطالعه شوی و، د تقنیني،عدلي اوقضايي چارو کمیسیون د رئیس او غړولخوا
وړاندې او تصویب شو.
همدارازناسته کې، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو او وتلو او نظامي
تجهیزاتو د لېږد د څرنګوالي او د امریکايي پوځیانو له لوري د خپلو تاسیساتو د
ورانولو، په اړه د مشرانوجرګې اعلامیه د جرګې د منشیانو صالح محمد لالاګل او
ډاکټرمحمدفیصل سمیع له لورې ترلوستلو وروسته د غړولخوا تایید شوه.
آزادو بحثونو
کې سناتورانو یوار بیا د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له لورې، حضرت محمد(ص) ته د
منسوب کاریکاتور د خپرېدو څخه ملاتړ په شدت وغانده او هغه یې غیرمنطقي عمل ، د
بشري حقونو سره په ټکر او د بیان آزادۍ او دیموکراسۍ د ارزښتونو څخه ناسم تعبیر
وباله او څرګنده یې کړه تمه ده چې د ټولې نړۍ مسلمانان په فرانسې لازم، فرهنګي،
ټولنیز،اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي ترڅو یاد هېواد له دې ناوړه او اسلام ضد
عمل څخه بښنه وغواړي.
ناسته کې د
جګړو د ډیروالي او د قندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو د ځینو ولسوالیوڅخه د
زرګونو کورنیو بیځایه کېدو څخه اندېښنه څرګنده او وویل شول، چې مسؤل ارګانونو دې د
دښمن د شتون څخه د سیمو د تصفیه کېدو سربېره ، کورنیو بیځایه شویو ته لازمې مرستې
ورسوي.
سناتورانو
سره له دې چې د سولې ټینګښت یو اساسي لومړیتوب یاد کړ خو د قطر د خبرو اترو بهیر د
اوږدیدو څخه یې نارضایتي وکړه او وویل هېوادوال د جګړو او وینو تویدوڅخه ستړي دي
او باید د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکرتي ټیم او طالبانو ډلې پلاوی د
جګړې د پای لپاره اوربند ته غاړه کیږدي.
غونډه کې
څرګنده شوه چې یوشمېرهېوادونه د هوايي شرکتونو سره په همغږۍ مسافرین اړباسي چې د
کرونا ناروغۍ معاینات دې په مشخصو روغتونونو کې ترسره کړي چې دا کار د قوانینو
خلاف او نورو روغتونونو ته د زیان رسول دي او باید مربوطه ادارې یې مخه ونیسي.

سناتورانو د
علمي څېرې او د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې دسنامجلس د غړې پوهاندې محبوبې حقوقمل
وفات د هېواد عملي او اکادميکې ټولنې ته یوه ضایعه وبلله او د نوموړې د کورنۍ سره
یې د غمرازۍ څرګندولو ترڅنګ د لوی رب له درباره ورته د فردوس جنت غوښتنه وکړه.
پاکستان ته د
سفر پرمهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست د لاسته راوړنوڅخه یاد آوري، د
کورنیوچارو وزارت لخوا د کمیسارانو په مقرریو کې د فساد د شتون څخه اندېښنه،
کورنیوبیځایه شویو ته د ولسمشر لخوا د ځانګړې پاملرنې غوښتنه او هلمند ولایت ته
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر د سفر څخه قدرداني، د علمای کرامو د
امنیت په خوندي کولو ټینګار او ځیني نورمسایل هم په نننۍ ناسته کې د سناتورانو
لخوا مطرح شول.
د آزادو
بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د جګړو د ډیروالي او په
قندهار،ارزګان او هلمند ولایتونو کې د ناامنیو څخه د اندېښنې ترڅنګ یې د
مسلحوځواکونو دهڅو او کوښښونو څخه د ملاتړ ترڅنګ له ولسونو وغوښتل چې د امنیتي او
دفاعي ځواکونو ترڅنګ دې په مشترکه توګه د دښمن په وړاندې مبارزه وکړي، همدارازیې د
جرګې دوېم نایب او د دفاعي چارو او کورني امنیت کمیسیون ته دنده ورکړه چې امنیتي
او دفاعي سکتور په خاصه توګه کورنیوچارو وزارت کې شته ستونزې دې وڅېړي او د خپلو
کړنو څخه دې مجلس ته راپور ورکړي.همدارازیې له حکومته وغوښتل چې د کورنیو بیځایه
شویو ستونزو ته چې د جګړو له امله له خپلو کورنو بیځایه شوي لازمه رسیدګي وکړي.
د مشرانوجرګې
رئیس د کابل پوهنتون د استادې او د ملي شورا پنځلسمه دوره کې د سنامجلس دغړې
پوهاندې محبوبې حقوقمل دوفات له امله د هغې کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ووایه، او
له نوموړې یې د هېواد د بهترین کادر په توګه چې توانېدلې ده دقانون جوړونې په برخه
کې له ځانه نه هېرېدونکې کارنامې پریږدي، یادونه وکړه .
فضل هادي
مسلم یار د اسلام د سترپیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) شان ته د فرانسې د ولسمشر له
لورې د سپکاوي په اړه وویل: اسلام د سولې، عدالت او برابرۍ دین دی او مسلمانان
ټولو انبیاو ته درناوی لري او هغوی د خپل ایمان یوه برخه ګڼي او له شک پرته چې
حضرت محمد (ص) وروستی پیغمبردی ، او دمسلمانانو غوښتنه د نورو ادیانو په خاصه توګه
د حضرت عیسی (ع) له پیروانو داده چې د مسلمانانو پیغمبرته دې د خپل دین د لارښونو
مطابق احترام ولري، ځکه مسلمانان هېڅ دین ته بې حرمتي نکوي او نوروته به هم د دې
کار اجازه ورنکړي.

د سنامجلس
رئیس زیاته کړه: د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب مې د فرانسې د ولسمشر په
ګډون د نړۍ ټولو مطرحو سیاسي څېروته پیغام دادی چې د سوله ایز او ګډ ژوند لپاره دې
اقدام وکړي او د مسلمانانو مقدساتو ته دې د سپکاوي څخه لاس واخلي له دې پرته به یې
هېوادونه له بدو عواقبو سره مخ شي چې همدا سیاسیون به یې مسؤلیت په غاړه لري.
د یوبل خبرله
مخې د نخبګان شهرخصوصي لیسې یوشمېرشاګردانو ، د مشرانوجرګې د عمومي ناستې له
بهیره او دملي شورا له مختلفو برخو څخه دیدن وکړ.
دا کتنه چې د
مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د زدکړه نیزو
پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شو، سناتورانو مولوي غلام محی الدین منصف او آمنه
افضلي، او د دارالانشاء د لوی ریاست د پارلماني چارو او مسلکي مرستیال تیمورشاه
قویم، شاګردانو سره وکتل او د قوانینو د تصویب د څرنګوالي او ځینو نورو مواردو په
اړه یې هغوی سره معلومات شریک کړل.
