اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د لړم شپږمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د سه شنبې ورځې غونډه کې د بامیانو ولایت څخه د شکایتونو اورېدو کمېسیون د پلاوي د رپوټ د اورېدو سربېره د هېواد د روانو مسایلو اړوند بحثونه وشول.

6-Aqrab99-JAL1.JPG

غونډه کې یو شمېر سناتورانو د ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په اړه تند غبرګون وښود او وویل: نوموړي د پاکستان د سفر وروسته د یاد هېواد د پوځ په نیابت د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د غیر قانوني او تکراري غوښتنو سربېره ویلي هیڅ پاکستانې وګړی د هلمند جګړه کې حضور نه لري.

سناتورانو د حکمتیار د یادو څرګندونو څخه خواشیني او تعجب څرګند او زیاته کړه پاکستان د څو لسیزو په اوږدو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړی او کره اسناد شتون لري چې د پاکستان زرګونه وګړي د افغانستان په جګړو او ورانولو کې ښکېل دي او حکومت باید د یادو څرګندونو په نسبت حکمتیار تر قانوني څار لاندې ونیسي، او هم د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی چې له هېواده بهر د سیاسیونو د سفرونو اړوند چې د حکومت د همغږۍ او موجه دلایلو پرته ترسره کیږي، مشرانوجرګې ته ځواب ووایی.

سناتورانو همداراز د پټو او ښکاره جاسوسانو څخه د مشخص تعریف په نشتون نیوکه درلوده او ټینګار یې وو چې د ملي امنیت لوی ریاست  د بهرنیو جاسوسانو د فعالیت د مخنیوي او پيژندنې په اړه سنامجلس سره ملعومات شریک کړي.

غونډه کې یو شمېر سناتورانو د پلیو لارو د پرانیستو په موخه د کابل ښاروالۍ اقدام څخه په هرکلي سره وویل، د لویې جرګې تالار کې د ناستو د جوړېدو څخه د رامنځته کېدونکي بی حده ګڼې ګوڼې هېوادوالو ناراضه او په تکلیف کړي او باید یې حکومت بدیله لار وپلټي او خلک له دې حالته وژغوري ځکه هرې ناسته کې چې په یاد تالار کې جوړیږي د زده کوونکو، زدکړیالانو، ناروغانو، حکومتي کارکوونکو او کسبه کارانو په ګډون زرګونه کسان نه شي کولای په خپل وخت چارو ته رسیدګي وکړي.

د جرګې غړو زیاته کړه وروستیو جګړو کې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بیځایه شوي چې باید وضعیت او حالت ته یې رسیدګي وشي او هم ټینګار پدې و چې هلمند کې امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د اعاشوي او نورو اړتیاو له پلوه سمبال شي ځکه د آزادۍ د لاري د دغو مبارزینو یو شمېر بیزونه د دښمن ګواښونو لاندې دي او ترڅنګ یې د هلمند وضعیت په تړاو وویل شول چې د وسله والو ځواکونو چوکاټ څخه بهر د قطعاتو جوړول د امنیتي وضعیت ښه والي کې ګټور نه شي تمامیدی.

6-Aqrab99-JAL2.JPG

د مجلس غړو خوست ولایت کې د نن سهار برید په غندلو سره د قطر سولې خبرو اترو کې د طالبانو ډلې د وخت ضایع کولو او د هېواد بېلا بېلو برخو کې د جګړو په زیاتېدو نیوکه وکړه حتي ځینې سناتوران په دې باور وو چې باید د دولت لوري پلاوی د اعتراض په توګه د قطر ناسته ترک کړي ترڅو نړیواله ټولنه د طالبانو ډلې باندې فشار راوړي چې له غیر قانوني غوښتنو ډډه وکړي او اوربند ته غاړه کیږدي.

 سناتورانو وویل د ژمي موسم نږدې دی باید د هوا ککړتیا څخه د مخنیوی په موخه مسئول بنسټونه سره له اوسه منظم پلانونه طرح او پلي کړي ځکه د هوا ککړتیا د نورو ناروغیو سربېره د کرونا ویروس خپرېدو ته زمینه برابروي.

غونډه کې یو شمېر سناتورانو د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتور د خپرېدو اړوند د فرانسې د جمهور رئیس امانویل ماکرون څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې او په یادې برخه کې د مطبوعاتي اعلامیې د خپرېدو ترڅنګ د حکومت او د هېواد د علماو شورا په پټه خوله پاتې کېدو یې نیوکه وکړه.

هندوستان او یونان کې د افغان کډوالو ستونزې چې د سناتورانو د نظریو یوه برخه یې جوړوله ټینګار وشو چې د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړې توګه یادو هېوادونو کې میشت د افغانستان سفارتونه دې ورته لازمه پاملرنه وکړي.

نننۍ غونډې ته د اوسپنې پټلۍ قانون د ځینو موادو د تعدیل او حذف اړوند ۳۵۳ ګڼه تقنیني فرمان هم معرفي او د اجرااتو په موخه اړوند کمېسیون ته دنده ورکړل شوه.

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار خوست ولایت کې د نننۍ چاودنې د غندلو ترڅنګ د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

فضل هادي مسلم یار د ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په تړاو وویل: تیرو دوو لسیزو کې د پاکستان زرګونه وګړو چې د افغانستان په جګړو کې مخامخ ښکېل وو وژل شوي او یاهم اسیران شوي چې د ترهګرو څخه د پاکستان ښکاره ملاتړ څرګندوي او د یاد هېواد رسنۍ هم تل د پاکستانيو وژل شویو څخه رپوټونه خپروي چې دا خپله هم د همدې مطلب حقیقت روښانه کوي.

د مجلس رئيس له سیاسیونو وغوښتل چې د هېواد لوړې ګټې په پام کې ونیسي او خپلې شخصي اړیکې چې له هر سازمان، ډلې یا هېوادونو سره یې لري ترک او د خپلو امنیتی زړه ورو ځواکونو بی سارو قربانیو ته دې درناوی ولري، ځکه همدا د وطن او د نظام ساتونکي دي چې د سیاسیونو د امنیت مسئولیت یې هم په غاړه دی.

فضل هادي مسلم یار یوځل بیا له حکومت او خلکو وغوښتل چې د کمال خان بند په ګډون د هېواد د تاسیساتو څخه د ساتنې او امنیت له پاره چې د هېواد د اقتصادي پرمختیا سبب ګرځي په ګډه کار وکړي.

همدا راز یې ټینګار وکړ چې ټول لوري دې د یووالي له پاره کار وکړي ځکه دا چاره د هېواد په ګټه ده او زیاته یې کړه، نباید ځینې څېرې د خپل څو ورځني آرام ژوند او د پردیو په لمسون د هېواد او خلکو راتلونکې خطر سره مخ کړي او باید د ذلت او جاسوسي حالت څخه بهر او عزت لار غوره کړي له دې پرته به تاریخ کې د نفرت ډکو څېرو په نامه ثبت شي.

6-Aqrab99-JAL3.JPG

د مشرانوجرګې رئيس زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې ستونزې موجودې دي خو د نظام او هېواد د بقا له پاره باید د خپل نظام ترڅنګ ودریږو او د سولې په موخه ګډ اقدام وکړو.

د غونډې پای کې سناتور ګل احمد اعظمي د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د پلاوی رپوټ چې د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ بامیانو ته تللی وو، وړاندي کړ.

نوموړي وویل په دې لیدنو کې مو هڅه وکړه ترڅو هغه ستونزې چې د والي او د بامیانو د ولایتي شورا ترمنځ رامنځه شوي حل شي خو ولایتي شورا په دې برخه کې همکاري ونه کړه

6-Aqrab99-JAL4.JPG

 او د بامیانو والي ژمنه وکړه چې د وکیلانو قناعت به حاصل کړي او زیاته یې کړه چې د یاد سفر په لړ کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب د عمومي رئيس په ملګرتیا د بامیان د عامې روغتیا رئيس څخه راغلي شکایت ته هم درسیدګۍ لپاره کار وشو او هم د بامیانو د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو او ځینو نورو سیمه ییزو ستونزو ته رسیدګي وشوه، او ټاکل شوې هغه نیمګړتیاوې چې د بامیانو پوهنتون کې وی یوې غونډه کې د لوړو زدکړو وزارت چارواکو سره تعقیب شي.

6-Aqrab99-JAL5.JPG