اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹کال د لړم څلورمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې غونډه کې ۳۰۸مه ګڼه تقنیني فرمان تصویب او د دوحې مذاکراتو د کړکیچ په تړاو د مشرانوجرګې اعلامیه تائید شوه.

د جزایی اجرااتو قانون د ۳۵۰مې مادې د ډېرښت اړوند ۳۰۸مه ګڼه تقنیني فرمان چې د جرګې کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون د رئيس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او تصویب شو.

4-Aqrab99-JAL1.JPG

دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د استازو او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوحې خبرو اترو د کړکیچ په تړاو د مشرانوجرګې اعلامیه ولوستل شوه، اعلامیه کې چې د خبرو اترو د پڅ بهیر او د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي نیوکه شوې ، د مجلس د غړو له خوا د یادې اعلامیې د تائید وروسته خپره شوه.

د غونډې آزادو بحثونو کې سناتورانو د دښمن د بریدونو په وړاندې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو او لاسته راوړنو څخه په ملاتړ سره وویل، سره له دې چې دوحه کې د سولې خبرې رواني دي خو د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د طالبانو له خوا جګړو شدت اخیستی او دپوځي او ملکي افرادو د تلفاتو سبب شوي، چې یواځي کابل ښار کې د کوثردانش په ښونیزمرکز پرونۍ تروریستي پېښه کې لسګونه زدکړیالان او ماشومان شهیدان او ټپیان شول.

سناتورانو د دا ډول تروریستی اعمالو په غندلو سره له حکومته وغوښتل چې د دغه وضعیت د مهارولو په موخه دي د خلکو د امنیت له پاره ګټور او جامع تدابیر پلي کړي او هم یې وویل چې د افغان وسله وال پوځ له خوا غزني کې د القاعده شبکې د دویم کس وژل دا څرګندوي چې طالب ډله امریکا سره د ژمنو خلاف، اوس هم د القاعدې او نورو ترهګروشبکو سره نږدې اړیکې لري.

د جرګې غړو ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا باید د افغانستان سولې بهیر پر وړاندې بی تفاوتي اختیار نکړي بلکې د طالبانو پر ملاتړو دې فشار راوړي چې یاده ډله اوربند ته غاړه کیږدي.

سناتورانو په داسې حال کې چې هېواد کې د وروستیو تلفاتو په اړه خبرې کولې، وویل د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه والي په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستیال طرحو څخه ملاتړ څرګند او وویل باید پلازمېنه کې د امنیتي ستونزو څخه د وتو له پاره لا زیاتې هڅې و شي.

غونډه کې یو شمېر غړو وویل، په دې وروستیو کې ځیني سیاسیون د سولې خبرو په تړاو ګاونډیو او دسیمې هېوادونو ته سفر کوي چې یاد کار به د سولې په بهیر کې ستونزې جوړې کړي اوس اړتیا ده چې په دې تړاو ملي اجماع رامنځته ترڅو د سولې په برخه کې له یوه مشخص آدرس څخه واحد دریځ ونیول شي.

4-Aqrab99-JAL2.JPG

کابل ښار کې د لارو د بندښت ستونزې او ترافیکي بی حده ګڼه ګوڼه یو له هغو مسایلو وه چې د سناتورانو له خوا په بحثونو کې مطرح او څرګنده شوه چې د ښار بېلا بېلو واټونو کې د لارو بندښت د ښاریانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی، او هم وویل شول  چې د جلال آباد ښار کې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو په موخه د پاسپورت د تحویلۍ په وخت د ګڼې ګوڼې له امله د لسو زیاتې میرمنې د پښو لاندې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او یو شمېر ټپیاني شوي هم دي او یادې پېښه کې افغاني پاسپورتونو سره د پاکستان قنسلګرۍ له خوا بی احترامي شوېده. د سنامجلس ځینو غړو په یوشمېر نوماند وزیرانو نیوکه درلوده چې  یاد افراد مخکې له دې چې له ولسي جرګې د باور رایه واخلي په غیر قانوني قراردادونو او مقرریو یې لاس پورې کړی چې باید مخنیوی یې و شي.

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار پاکستان ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رئیس او د ولسي جرګې د رئيس د سفرونو اړوند وویل: یاد سفرونه په رسمي توګه ترسره شوي او دوی په دې خبرو کې د هېواد تر بیرغ لاندې د خپلو خلکو څخه استازولي کړي ده.

د مشرانوجرګې رئيس د تخار، غزني، نیمروز، بغلان وروستۍ پېښې او د کابل د پروني ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ خپل د خواشینۍ مراتب د پوځي او ملکي شهیدانو کورنیو سره شریک او ټینګار وکړ چې د هېواد امنیتي او دفاعي ادارې باید د دښمن د خوځښتونو د مهارولو په موخه ګټور او لا زیات اقدامات ترسره کړي.

مسلم یار تخار کې د امنیتی ځواکونو تلفات د پوښتنې وړ یاد کړل او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت دې په دې تړاو څېړنې ترسره او یادو ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو د څرنګوالي اړوند دې معلومات خلکو سره شریک کړي، همدا راز یې د کوثر دانش روزنیز مرکز د زدکړیالانو شهادت او ټپي کیدل د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه یاده او وویل چې د افغانستان د علم او پرمختګ دښمن د دا ډول بشري ضد جنایت په ترسره کولو سره یوځل بیا د بشریت تاریخ کې خپله بده څېره ثبت کړه.

د مجلس رئيس د نیمروز ولایت په کمال خان بند برید د یوې بلې شخړي پيل وګڼه او وویل، په خواشینۍ سره څه موده وړاندې د ایران پارلمان د یوه غړي د خبرو ویدیو خپره شوه چې په کې د خپل حکومته غوښتنه کوي ترڅو د کمال خان د اوبو بند د جوړېدو مخه ونیسي، د سنامجلس رئیس څرګنده کړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور او ټول هېوادوال دې د دې ملي پانګې د امنیت د ټینګښت له پاره ځانګړې پاملرنه وکړي او د افغانستان ستراتیژیک دوستان نباید یاده قضیه سطحي وګڼي بلکې د موجودو ژمنو سره سم دې د پردیو د خصمانه فعالیتونو مخه ونیسي، د جرګې رئیس زیاته کړه، د کمال خان بند څخه ساتنه د ټولو هېوادوالو ملي وجیبه ده او د نظام مسئولان باید د عامه تاسیساتو څخه د ساتنې له پاره د خلکو د انسجام او همکاریو له پاره زیاتې هڅې وکړي.

فضل هادي مسلم یار سره له دې چې د طالبانو د ژمنو په ماتولو یې نیوکه وکړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم څخه یې وغوښتل ترڅو په بشپړي حوصلې سره پرمخ ولاړ شي او د سولې خبرې اترې مطلوبې پایلې ته ورسوي.

4-Aqrab99-JAL3.JPG

همدا راز یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبانو سره په خپلو ژمنو له سره غور وکړي ځکه یاده ډله د قطر هوکړې خلاف تاوتریخوالي ډېر کړي او خپلې اړیکې یې له نورو تروریستي ډلو سره نه دې پرې کړي، او زیاته یې کړه طالبانو سره د امریکا د ژمنې له مخې د افغانستان حکومت له ځانه انعطاف وښود او طالب بندیان یې خوشي کړل اوس نوباید یاد هېواد کابل سره د شته امنیتي تړون په پام کې نیولو سره د هېواد د روانو مسایلو پر وړاندې بی تفاوته پاتې نه شي او یا هم د پردي ترشا کومې هوکړې ته ونه رسیږۍ له دې پرته به د دوی خیانت تاریخ کې ثبت او دنړیوالو سره به یې باور لمنځه لاړشي.

په پای کې یې د ځینو سناتورانو د نظریاتو په اړه چې مسلمانانو سره یې د فرانسې حکومت د نامناسب چلند په اړه کړې وې ، وویل چې نباید د نړۍ ځینې هېوادونه داسی اقدمات وکړي چې د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي سبب شي ځکه زموږ اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په غبرګون  کې د فرانسې هېواد واقعه داسې پیغام ورکوي که چیرې د خپل هېواد امنیت او سلامت ته اندېښمن یاست باید د مسلمانانو عقایدو ته د هر راز بی احترامۍ مخه ونیسۍ.