بسم الله الرحمن الرحیم
په دوحه کې د بین الافغاني ناستې په اړه د افغانستان د اسلامي
جمهوري دولت دملي شورا دمشرانو جرګې اعلامیه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دملي شورا مشرانوجرګه د ژور مسوولیت، اسلامي او تاریخي
رسالت د احساس په درلودلو سره چې د هیواد د ځوریدلو خلکو پر وړاندې یې لري، په کره
ډول د افغانستان په جغرافیا کې د سولې، ټیکاو د ټینګښت، د جګړو او وینې توییدنې د
مخنیوي د پروسې څرنګوالی څاري، په دې لاره کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هلې
ځلې چې په پای کې په دوحه کې د خبرو اترو پر میز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت
او د طالبانو ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي پر مخامخ ناستې تمامې شوې، بریالۍ بولي او
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طرحو سره سم چې د خلکو عامه افکار تمثیلوي،
اعلانوي چې:
د دوحې ناسته او د بین الافغاني خبرو اترو پیل د جګړې د ښکیلو لورو او د
افغانستان باغیرته خلکو له پاره یو طلایي چانس دی، نو د افغانستان مشرانو جرګه چې
د خلکو د ارادې ممثله او د هیواد د ملي ګټو مدافع
ده د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو څخه هیله کوي، چې په پوره
صبر، حوصله او زغم سره د اسلامي ورورګلوۍ او یووالي او د یو بل د منلو په فضا کې
جګړې، وینې توییدنې، ورور وژنې چې د افغانستان خلکو ته نور د زغم وړ نه دي، خبرې
اترې پر مخ بوځي او داسې پایلو ته ورسیږي چې د افغانستان ټولو خلکو ته د منلو وړ
وي.
د افغانستان مشرانو جرګه ټینګار کوي چې اوربند باید د خبرو اترو د اجنډا په
سر کې ځای ولري، د اسلام د سپیڅلي دین اوامر، ارزښتونه او اصولو، او محمدي شریعت
دې د خبرو اترو اساس وټاکل شي چې دا د افغانستان د خلکو ډیره پخوانۍ هیله او ارزو
ده. تلپاتې سولې ته د رسیدو په موخه دې په دې خاوره کې د میشتو قومونو، ملیتونو او
اقشارو انساني، اسلامي مدني حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو او د دینی او مذهبی
اقلیتونو په خوندي کولو سره عاقلانه پریکړه وکړي.
هوکړې باید د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اساسي قانون ته د درناوي او په
هیواد کې د اسلامي جمهوریت د ټولنیزو او
سیاسي بنسټونو د پایښت ضمانت وکړي. جمهوري نظام د افغانستان د خلکو د
قهرمانه مبارزو پایله ده او بل هیڅ بدیل نه لري.
د افغانستان مشرانو جرګه اعلان کوي هر هغه هوکړه چې په هغې کې ټول تاریخی
ویاړونو او په ځانګړی ډول د افغانستان د خلکو ۱۹ کلنې دموکراتیکې لاسته راوړنې له
پامه وغورځول شي، د اعتبار وړ نه ده.
د خبرو اترو له دواړو لورو په کلکه غوښتنه کیږي چې خبرې اترې باید یوازې
بین الافغاني وي او هیڅ بهرنی لامل او انګیزه او د پردیو د ځان غوښتنې موخې باید د
خبرو اترو اساس ونه ګرځول شي چې دا چاره په هیواد کې باعزتې سولې، د خلکو نیکمرغۍ
او ارامۍ، خپلواکۍ او ازادۍ او د هیواد پرمختګ ته زیان اړوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان مشرانو جرګه خوشبینه وه چې د قطر په
پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په لاسلیک
کیدو په ځانګړي ډول د بین الافغاني ناستې تر پیلیدو وروسته به په هیواد کې جګړه او
تاوتریخوالی کموالی ومومي، څو خبرې اترې د ښه نیت په فضا کې یوداسې پایلې ته
ورسیږي چې د افغانستان خلک یې هیله لري، خو بدبختانه طالبانو نه یوازې له جګړې او
ترهګرۍ لاس وانخیست بلکه د قطر د هوکړو پرخلاف یې چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته
زور ورکړ، پر لویو ښارونو او د افغانستان پر ټولو ولایتونو یې ډله ییز بریدونه
وکړل، لویې لارې یې وګواښلې، عامه بنسټونه او شتمنۍ یې له منځه یوړې او د خونړیو
تراژیډیو د رامنځته کیدو لامل وګرځيدل او په دې بهیر کې سربیره پر دې چې د جګړې
ښکیلو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، په سلګونو ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي
او په زرګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې او کورني اجباري مهاجرت ته
اړایستل شوې. پر دې سربیره طالبانو د خبرو اترو پر میز د خپلو غیر عملي اصلي سرو لیکو
په اړه هیڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی، ان تر دې چې د دوی دې لجاجت بین الافغاني خبرې
اترې له ځنډ سره مخ کړې چې د دوی دا غیر عاطفي، غیر مسولانه او امتیاز غوښتونکې
کړنې د خلکو، د افغانستان مشرانو جرګې او ان د سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو د ژورې
اندیښنې وړ وګرځیدې.
د افغانستان مشرانو جرګه ددې اعلامیې له لارې طالبانو او د هغوی ملاتړو ته
دا په ګوته کوي چې د جګړې، تاوتریخوالي، ترهګرۍ، چاودنې او ځانمرګو بریدونو دوام د
افغانستان د کشالې حل لاره نه ده او دوی باید پر دې پوه شي چې نور نه دوی او نه هم
کومه بله ډله د تیري، د ټوپک په زور، تاوتریخوالي او ویرې اچونې له لارې د
افغانستان پر خلکو خپله واکمني ټینګه کړي، له دې امله له طالبانو یو ځل بیا غوښتنه
کیږي چې د قطر ژمنو، په هیواد کې سولې او ټیکاو رامنځته کیدو د افغانستان د خلکو
اړتیاوو ته په پاملرنې سره دې په بین الافغاني خبرو اترو کې نرمښت وښيي، څو د
افغانستان خلک چې له کلونو راهیسې د تحمیلي او نیابتي جګړې د سونګ توکي دي، د یوې
تلپاتې او باعزته سولې خاوندان شي. که چیرې طالبان تاوتریخوالي او جګړې ته پای
ورنه کړي او د افغانستان د سولې اړوندو مسایلو پر وړاندې له ځانه نرمښت ونه ښيي،
نو د راتلونکو خطرناکو عواقبو او کړکیچ ته د هیواد د ورټیل وهلو مسوولیت به د دوی
پر غاړه وي.
د افغانستان مشرانو جرګه د هیواد پر دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاړي، هغوی د
افغانستان په جغرافیا کې د نړۍ د خلکو په نیابت په پوره میړانه، شجاعت او قربانۍ د
نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه بوخت دي، ټینګار کیږي چې د افغانستان اسلامي
جمهوري دولت دې په پوره درایت او ځیرکۍ سره د هیواد د وسله وال پوځ د جګړیزو
وړتیاوو په لوړوالی کې هلې ځلې وکړي، څو
هغوی د خدای، وطن او خلکو پر وړاندې خپلې
سپیڅلې دندې په لوړ جګړیز مورال سرته ورسوي.
په پای کې د افغانستان مشرانو جرګه هغو ناوړه حالاتو ته چې د هیواد مظلوم
ولس ورسره مخ دی، په پاملرنې له ټولو مشرانو، سیاسي ګوندونو، علمای کرامو، پوهانو،
مدني ټولنې، ځوانانو، ښځو او په افغانستان کې د میشتو وروڼو قومونو څخه غواړي چې د
یووالي، پیوستون، اتحاد او اتفاق، همپالنې او د یو بل منلو د ټینګښت او رامنځته
کیدو له لارې دې په یوه لیکه ودریږي او له ډله ییزو، قومي، ګوندي او سلیقوي ګټو دې تیر او د هیواد او د خلکو ملي ګټې دې په
پام کې ونیسي، د لوی خدای تعالی په نوم او د هیواد د خلکو د نیکمرغۍ او ارامۍ او
پر ستونزو د بري په نوم دې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، بری مو په یووالي کې دی.
و من الله توفیق