اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۶مه نېټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د رئیسانو د کمیټې ناسته کې د عمومي غونډو د آجنداوو د ټاکلو سربېره، د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس او د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزیر د هېوادوالو د یولړ ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

26-Mizan99-Komita3.JPG

د رئیسانو د کمیټې ناستې پرېکړه وکړه چې د سبا ورځې ناسته کې دې د د دوحې څخه  دجرګې د استازي راپور وړاندې او قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم او طالبانو ترمنځ د ناستو په اړه دې د سنامجلس مجلس اعلامیه ولوستل شي، او په ضمن کې دې د ۱۳۹۹مالي کال د نیمايي کال د بودجې د مسودې او هم دې د ملکي هوايي چلند د قانون په اړه په ۳۵۹مه ګڼه تقنیني فرمان بحثونه وشي. او د تلې د ۲۹مې د سه شنبې ورځې غونډه کې دې لوی څارنوال، د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون رئیسه او د زندانو دتنظیم ادارې مشر دې د کرونا ویروس په جریان کې د ولسمشر د فرمان په اساس د محبوسینو د خوشې د څرنګوالي او هم دې د هغوی د بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړي.

همداراز پرېکړه وشوه چې د لړم د میاشتې د۴مې نېټې ناسته کې دې د آزادو بحثونو ترڅنګ، د جزایی اجرااتو قانون کې د ۳۵۰مې مادې د ډېرښت په اړه په ۳۰۸مه ګڼه تقنیني فرمان کار وشي.

د رئیسانو د کمیټې د ناستې بله برخه کې د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د رئیس څخه  د اساسي قانون مطابق د شاروالیو د ټاکنو، د ولایتي شوراګانو د اداري پلاویو د ټاکنو او د کمبودو غړو د بشپړېدو، ولایتونو کې د اوپراتیفي پیسو د مصرف څرنګوالي،د ځینو ولسوالانو د بې سرنوشتۍ، د سنامجلس د کمیسیونونو ناستو کې د ځینو والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو نه ګډون، په غیرقانوني توګه د جلال آباد ښار د ۹مې ناحیې جوړېدل، او د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزیر څخه  د ۱۳۸۰کال څخه مخکې د شهیدانو د وارثانو د امتیازاتو بندیدل، په ټاکلي وخت د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د حقونو او متیازونو نه اجراکېدو په اړه پوښتنې وشوې

26-Mizan99-Komita2.JPG

لومړی د محلي ارګانونو دخپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ښاروالیو د ټاکنو، د ولایتي شوراګانو د اداري پلاویو د ټاکنو او د دې شوراګانو د کمبودو غړو د بشپړېدو په اړه د طرحې د لیږلو څخه خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې هڅې روانې دي ترڅو  د وقت د ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه والیان د ویډیو کنفرانس له لارې پارلمان ته ځواب ووایي، او زیاته یې کړه د ناحیې او ولسوالۍ رامنځ ته کېدل تل د ځايي اوسیدونکو په غوښتنه ترسره کیږي او هم یې ډاډ ورکړچې د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې دجوړېدو په اړه به دخلکو د شکایت د څېړلو په موخه سیمې ته د پارلمان د استازو په ګډون یو ګډ پلاوی واستول شي.

د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر د والیانو، د دوی د مرستیالانو او په ولایتونو کې د اوپراتیفي پیسو د مصرف په اړه هم معلومات شریک او وویل چې دې ادارې ولایتونو کې د متوازن انکشاف لپاره په عملي توګه کار پیل کړی چې بشپړېدو سره به یې د ولایتونو او آن د ولسوالیو په کچه متوازن پرمختګ تامین شي.

و رپسې د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي خپلو خبرو کې وویل د شهیدانو د پاتې کسانو حقوق او متیازات قطع شوي نه بلکه ځنډیدلي دي ترڅو په شرایطو برابرکسان وپيژندل شي او امتیازات یې اجرا شي، نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو معلولینو او د شهیدانو وارثانو ته د دې وزارت د جدي پاملرنې څخه خبر ورکړ او ویل په زرګونه کسان پېژندل شوي چې په جعلي کارتونو سره یې حقوق ترلاسه کول.

د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزیر سره د دې چې د چا نوم وانخیست خو وویل په ولایتونو کې ځیني چارواکي په مختلفو پلمو د معلولینو او شهیدانو له حقونو څخه ګټه اخلي، همداراز یې زیاته له کله نه چې دا وزارت رامنځ ته شوی جدي هڅې شوي چې رښتیني معلولان او د شهیدانو وارثان سیستم کې ثبت او د بایومټریک پروسې او برقي پېژندپاڼو د اخیستو وروسته یې حقوق ورته حواله شي.

26-Mizan99-Komita1.JPG

د چارواکو د توضیحاتو وروسته، د سنامجلس رئیس فضل هادي مسلم یار وویل دا مجلس د قانوني او اصولي طرحو، د عدالت د پلي کېدو او فساد سره د مبارزې په اړه د دولتي بنسټونو د اقداماتوڅخه ملاتړکوي خو نباید د طرحو په وړاندې کولو سره د هیڅ شخص په ځانګړې توګه د شهیدانو د وارثانو د میندو او خویندو حقوق له پامه وغورځول شي.

په پای کې د جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار وویل هره پرېکړه باید د قانون سره سم ترسره شي او نباید حکومت د پارلمان څخه د قوانینو د طی مراحلو د بشپړېدو مخکې په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې په راتلونکي کې ټولنیزې ستونزې جوړې کړي.