اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۶مه نېټه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې مخکې د جوماتونو او مدرسو د علماو د انسجام شورا مشرتابه سره ولیدل.

دې لیدنه کې د مجلس منشي صالح محمد لالا ګل، د دیني او فرهنګي، مواصلاتو او مخابراتو، تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیونونو ریسانو او د ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو د حج او اوقافو او علماو رئیسانو هم حضور درلود، د یادې شورا رئيس مولوي حمیدالله صدیقي خبرې وکړې او وویل: د جوماتونو او مدرسو د علماو د انسجام شورا د دريو کلونو راهیسې ختیځ زون کې فعالیت لري چې عمده موخې یې د هېواد په کچه د علماو ترمنځ انسجام او د فکر یووالي او د علماي کرامو ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګۍ غوښتونه ده.

26-Mizan99-MUL2.JPG

نوموړي یادې شورا سره د ختیځ زون ولایتونو د پوهنې ریاستونو د همکارۍ، د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو معینیت له خوا د خصوصي مدرسو د تحصیلي اسنادو د څېړنې او د لارښود په توګه فرضي حج ته د خصوصي مدرسو د لیږد په برخه کې د شورا د ځیني وړاندیزونه او غوښتنې مطرح کړې او په یادو برخو کې د مشرانوجرګې د رئیس د ملاتړ او همکاریو غوښتونکې شو.

ورپسې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د یادې شورا د جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ټولنه کې د دیني علماو د لوړ مقام او ځایګاه اړوند خبرې وکړې او هېواد کې یې  د علماو ترمنځ د واحد فکر او انسجام په لاره کې دهغوی رول  ګټور وباله او د یادې شورا د ښه انسجام په برخه کې یې لازمې مشورې وړاندې کړې.