اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې د کمېسیونونو ناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئيس عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه چې د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال ، د بودجې عمومي رئيس او تخنیکی کارپوهانو په ګډون جوړه شوې وه د ۱۳۹۹ مالي کال د نیمایي بودجې مسودې د تعدیلونو او بدلونونو اړوند بحثونه وشول.

د مالیې سرپرست وزیر د ملي بودجې د تمویل سرچینو، د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه آسانه پور شرایطو د تعدیلونو او تنقیصاتو او د مشرانوجرګې د غړو د پراختیایی پروژو د وړانديزونو شاملولو اړوند د څرګندونو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه متوازنه او په کمو پرمختللو سیمو کې د خلکو د اړتیاو سره سمه بودجه ده.

عبدالهادي ارغندیوال زیاته کړه، نړیوال بانک یو شمېر هغو هېوادونو چې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه زیانمن شوي مرسته کړی چې افغانستان سره یې هم د لږو پيسو مرسته په پام کې نیولی چې لومړني کارونه یې طي مراحل شوي او په نږدې راتلونکې کې به په ټول هېواد کې د خوړو په ګډون د کمکي بستو د ویش لړۍ پیل شي .

د مالیې وزارت سرپرست وویل، د هېواد ګمرکونو کې مالي او اداري فساد سره  دمبارزې لپاره کمرې او د سکن دستګاوې لګول شوي چې په نږدې راتلونکې کې به ټول ګمرکونه په مډرنو او مجهزو دستګاو سمبال شي او هم د هېواد ټول ګمرکونه به د انټرنټ له لارې د صادارتو او وارداتو اړوند د ضروري معلوماتو په موخه د ګاونډیو هېوادونو سره ونښلول شي.

 26-Mizan99-Mali.JPG

چې د مالیې وزارت د سرپرست او د بودجې د عمومي رئيس څرګندونو د کمېسیون د غړو قناعت حاصل کړ.

د کمېسیون د مرستیال محمد افضل شامل په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون  غونډه کې د کابل ولایت د ملي امنیت رئيس او امنیه قوماندان د خپلو اجرااتو په اړه معلومات ورکړل.

په پيل کې د کابل امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت خپلو خبرو کې وویل، د یوې میاشتې په لړ کې ۳۸۱ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته پیژندل شوي، همداراز د کابل د امنیت د ټینګښت له پاره موسهي ولسوالۍ کې امنیتي بیزونه جوړ او هڅه شوې ترڅو د ارغندې، قلعه حیدرخان او بګرامي سیمو کې د دښمن د فعالیتونو مخه ونیول شي او ترڅنګ یې د ګډو ځواکونو سیارې ګزمې هم فعالیت لري.

پاسوال همت زیاته کړه، شمېرې ښیې چې په یوې تیره میاشت کې د کابل ښار جرایمو کې دېرش سلنه کمښت راغلی او امنیتي ځواکونه توانیدلي چې د نشه یی توکو دوه بانډه د کارته نو او واصل آباد سیمو کې و نیسي.

ورپسې د کابل د ملي امنیت رئيس وویل د هغو ګواښونو د لیرې کولوپه موخه چې پلازمېنې ته متوجه وو د سروبي او موسهي ولسوالیو کې چاڼیز عملیات ترسره چې دښمن ته قوي ضربه رسیدلې او ترڅنګ یې ۹۸ تنه ترهګر نیول شوي او د دښمن لوړ پوړی قوماندان اول خان هم وژل شوی او د یادې ډلې بل قوماندان مولوی عباس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د کمېسیون غړو د امنیتي مسئولانو د رپوټ د اورېدو وروسته د پلازمېنې د اوسېدونکو د اندېښنو څخه یادونه او ټینګار وکړ چې امنیتي ادارې دې هڅه وکړي ترڅو د جنایي او تروریستی جرمونو مخه ونیسي.

26-Mizan99-Dfai.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د موټرو او تجهیزاتو قرارداد چې د تاجکستان هېواد سره ترسره شوې د څرنګوالي اړوند د څرګندونو په موخه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس او  نورو مسئولانو په نه راتګ نیوکه وشوه او د مسئولانو یادې کړنې د ملي شورا پر وړاندې بی پروایي وګڼل شوه او پرېکړه وشوه چې دوی دې د تلې د دېرشمې نېټې غونډه کې حاضر او د یادو مواردو اړوند دې معلومات وړاندې کړي، له دې پرته به مسئولانو سره قانوني چلند وشي.

26-Mizan99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د منشي سناتورې شاه بي بي په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو چارو،معلولینو او دشهیدانو دپاتې کسانو د کمېسیون غونډه کې د کال د نیمایي بودجې د مسودې اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې بله برخه کې د کندهار ولایت د پخواني امنیه قوماندان شهید جنرال عبدالرازق د دویمې کلیزې څخه یادونه وشوه او د نوموړي د شهادت په نسبت د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل شول چې زړه ور جنرال د دښمنانو د توطیې له امله دوه کاله وړاندې په شهادت ورسید، روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

دغه راز هلمند کې د وروستیو جګړو له امله د سلګونه کورنیو د بیځایه شویو څخه اندېښنه څرګنده او ټینګار وشو چې مسئول ارګانونه دې د لښکرګاه بیځایه شویو سره لازمې مرستې وکړي او ترڅنګ یې روښانه شوه چې د جګړې او تاوتریخوالي زیاتوالې به د سولې بهیر باندې ناوړه اغیزه ولري.

26-Mizan99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناسته کې ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د زیانمنو د دوسیو پر وړاندې د اړوندو ارګانونو د نه همکارۍ اړوند خبرې او پرېکړه وشوه چې د یادو ستونزو څخه د وتو په موخه دې اړوند مسئولان د کمېسیون غونډو ته راوبلل شي.

همدا راز د ۱۳۹۹ کال د نیمایی بودجې د څېړنې مسوده مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه.

26-Mizan99-Zanan.JPG 

د کمیسیون درئیس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون ناسته کې د ۱۳۹۹ کال د نیمایی بودجې د څېړنې مسوده مطالعه او د لا زیاتو څېړنو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

د غونډې بله برخه کې د راغلیو عریضو د څېړنې سربېره د مشرانوجرګې د دارالانشا د لوی ریاست مالي او اداري مسایل په بحث کې مطرح شول او ټینګار وشو چې د بشري سرچینو رئيس او د مالي او خدماتو رئيس دې د یادو مواردو اړوند د تلې د ۲۸مې نېټې غونډه کې معلومات ورکړي.

26-Mizan99-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډې هېواد کې د وروستیو ناامنیو اړوند خبرې او د امنیتي مسئولانو وغوښتل شول ترڅو د تحصیلی بنسټونو او د ښوونځیو مسئولانو سره په همغږۍ د ښوونکو، زده کوونکو او محصلانو د امنیت د تینګښت په برخه کې اقدام وکړي.

دغه راز غونډه کې د ملکي هوایی چلند قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند د ولسمشر تقنیني فرمان مطالعه او د اړوند کمېسیون نظر تائید شو.

د غونډې وروستۍ برخه کې د بنګله دېش هېواد د بورسونو د وېش بهیر اړوند خبرې او د لوړو زدکړو وزارت څخه وغوښتل شول ترڅو د بورسونو د روڼوالي او عادلانه وېش په برخو کې کمېسیون  ته ډاډ ورکړي.

26-Mizan99-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني،عدلي او قضایي چارو دکمېسیون ناستې هېواد کې د روغتیایي محصولاتو او درملو کیفیت د کنټرول او څارنې سیستم د کړنو د پلټنې رپوټ مطالعه او وپتییل شوه چې یاد رپوټ دې د زیاتو څېړنو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شي، د غونډې په وروستۍ برخه کې د راغلیو مکتوبونو اړوند څېړې او لازمې لارښوونې وړاندې شوی.

26-Mizan99-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د پلان او پروګرامونو، د بودجې د لګښت د څرنګوالي، د پروژو د کار د پرمختګ او په ځانګړې توګه د کابل- جلال آباد د ددویم سړک پروژې، د سالنګونو لویې لارې، د سړکو د ساتنې او څارنې، د استملاک پرته د خلکو د شخصي ملکیتونو د تخریب او سړک د جوړېدو اړوند د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د خلکو شکایتونو ته د رسیدګۍ او د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئيس شکایت اړوند د معلوماتو په موخه د ټولګټو وزیر په نه راتګ د کمېسیون د غړو له خوا نیوکه وشوه.

د غونډې بله برخه کې د ننګرهار ولایت د ټولګټو د رئيس شکایت په دې اړوند چې نوموړی د آزادې سیالۍ له لارې بریالی او په دنده ګمارل شوې وو خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ له یاد بست څخه د ارزګان ولایت د ټولګټو ریاست بست ته تبدیل شوی، کمېسیون پرېکړه وکړه چې د ټولګټو وزارت او د اداری اصلاحاتو کمېسیون مکلف دی چې د بې ځایه تبدیلیو ډډه وکړي او د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئيس دې د پخوا په شان خپلې دندې ته دوام ورکړي او د یاد بست اعلان دې وځنډوي.

د غونډې وروستۍ برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت له خوا د پيسو د نه ورکړې اړوند د وحید عابد ساختماني شرکت عریضې ته د رسیدګۍ په موخه د اتصالاتو مخابراتي شرکت د لومړۍ درجه مسئولانو په نه راتګ چې شاوخوا پنځه شپیته زره امریکایی ډالره دي، نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې یاد مسئولان دې د کمېسیون په یوې غونډه کې حاضر شي.

26-Mizan99-Mukhabirat.JPG 

د کمېسیون د مرستیال سید صفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې هلمند ولایت کې د وروستیو ناامنیو او هېواد کې د جنایي جرمونو د زیاتوالي اړوند اندېښنه څرګنده شوه او د مسئولانو و غوښتل شول چې د جنایی جرمونو سره د مبارزې په موخه دې مشخص تدابیر و نیسي، دغه راز غونډې پاسپورت او د ایران هېواد ویزو کې د ستونزو د شتون اړوند خبرې او وبتییل شوه چې د برېښنایي پيژندپاڼو رئیس او دبهرنیوچارو وزارت د  ایران سفارت د ډیسک رئيس دې د کمېسیون راتلونکې ناستې ته راوبلل شي.

26-Mizan99-Bio.JPG 

د غونډې وروستۍ برخه کې دوحه کې د سولې په اړه  د ناستو او افغانستان کې د سولې او جګړې اړوند مسایلو کې د امریکا حکومت د دریځ اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوري د ولت د مشرانوجرګې د اعلامیې اړوند خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.