اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۳ مه نېټه

د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د یوشمېر کورنیو شکایت د اړوندو مسئولانو سره مطرح او یادې برخه کې ددوی د پاملرنې غوښتونکی شو.

کتنه کې چې د زندانونو د تنظیم ادارې پوځي مرستیال او د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون ریاست سرپرست حضور درلود وویل شول، د ولسمشر د حکم پر اساس هغه امنیتي منسوبین چې د کرونا ویروس له امله شهیدان شوي باید یې ټول حقوق او امتیازونه د دوی کورنیو ته ورکړل شي، خو یاد حکم څو مواردو کې په یوشان نه دې پلي شوی او د شهیدانو د وارثانو د ناخوښۍ سبب ګرځیدلی.

23-Mizan99-MUL2.JPG

یادو مسئولانو په خپلو خبرو کې د ځینو نیمګړتیاو د منلو ترڅنګ ژمنه وکړه چې مطرح شوې ستونزې ته به رسیدګي وکړي او د شهیدانو د وارثانو قناعت به حاصل کړي.

د مشرانوجرګې دویم نایب د هېواد د دفاعي، امنیتي او کشفي سکتور د بې سارو سرښندنو او اتلولیو څخه د ستاینې ترڅنګ وویل، هیله ده چې حکومت د امنیتي ځواکونو د تمویل او سمبالولو له پاره ګټور پروګرامونه پلي کړي او هم د شهیدانو او معلولینو د کورنیو څخه لازم لاسنیوی وکړي.

د یوبل خبر له مخې دمشرانوجرګې دویم نایب نن د خپل کار په دفتر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست طاهر زهیر سره وکتل.

23-Mizan99-MUL1.JPG

د یادې ناستې محور چې افغانتور تصدۍ مشرتابه کې د بدلونونو څرنګوالي جوړوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په داسی حال کې چې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو استازو هم ګډون درلود د افغانتور تصدۍ مشرتابه کې د بدلونونو اړوند معلومات وړاندې او زیاته کړه چې د افغانتور تصدۍ ریاست له جوړښته تراوسه د توریستي خدمتونو د وړاندې کولو او اسانتیاو د برابرولو، د ملي عوایدو د کچې د لوړېدو په موخه د سیاحت فرهنګ بنسټیز کېدو، د هېواد په کچه د خلکو د ژوند کیفیت د لوړېدو او هوساینې د اشتغال زمینې د جوړېدو، د سیاحت د کمي او کیفی پراخوالي او د سیاحینو له پاره د نړیوالو خدمتونو معیارونو سره سم د توریستي خدمتونو کیفیت د ارتقا په هکله خدمتونه وړاندې کوي.