اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لړم ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۳ مه نېټه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

غونډه کې ټاکل شوې وه چې د مالیې وزارت سرپرست د یاد وزارت د بودجې رئیس سره یوځای د ۱۳۹۹ مالي کال د نیمایي بودجې د مسودې اړوند د کمېسیون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي خو یاد چارواکي حاضر نه شول او وپتییل شوه ترڅو د تلې د ۲۶ نېټې د شنبې ورځې غونډه کې ګډون وکړي.

23-Mizan99-Mali.JPG 

د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون  غونډه د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ او اړوندو مسئولانو په ګډون جوړه شوه.

غونډه کې دخصوصي روغتیایي مرکزونو دبرېښنا د لوړې بیې موضوع او د خصوصي روغتیایي مرکزونو له خوا د وارداتي روغتیایي بستو د مالیاتو د لوړوالي مورد، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئیس سره مطرح شول.

ورپسې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او خصوصي سکتور سره د همغږۍ اړیکو رئيس روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې د ځینو ستونزو اړوند خبرې او زیاته کړه چې خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د روغتیا برخه کې د پام وړ پانګونه شوې او ښارونو کې زیات روغتیایي خدمتونه د خصوصي سکتور له خوا وړاندې کیږي چې اړتیا ده د قانون په چوکاټ او د یاد سکتور څخه د ملاتړ په پام کې نیولو سره د ځینو شته ستونزو حل ته لازمه پاملرنه وشي.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت سوداګریز رئیس پيردونکو ته د برېښنا د وېش او برېښنا رسولو د څرنګوالي اړوند د څرګندونو ترڅنګ وویل، شاوخوا اتیا سلنه برېښنا له بهره واردیږي او یاد شرکت ته هر یو کیلو واټ برېښنا په اووه افغانۍ تمامیږي او د برېښنا شرکت د دې په پام کې نیولو سره چې وکولای شي د وارداتي برېښنا پیسې د نیمګړتیا پرته او په ټاکلي وخت تحویل کړي، شرکتونه او لوی مرکزونه یې په بېلا بېلو ټولګیو ویشلي چې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ یو کیلو واټ برېښنا په صنعتي پارکونو کې شپږ اعشاریه پنځه اویا افغانۍ او کوم ټولګي چې د صنعتي پارکونو بهر دي، د یو کلیو واټ برېښنا بیه یې دولس نیمې افغانۍ ده او د یاد قیمت په ټیټولو کې وروستۍ پرېکړه کابینه او د افغانستان برېښنا شرکت عالي بورد ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه د عامې روغتیا وزارت دې د هغو روغتیایي مرکزونو چې غواړي څلرویشت ساعته برېښنا ولري نوملړ دې د برېښنا شرکت  ته ولیږي.همدا راز غونډه کې کمېسیون ته د خصوصي روغتونونو ټولنې د رئيس په نه راتګ سخته نیوکه وشوه.

23-Mizan99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د کال د نیمایی بودجې مسوده وڅېړل شوه چې په ټوله کې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه ۴۵۳ میلیارده افغانۍ اټکل شوې چې شاوخوا ۳۳ سلنه ناخالص کورنۍ تولید وړاندې کوي چې د نیمایي کال د څېړنو د بدلونونو وروسته د ضمیمو پرته د کال د نیمایي بودجه ۲۹۸ میلیارده پراختیایي بودجه ده، خو روان کال کې د کوئید نولس نړیوال ویروس خپرېدو سره د کال لومړۍ نیمه کې چې د هېواد اقتصادي پرمختګ باندې یې منفي اغیر وکړ چې اقتصادي پرمختګ د درې اعشاریه څلورو څخه منفي پنځه ته ښکته  شوی چې  اصلي عوامل یې د مواصلاتي لارو بندښت او په لوړه کچه د مصرفي اقلامو د بیو لوړیدل دي.

کمېسیون پورته مواردو ته په پام د کال د نیمایی بودجې سند تائید او پرېکړه یې وکړه چې د کمېسیون نظر دې په رسمي توګه اړوندې مرجع ته ولیږل شي.

د غونډې بله برخه کې د یوناما دفتر د قانون څخه د ملاتړ د برخې رئيس ګډون وکړ او د ولسي جرګې له خوا اداري فساد سره د مبارزې قانون د رد او اداري فساد سره د مبارزې د مخکينیو تدابیرو د څرنګوالي او اړیکو په اړه یې د کمېسیون د نظر غوښتونکی شو.

د کمېسیون رئيس د قانون په رڼا کې شته پوښتنو ته ځواب وړاندې او ویې ویل، اداري فساد سره د مبارزې قانون د دې پر بنسټ چې تقنیني فرمان وو د ولسی جرګې له خوا رد شوی دې او هم د قانون جوړونې د بېلا بېلو مواردو او اداري واحدونو د جوړېدو اړوند د جمهور رئيس د تقنیني فرمانونو د صدور اړوند چې د اساسي قانون او تقنیني فرمانونو د صدور قانون سره ښکاره مخالفت لري، مفصلې څرګندونې وړاندې کړې.

د یوناما دفتر د قانو د برخې رئيس ژمنه وکړه چې د اړوندو مسئولانو سره د راتلونکې اونۍ جوړېدونکې ناسته کې به د یادو مواردو اړند بحث وشي او هیله یې وښوده چې یادې ستونزې حل شي.

 23-Mizan99-Adli.JPG

د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غونډه کې د بېلابېلو ولسوالیو د لسګونو ولسوالانو شکایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څېړنې مسئول او د استخدام رئیس سره مطرح شول.

شکایتونو کې راغلي چې د آزادې سیالۍ له لارې بریالي شوي خو په دې وروستیو کې یو شمېر نور د قانوني طی مراحلو پرته د دوی پرځای معرفي شوي او دم ګړۍ بی برخلیکه دي.

یادو چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، د ولسوالانو د استخدام کړنلار او دندو لایحو کې بدلون راغلی او د عارضینو اسناد به وڅېړل شي او که د کړنلارې سره مطابقت کې وو یو ځل بیا به خپلو یا ورته بستونو ته معرفي شي.

کمېسیون د یادو چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره وویل، د قوانینو سره سم ولسوالان د ملکي خدمتونو کارکوونکې دي او د قانون پر وړاندې هر ډول پرېکړې د نه منلو وړ دي او ډاډ ورکړل شو چې یاده موضوع به په راتلونکو ناستو کې د سیمه ییزو ارګانونو او اداري اصلاحاتو ادارې د مشرتابه په حضور کې وڅېړل شي.

دغه راز د ملکیت د نه ویش اړوند د کابل ښاروالۍ پروژو کې د استوګنې نمرو د څو تنو مالکینو راغلي شکایتونه د کابل ښاروالۍ د استملاک رئيس سره مطرح او یاد رئيس ډاډ ورکړ چې د یاد بنسټ مشرتابه سره هوکړه کې به د عارضینو قناعت ترلاسه شي.

د غونډې پای کې د کاپیسا ولایت د کوهستان دحصي اول ولسوالۍ د سنګلاخ او اشترګرام سیمو کې د سړک رغاونې پروژه کې د سیلاو او اوبو راوتلو تګلوری د نه تعین اړوند د خلکو د ستونزو د په پام کې نه نیولو او د سیمې د خلکو په پرله پسې ورتګ سره د ټولګټو وزارت د مسئولانو د نه اجرااتو په غبرګون د یادې سیمې د اوسېدونکو شکایت په بحث کې مطرح او پرېکړه وشوه چې د ټولګټو وزارت سرپرست او د یاد وزارت د پروژو د تطبیق رئيس دې د کمېسیون یوې غونډې ته ځوابونه و وايي.

23-Mizan99-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزی په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې قطر کې د سولې خبرو اترو اړوند نظریې وړاندې او څرګنده شوه چې نړیواله ټولنه په خاص ډول د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحادیه دې د سولې خبرو اترو په چټکتیا کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د ښځو حقوقو، وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو او د جمهوریت نظام د خوندیتوب څخه دې لازم ملاتړ  وکړي.

د غونډې بله برخه کې آذربایجان کې میشت د افغانستان سفیر د راستول شوي رپوټ اړوند خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

23-Mizan99-Bio.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې سهیلا شریفي  په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د کورنیو بیځایه شویو د ستونزو څخه د وتو اړوند خبرې او ټینګار وشو چې مسئول بنسټونه دې یادو کورنیو سره د ژمي د راتګ مخکې رسیدګي وکړي.

د غونډې بله برخه کې د ښځو په ځانګړې توګه د کم عمره جنکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د عواملو اړوند بحثونه وشول او د دا ډول زړه بوږنوونکو پېښو زیاتوالي څخه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ ټینګار وشو چې مسئول ارګانونه دې په دې مورد او مدافع وکیلان چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پرمخ وړي د دوسیو طی مراحلو کې دې زیاتي هڅې وکړي.

23-Mizan99-Zanan.JPG 

دکمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د کورنیو الوتنو، د باخترایرلاین د فعالیت، د غیر معیاری الوتکو، د الوتنو د ټکټونو د بیو د لوړوالي، د بدخشان- کابل الوتنه کې د کام ایر هوایی شرکت د الوتنو د ستونزو، د هوایي چلند ادارې جدي نه څار ، الوتنو کې د مناسبو خدمتونو نشتوالې او ځینې نورو مواردو اړوند خبرې وشوې او وپتتیل شوه چې د ملکي هوایی چلند ادارې عمومي رئیس دې د کام ایر او آریانا هوایی شرکتونو لومړۍ درجه مسئولانو سره یوځاي د یادو مواردو اړوند یوې غونډې ته وضاحت وړاندې کړي.

23-Mizan99-Mukhabirat.JPG 

دغه راز غونډه کې د عدلي او قضایی ارګانونو وغوښتل شول چې د جلال آباد ښاروال او نهمې ناحیې د آمر او د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د ښاروالیو د تخنیکي رئیس اړوند د کمېسیون پرېکړه ژر عملي کړي.