اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۲ مه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې عمومي غونډه کې د هېواد روان وضعیت وڅېړل شو.

22-Mizan99-JAL1.jpg

د نننیو بحثونو عمده محور د هېواد بېلا بېلو برخو په خاص ډول هلمند کې د جګړو شدت و، سناتورانو د لښکرګاه په ښار د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د وسله وال پوځ له اتلولیو او سرښندنو څخه قدرداني څرګنده او وویل، یاده ډله په سولې باوري نه ده او د جګړو د ډېروالي غوښتونکې ده او د سولې د خبرو په شرایطو کې یې په مختلفو سیمو کې تاوتریخوالي ډېرکړي، او کوم هوکړه لیک یې چې په ښارونو او د هېواد په لویو لارو د بریدونو د نه کولو په اړه امریکایانو سره لاسلیک کړی دی ورڅخه سرغړونه کوي چې باید د اوسني وضعیت د مهارولو په موخه د هېواد وسله وال پوځو د فعالې دفاع څخه بهر او د دښمن د ټکولو په موخه بریدونه ډېرکړي.

سناتورانو داسې حال کې چې د لښکرګاه ښار په ځینو برخو د طالبانو ډلې د بریدونو د شنډولو په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو د نیمګړتیاو څخه خبرې کولې وویل، طالبانو هلمند کې د برېښنا د یو سبسټیشن ټول وسایل او کارکوونکې له ځانه سره وړي او ترڅنګ یې ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپریږي چې یاده ډله د کرېړ شویو سړکونو په ګډون ټولګټې تاسیسات ړنګوي چې دا کړنې د ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف دي.

غونډه کې سناتورانو یوځل بیا سوله د هېوادوالو لومړیتوب وګڼه او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو یې وغوښتل چې د طالبانو په ملاتړو دې فشار راوړي ترڅو د تاوتریخوالي کمښت او اوربند ته غاړه کیږدي.

د جرګې غړو د ارزګان ولایت او د هېواد شمالي سیمو د امنیتي وضعیت په ښه والي د ټینګار ترڅنګ وویل کابل ښار کې د وژنو او وسله والو غلاو په ګډون جنایي جرمونو اندېښنې پارولي چې باید د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست د وضعیت د مهارولو په موخه مشخص تدابیر پلي کړي.

همدا راز د غونډې رئيس او غړو له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه روغتیایي لارښوونې مراعات کړي او هم ټینګار وشو چې مسئول بنسټونه باید د کرونا لومړۍ څپې سره د مبارزې ځانګړې شوې پیسې وڅيړي او جزئیات یې خلکو سره شریک کړي.

ولایتونو ته د ځانګړو شویو اوپراتیفي پيسو په څېړنه ټینګار او د حکومت له خوا یادو لګښتونو کې د روڼوالي په موخه د یوې کړنلارې د جوړلو غوښتنه ، د ولایتي شوراګانو د اداري پلاویو د جوړېدو د ځنډ په موخه د سیمه ییزو ارګانونو ادارې څخه نیوکه، زده کوونکو له پاره د ښوونې او پالنې زمینو د برابرولو په موخه د پوهنې وزارت څخه غوښتنه، د جګړې او سولې پر وړاندې د امریکا په دوه ګوني چلند نیوکه، بګرام کې د امریکاي پوځیانو له خوا د ځینو ودانیو د ړنګولو او بهر ته د تجهیزاتو د انتقال اړوند د ادعاو په څېړنو ټینګار، د اړوندو بنسټونو له خوا د تیرو کلونو څخه د شهیدانو د وارثانو د حقونو پرنه اجرا اندېښنې، د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو او جمهوریت څخه د ملاتړ اړوند د هېواد د ښځو د ټولنې څخه قدرداني، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه د غیر مسلکي او بی تجربې شخص مقررۍ څخه اندېښنه، د ستر پاسوال عبدالرازق د شهادت د دویم تلین څخه یادونه او ځینې نور مسایل هم نننۍ ناسته کې کې مطرح شول.

22-Mizan99-JAL2.jpg

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار هلمند ولایت کې د جګړو د شدت څخه خواشینۍ څرګنده او د یاد ولایت کړیدلو ولسونو څخه د خواخوږۍ ترڅنګ یې وویل، د هېواد د وسله والو ځواکونو اتلولۍ د ستاینې او ملاتړ دي او یاد میړني ځواکونه د جګړې د مهارولو ځواک لري، ډاډه یم چې وضعیت ته به ژر بدلون ورکړي او زیانمنې سیمې به د دښمن له شتون څخه پاکې کړي.

د مشرانوجرګې رئيس د طالبانو له خوا د ژمنو په ماتولو د نیوکې ترڅنګ وویل یادې ډلې امریکا سره هوکړه کړې چې لوی بریدونه نه کوي او په ښارونو او لویو لارو به عملیات و نه کړي خو په تخار، ارزګان په خاصه توګه هلمند باندې د دوی بریدونو وښوده چې په خپلو ژمنو ولاړ نه دي،اوس دې د امریکا خپلو نړیوالو همکارانو او د افغانستان حکومت ته وضاحت ورکړي چې ولې طالبانو تاوتریخوالې زیات کړي او که د پردې ترشا کومه معامله شتون ولري، اړتیا شته چې د افغانستان کشفي او استخباراتي ځواکونه یې په ا ړه تحقیق او رښتیا له خلکو سره شریک کړي.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه چې افغانستان سره امنیتی تړون هم لري نباید د افغانستات د مسایلو سره برسیرن چلند وکړي او د شته تړونونو خلاف عمل وکړي ځکه افغان ځواکونو ته د ځینو پوځي واسطو نه ورکړه او د امنیتي هډو و رانول د ټولو منل شویو اصولو سره په ټکر او یو ناځوانه عمل دی.

22-Mizan99-JAL3.jpg

د مشرانوجرګې رئيس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټیم ته په خطاب کې وویل: زموږ خلک د جګړې پای او هوساینې اړتیا لري هیله ده چې تاسې په پوره حوصلې سره پرمخ ولاړ شۍ او د اسلامي شریعت پر بنسټ نیولو دې په ښه توګه د خلکو او خپل نظام څخه استازیتوب وکړۍ او دغه مجلس ستاسو په ملاتړ او همکارۍ کې قرار لري، همدا راز یې د طالبانو وغوښتل ترڅو د پلمو لټولو لاس واخلي او خپله اساس دې اسلامي شریعت وټاکي نه د امریکایانو سره هوکړه.

د یو بل خبر له مخې د شمشاد درېیم نمبر خصوصي لېسې یو شمېر زده کوونکو د مشرانو جرګې د دارالانشاء د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د روزنیزو او لیدنو پروګرام په چوکاټ کې نن د عمومي غونډې بهیر او د ملي شورا د ټولو برخو لیدنه وکړه او د مجلس منشي استاد صالح محمد لالا ګل له خوا دوی ته د پارلماني مسایلو اړوند معلومات ورکړل شول.

22-Mizan99-JAL4.jpg