اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۱ مه نېټه

د مشرانوجرګې یو شمېرکمېسیونونو د بېلابېلو مواردو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس محمدنادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د نیمایی کال د بودجې مسوده د کمېسیون د غړو له خوا وڅېړل شوه او د لازیاتو څېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

د غونډې بله برخه کې راغلو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره، یو شمېر روغتیایي مرکزونو کې د ځینو ستونزو او ناروغانو ته د ډاکټرانو له خوا د نخسو د ورکړې د څرنګوالي اړوند خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د ۱۳۹۹ مال کال د نیمایی کال د بودجې مسودې اړوند بحث وشو، د کمېسیون غړو د یاد سند عادي او پراختیایي بودجه کې د تنقیصاتو او ډېروالي په اړه بحثونه او پرېکړې وکړې.

21-Mizan99-Rifai.jpg 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني،عدلي اوقضایی چارو د کمېسیون غونډه د شهیدانو او معلولینو په چارو د دولت وزارت د معین، د یاد وزارت د بشري سرچینو د رئيس او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورد د څارنې د رئيس په حضور سره جوړه او په کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پخوانۍ کارکوونکې عالمې حقوقي شکایت تر بحث لاندې ونیو.

کمېسیون د اړوندو مسئولانو د څرګندونو او د عارضې د شکایت په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړه چې عارضه دې د نوموړي وزارت په یوه بل بست کې د ازموینې د ورکړې وروسته د معلولیت په پام کې نیولو سره جذب شي چې د مسئولانو له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

21-Mizan99-Adli.jpg 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د نهمې ناحیې رامنځته کول یوه خپلسری کړنه، د کړنلارې خلاف او غیر قانوني وګڼل شوه او موضوع د څېړنو په موخه عدلي او قضایی بنسټونو ته راجع شوه.

غونډه کې یادونه وشوه چې د نهمې ناحیې د رامنځته کولو موضوع د یاد ولایت د اوسېدونکو د پرله پسې شکایتونو پر بنسټ څو ځلې د ښاروال، د جلال آباد د نهمې ناحیې د آمر او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو د تخنیکی رئیس په حضور کې مطرح شوې خو د دوی څرګندونو د کمېسیون د غړو قناعت حاصل کړی ندی او یادې څرګندونې د قانوني بنسټ پرته ګڼل شوي او زیاته یې کړه، نهمه ناحیه چې د خلکو د مشورې پرته رامنځته شوې د عوایدو راټولول یې غیر شفاف او په کې اختلاس شوی دی.

دغه راز غونډه کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئول د یادې شبکې د فعالیتونو، د سیم کارتونو د راجستر د ځانګړتیا، د مکالماتو د بیو او د شپي له خوا د ځینو سایټونو د بندېدو د عواملو اړوند معلومات وړاندې کړل چې د کمېسیون له خوا د قناعت وړ ونه ګڼل شول.

همدارنګه غونډې قطر کې د سولې خبرو اترو اړوند بحثونه وکړل او څرګنده یې کړه چې په دې حساسو شرایطو کې باید تاوتریخوالې کم او دواړه لوري اوربند ته غاړه کیږدي او ترڅنګ یې سناتورانو د هېواد بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه هلمند کې د جګړو شدت وغانده او له امله یې خواشیني وښوده.

21-Mizan99-Mukhabirat.jpg

د انجنیر حسیب الله کلیمزي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې لومړی د کمېسیون رئيس واشنګټن کې میشت د افغانستان سفارت د دیوال د رغاونې د څرنګوالي څخه اسناد او شواهد وړاندې او وپتییل شوه چې جزئیات به یې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو سره شریک شي.

همدا راز غونډه کې د هلمند او نورو سیمو د اوسني وضعیت اړوند بحث وشو او سناتورانو هېواد کې د تروریستي او جنایی جرمونو د زیاتوالي څخه اندېښنې څرګندې او د مسئولو بنسټونو د پاملرنې غوښتونکي شول.

دغه راز غونډه کې وپتییل شوه چې د بهرنیو چارو وزارت د یو ان رئيس دې د هغو سازمانونو اړوند چې افغانستان ورپوري تړل شوې او د عدلې وزارت اړوند مسئولان دې د نایب امین الله خان بنسټ د عریضې اړوند معلومات وړاندي کړي.

د غونډې په پای کې د افغان- امریکن پوهنتون کې د تحصیلی غوره اسانتیاو د برابرولو څخه یادونه او وپتییل شوه چې اړوند مسئولان دې تقدیر کړای شي.

21-Mizan99-Bio.jpg 

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون پلاوي د کمېسیون د رئيسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د کابل ښار د علاوالدین ښځینه روزنتون د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه

لیدنه کې د روزنتون رئيس فضل احمد کاکړ د یادې ادارې د تاریخي مخینې او فعالیتونو اړوند مفصل معلومات وړاندې او و ویل، دې روزنتون کې شاوخوا دوه سوه د بېلا بېلو عمرونو ماشومان په روزنه او پالنه بوخت دي چې نیمایی یې نجوني تشکیلوي او زیاته یې کړه سره له دې چې بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ترسره کیږي خو اوس هم یاد روزنتونونه ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې باید ورته پاملرنه وشي او ترڅنګ دې بودجه خپلواکه شي ترڅو اړتیاو ته ژر رسیدګي وشي.

ورپسې د کمېسیون پلاوي د نجونو د درسي ټولګیو، خوړنځای او د اوسېدو ځای څخه لیدنه وکړه او شته ستونزې یې وڅېړلې او د تیر په پرتله کوم مثبت بدلون چې رامنځته شوی وو، قدرداني وشوه او ډاډ ورکړل شو چې د زده کوونکو ټولې غوښتنې او وړاندیزونه به د کمېسیون په یوې ناسته کې د اړوندو بنسټونو مسئولانو سره مطرح کړي.

21-Mizan99-Zanan.jpg