اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې د میاشتې ۲۰

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د هېواد د روانو حالاتو په اړه بحثونه وشول.

20-Mizan99-JAL1.JPG

آزادو بحثونو کې سناتورانو د بدخشان، ارزګان او سرپل ولایتونو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او وویل، د تخار ولایت د امنیتي وضعیت ښه والي کې د لوی د رستیز، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین او د والي رول ګټور وو او د عملیاتو پرمهال ډېرې سیمې د طالبانو د شتون څخه پاکې شوې چې باید دا ډول ګټور امنیتي تدابیر په هغو ولایتونو کې چې جګړه په کې روانه ده، ونیول شي.

غونډه کې وویل شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نوي زیږدیز کال تر پیله د افغانستان څخه دخپلو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی او رپوټونه شته چې بګرام پوځي اډه کې میشت امریکایی ځواکونه د خپلو ځینو ودانیو د ورانولو په حال کې دي.

ځینو غړو ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالات د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتی هوکړې سره سم باید د افغانستان څخه د وتو او افغان امنیتي ځواکونو ته د پوځي اډو په ورکړه عمل وکړي.

غونډه کې یوشمېر سناتورانو د افغانستان اسلامي جمهوری دولت او طالبانو ډلې د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د اختلافونو په حل د ټینګار ترڅنګ وویل،له دې وړاندې یادې ډلې په خبرو کې اسلامي مسایلو باندې ټینګار کاوه او اوس لیدل کیږي چې د خپلو خبرو اترو اساس یې د امریکا سره هوکړه لیک ټاکلی چې یاد عمل یې د شرم وړ دی او باید له شخصي ګټو تېر او ملي مسایلو او دیني لارښوونو ته پابند پاتې شي.

غونډه کې سناتورانو د کندهار ولایت د پخواني امنیه قوماندان سترپاسوال عبدالرازق خان د شهادت د دویمې کلیزې او د دندو پرمهال د نوموړي له اتلولیو او د جهاد او مقاومت د وتلو څېرو او د هېواد د ملي اتل د اعتماد وړ شخصیتونو څخه د تورنجنرال عظم الدین خان مړینې څخه یادونه درلوده او ټینګار یې وو چې حکومت مکلف دی ترڅو د شهید جنرال رازق د شهادت په قضیه کې دپرمختګونو په اړه خلکوسره معلومات شریک کړي.

یو شمېر سناتورانو هېواد کې د کرونا ناروغۍ د دویمې څپې څخه خبرداری ورکړ اوویل، اړتیا شته چې هېوادوال روغتیایی لارښوونې عملي کړي او هم یې څرګنده کړه چې مشرانوجرګه دې د ډاکټرانو او روغتیایي پرسونل له کړنو او خدمتونو څخه چې د کرونا په لومړي پړاو کې یې ګټور کارونه او نوښتونه وکړل، وستایي.

20-Mizan99-JAL2.JPG

دغه راز ناسته کې د نجونو د نړیوالې ورځې هم یادونه وشوه، او ټینګارووچې حکومت دې ټول هېواد کې د نجونو د ښوونې او روزنې له پاره زمینه برابره کړي او پلرونه دې هم ښوونځیو ته د خپلو لوڼو په لیږلو کې مسئولیت ادا کړي.

د یادو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د هېواد دفاعي او امنیتی ځواکونو څخه د مجلس له ملاتړه ډاډ ورکړ او ویې ویل، د امنیتي وضعیت په تړاو به د سناتورانو نظریې د مجلس مصوبه کې اړوندو بنسټونو ته ولیږل شي او هم به یاد موارد په مناسب فرصت کې له ولسمشر سره شریک شي.

د مجلس رئيس د دښمن شتون څخه د سیمو پاکولو کې د لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د معین او د تخار والي د هڅو څخه یادونه او ویل، هیله ده چې هېواد کې جګړه ختمه شي ځکه هېوادوال د زیاتو کلونو راهیسې د جګړو په اور کې سوځي اوسولې او هوساینې ته جدي اړتیا لري.

فضل هادي مسلم یار د کرونا ویروس او نورو ناروغیو سره د مبارزې امر کې د ډاکټرانو او روغتیایي پرسونل څخه د هڅونې په څرګندولو سره وویل، د ډاکټرانو خدمتونه د مشرانوجرګې له لیده لیری نه دي او تل د ټولنې د دې برخې څخه ستاینه شوې چې دا لړۍ به جریان و لري.

د سنامجلس رئيس په داسې حال کې چې د هېواد د یوه وطنپاله بچي جنرال عبدالرازق د شهادت د دویمې کلیزی په نسبت د لوي کندهار خلکو او د یاد شهید کورنۍ سره خواخوږۍ څرګندوله د نوموړي څخه یې د هېواد د یوه اتل په توګه یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت دې د جنرال عبدالرازق د شهادت د قضیې په تړاو د خپلو اجرااتو رپوټ خلکو ته وړاندې کړي.

فضل هادي مسلم یار د افغانستان څخه د امریکایی ځوکونو د ژر وتلو اړوند د ډونالډ ټرامپ د خبرو په تړاو د نظر د څرګندولو سربېره وویل، مونږ هېواد کې میشتو بهرنیو ځواکونو سره دوه اړخیزې ژمنې لرو چې پر بنسټ به یې چلند وشي او کومی آوازې چې د بګرام پوځي اډه کې د ودانیو د تخریب اړوند رښتیا وي یو نامناسب عمل دی، او هم یې د مجلس د نړیوالو چارو کمېسیون ته دنده ورکړه چې دغه موضوع دې وڅيړي.

همدا راز نننۍ غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د منځنۍ بودجې مسوده د مجلس غړو ته معرفي شوه او د اجرااتو او طی مراحلو په موخه د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسییون ته ولیږل شوه ترڅو یاد کمېسیون یې په تړاو د سناتورانو نظریې راټولې او ولسي جرګې ته یې ولیږي.

20-Mizan99-JAL3.JPG

د غونډې بله برخه کې د نړیوالو چارو د کمېسیون رئیس انجنیر حسیب الله کلیمزي واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال جوړولو کې د ناوړه ګټې اخیستنې د احتمال اړوند د امریکا د متحده ایالاتو څخه د خپل سفر رپوټ وړاندې او ویل: واشنګټن کې د افغانستان سفارت د احاطوي دیوال د جوړولو موضوع یې چې د خبرونو سرټکې ګرځېدلې وه، څېړلې او څارلې، ګڼ شمېر اسناد او شواهد یې راټول کړي چې د احاطوي دیوال د کار حجم اړوند د ځینو رسنیو ادعاوې ناسمې وې خو یاده پروژه کې د فساد شتون هم نشي رد کېدلای ځکه چې په کې ټول تدارکاتي قوانین نقض او پروژه د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېټې له خوا فوق العاده منظور شوې ده او هم د مخکینۍ محاسبې پرته شاوخوا یو اعشاریه اته میلیونه ډالره د ملي تدارکاتو کمېټې له خوا امریکا کې د افغانستان د سفیرې بانکي حساب ته لیږل شوي او د دې بودجې واک هم د ولسمشر سلاکار ښادمحمد څرګند ته ورکړل شوې دی، چې دسنامجلس د نړیوالوچارو کمېسیون به لا زیاتې څېړنې وکړي او لازم اسناد، مدارک او شواهد به د لویې څارنوالۍ په واک کې ورکړي.

20-Mizan99-JAL4.jpg

انجنیرکلیمزي زیاته کړه، امریکا کې میشت افغان سفارت د هېواد د مهمو سیاسي نمایندګیو څخه ده او اړینه ده چې اوسنیو حساسو شرایطو کې د پام وړ لوي مسئولیتونه ترسره کړي خو په خواشینۍ سره د سفیر او کارکوونکو ترمنځ هیڅ راز د همکارۍ او باور فضا شتون نه لري او ټول دیو بل په تخریب بوخت دي چې باید ولسمشر، د ملي امنیت شورا او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت دې برخې ته پاملرنه وکړي او رامنځته شوی کړکیچ دې حل کړي.

20-Mizan99-JAL5.jpg

همداراز یې څرګنده کړه د یاد سفر په جریان کې یې د امریکا د سنا مجلس د نړیوالې کمېټې غړو، د آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د یاد هېواد د ملي امنیت شورا د دفتر کارکوونکو سره یې په جلا توګه لیدنې شوي او په کې یې د پارلماني اړیکو د پراختیا، د افغانستان د شته وضعیت، د جګړې او سولې موضوع، د ښځو حقوقو، د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو او د افغانستان د وسله والوځواکونو د پياوړتیا او سمبالولو اړوند مثبتې خبرې اترې کړي دي.