د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۹ مه نېټه
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې
جرګې د رئیسانو د کمېټې غونډه جوړه او په کې د راتلونکو عمومي غونډو اجنداوې وټاکل
شو.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سبا ورځې عمومي ناسته کې دې د آزادو بحثونو
سربېره امریکا کې میشت د افغانستان سفارت د احاطوي دیوال د جوړونې د څرنګوالي اړوند
دې د مجلس د نړیوالو چارو کمېسیون د رئيس رپوټ وړاندې شي او د تلې د ۲۲مې نېټې د سه
شنبې ورځې ناسته کې دې د آزادو بحثونو ترڅنګ د جزایي اجرااتو قانون ۳۵۰ مادې د
ډېرښت په اړه پر ۳۰۸مه ګڼه تقنیني فرمان کار وشي.
همدا راز د تلې د ۲۷ نېټې دیکشبنې ورځې غونډه کې دې د کال منځنۍ بودجه مجلس
ته معرفي او د ملکي هوایی چلند قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۳۵۹مه ګڼه تقنیني
فرمان دې ناستې ته وړاندې شي،. او د تلې د ۲۹ نېټې ناسته کې د آزادو بحثونو ترڅنګ
دې لوی څارنوال، د بشري حقونو د خپلواک
کمېسیون رئيسه او د زندانونو چارو د تنظیم رئيس دې د قرنطین په موده کې د محبوسینو
د خوشې کولو د څرنګوالي، د هغوی نسبتي دوسیو ته رسیدګي او د محبوسینو د بشري حقونو
د وضعیت دښه کېدو په اړه دې سناتورانو سره معلومات شریک کړي.

همدا راز د ریسانو د کمېټې غونډې پرېکړه وکړه چې د یادې کمېټې راتلونکې
ناسته کې دې د هېواد له ځینو ولایتونو او ښاروالیو څخه راغلي شکایتونه او ځینې نور
اړوند موارد د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئيس سره مطرح شي.