اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۲۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۹ مه نېټه

د مشرانوجرګې دکمېسیونونو ناستو کې په یو شمېر مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمیسیون د رئیس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني،عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډه د عدلیې وزارت د تقنیني چارو د رئيس په ګډون سره جوړه او د زندانیانو د محاکماتو بهیر د ټاکلواو ناعلاجه ناروغانو او لوړ سن د ټاکلو په مورد کې د جزايي اجراتو قانون کې د ۳۵۰مې مادې د ډېرښت په اړه د۳۰۸مې ګڼې تقنیني فرمان په اړه بحثونه وشول چې په پایله کې یاد فرمان د ځینو تعدیلونو په راوستلو سره تائید شو.

خو د کمېسیون غونډه کې د لویې څارنوالۍ ادارې د اړونده مسئول او زندانونو د تنظیم ادارې د رئيس په نه راتګ نیوکه وشوه، او په پای کې د راغلیو عریضو اړوند بحثونه او ورته رسیدګي وشوه.

19-Mizan99-Adli.JPG 

د کمېسیون دمنشي مینا شیرزاد په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون غونډه کې د راغلیو عریضو د څېړنې سربېره د کانکور پایلو د ستونزو اړوند خبرې او پرېکړې وشوې.

دغه راز غونډه کې د ملکي هوایی چلند قانون ځینو موادو کې د تعدیل په اړه پر۳۵۹مه ګڼه تقنیني فرمان بحثونه او خبرې وشوې.

19-Mizan99-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئیس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د ملکي هوایی چلند قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۳۵۹ ګڼه تقنیني فرمان تائید شو.

د غونډې بله برخه کې د مشرانوجرګې د دارالانشاء د لوی ریاست مالي او اداري مسایلو اړوند خبرې او وپتییل شوه چې د موضوع د روڼتیا په موخه دې د بشري سرچینو ریاست سرپرست د کمېسیون په یوې غونډه کې ګډون وکړي.

 19-Mizan99-Emtiazat.JPG

د کمېسیون رئيس انجنیرحسیب الله کلیمزي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

غونډه کې انجنیرحسیب الله کلیمزي، د امریکا هېواد څخه د خپل سفر په اړه چې په کې یې یاد هېواد کې میشت د افغانستان سفارت د احاطوي دیوال څخه هم نظارت کړی وو معلومات وړاندې کړ، او هم پرېکړه وشوه چې یاد رپوټ دې د مشرانوجرګې په سبانۍ عمومي ناسته کې وړاندې شي.

د غونډې بله برخه کې د کمېسیون غړو د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د شته ستونزو اړوند خبرې او وپتییل شوه چې د هوایی ډګرونو د عمومي رئيس، د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر د رئيس، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس، د هوایی ډګر قوماندان او د سرحدي قوماندان سره یوځای دې د یاد هوايي ډګر څخه لیدنه وشي.

همدا راز هېواد کې د روان وضعیت او افغانستان کې د سولې خبرو اړوند بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د اړوندو موضوعګانو په هکله دې د ملي امنیت شورا سلاکار سره دې په یوې ناسته کې بحثونه وشي.

دغه راز هېواد کې د بهرني سیاست اړوند خبرې او پرېکړه وشوه چې د کمېسیون په یوې ناسته کې دې په دې برخه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره خبرې وشي.

 19-Mizan99-Bio.JPG

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې وپتییل شوه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرسته دې د مخابراتي خدمتونو د محصولي عوایدو د راټولولو او د ټرانسپورټ وزارت نوماند وزیر دې کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ستونزو ته د رسیدګۍ اړوند د څرګندونو په موخه د کمېسیون د راتلونکې اونۍ په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې بله برخه کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د کترغي سړک د پروژې د کار د پرمختګ، د وسپنې پول او د قلعه میرجي کلي د پنځلس متره سړک د کانکریټ د څرنګوالي اړوند خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د پروګرامونو معین دې د یاد وزارت د لارو جوړولو د ملي پروګرامونو رئیس، د کلیو د پراختیا رئیس او د یاد ولایت د روداتو ولسوالۍ د کتره غي سړک د انجنیر، پامیر انټرنیشنل او عیسی خان ساختماني شرکتونو د مسئولانو سره یوځای د کمېسیون راتلونکې ناستې ته راوبلل شي.

همدا راز د ملکي هوایی چلند قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۳۵۹مه ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او په اړه یې پرېکړه وشوه.

19-Mizan99-Mukhbirat.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه کې د روان مالي کال د نیمایی بودجې مسوده مطالعه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې بله برخه کې د سرپل ولایت د ښاروالۍ له خوا د سولر لایټنګ پروژې پلي کېدو کې د نیمګړتیاو او ستونزو اړوند خبرې او پرېکړه وشوه چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین دې د یادې پروژې اړوند اسناد د څارنې په موخه کمېسیون ته راولیږي.

19-Mizan99-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو،سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او دشهیدانو دپاتې کسانو د کمېسیون غونډه کې هېواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې د ناامنیو او هدفي وژنو د زیاتوالي څخه اندېښنه وښودل شوه او ټینګار وشو چې اړوند مسئولان دې د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب په موخه لازم تدابیر ونیسی.

د غونډې بله برخه کې راغلیو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د ژمي موسم په رارسېدو سره د کډوالو، بیځایه شویو او کوچیانو د زیاتو ستونزو اړوند خبرې او د خیریه بنسټونو وغوښتل شول ترڅو دوی ته د رسیدګۍ په برخه کې اقدام وکړي.

19-Mizan99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د مشرې ګلالۍ اکبري په ریاست د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د وړکتونونو سره د پوهنې، مالیې، عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د نه همکارۍ اړوند د کابل ښار د وړکتونونو د ستونزو اړوند خبرې او وپتییل شوه چې اړوند مسئولان دې د کمېسیون په یوې غونډه کې ګډون وکړي.

همدا راز غونډې هېواد کې د ښځو په ځانګړې توګه د کم عمره نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند بحث او ټینګار وشو چې اړوند ارګانونه دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت په موخه جدي اقدامات وکړي.

 19-Mizan99-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئيس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونډې هېواد کې د روان وضعیت په اړه د خبرو ترڅنګ د غوره روغتیایي خدمتونو په خاص ډول د هغو ټپیانو د په وخت درملنه چې د دښمنانو پر وړاندې جګړه کې ټپیان کیږي د غازي امان الله خان روغتون او د کورنیو چارو وزارت د پولیسو درې سوه بستریز روغتون د منسوبینو او ډاکټرانو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ستاینه وشوه او د مشرانوجرګې تقدیر لیکونه ورته ډالۍ شول.

دغه راز غونډه کې د کابل ښار د اوولسمې، یولسمې او لسمې امنیتي حوزو د آمرینو او جنایی مدیرانو په نه ګډون سخته نیوکه وشوه.

19-Mizan99-Dfai.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د کرنتین ورځو کې د ناروغانو او په ځانګړې توګه په کوئید نولس اخته ناروغانو وضعیت ته د ولایتونو د یو شمېر روغتیایی مرکزونو د نه رسیدګۍ په تړاو د تبدیلۍ اړوند د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر ریسانو راغلي شکایتونه د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د یاد وزارت اړوندو مسئولانو سره مطرح شول.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر احمد جواد عثماني وویل، ولایتونو کې روغتیایی مرکزونو ته د رسیدګۍ او اصلاحاتو په موخه څېړنې پيل شوي ترڅو ناروغانو ته په وخت او مناسب خدمتونه وړاندې شي، نوموړي زیاته کړه چې د تبدیلۍ موضوع په اداره کې یو اصل دې او د یادې ادارې د ځینو ریسانو تبدیلي د سیمې د خلکو د شکایت پر بنسټ شوې او یو شمېر یې بیا ځلي خپلي اصلي دندې پيل کړي چې په دې برخه کې کومه ستونزه شتون نه لري.

د غونډې په بله برخه کې د بډو اخیستو په تور د پلټنې ادارې له خوا د دندو د تعلیق اړوند د یادې ادارې د ځینو مفتیشینو د شکایت موضوع د څېړنو او پلټنې مرستیال سره مطرح شوه. نوموړي وویل، عارض اشخاص په بډو اخیستو تورن دي او موضوع محاکمو ته لیږل شوې.

د کمېسیون غړو د یادې ادارې دلایل غیر موجه وګڼل، پرېکړه یې وکړه چې یاده اداره دې له عارضینو سره هوکړه او ستونزې ته دې د پاي ټکې کیږدي

. د غونډې بله برخه کې د څو کلونو تیرولو راهیسې د تبدیلۍ په برخه کې د مقاماتو د نه پاملرنې، د اعاشوي او البسې توکو په وخت نه رسېدو، د انتقالاتو او محاربوي موټرو د نه ترمیم اړوند د ځینو ولایتونو او په ځانګړې توګه د زابل او کندهار ولایتونو د یو شمېر امنیتي ځواکونو شکایت د ملي دفاع وزارت د لوژستیک مسئولانو سره شریک شو. مسئولانو زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو د البسې قرارداد د ترکیې هېواد سره تړل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به یاده ستونزده حل شي او ډاډ یې ورکړ چې دوه سوه موټري ترمیم شوي او د مربوطه جزوتامونو په اختیار کې به ورکړل شي.

19-Mizan99-Shikayat.JPG 

د غونډې په پاي کې د کاپیسا ولایت د کوهستان د لومړۍ برخې د اوسېدونکو د شکایت اړوند د ټولګټو وزارت د پروژو د پلي کېدو د معین او رئیس په نه راتګ نیوکه وشوه، پرېکړه وشوه چې یاد مسئولان دې د کمېسیون په یوې غونډه کې ګډون وکړي.