اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لړم ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال  د تلې ۱۵ مه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې غونډه کې د مجلس د منشي د ټاکلو سربېره قطر ته په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د ولسمشر سفر مناسب وګڼل شو.

15-Mizan99-JAL1.JPG

د غونډې آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو اوسنیو شرایطو کې قطر ته د ولسمشرمحمد اشرف غني سفر مناسب وباله او څرګنده یې کړه چې دې سفر کې د هېواد لوړپوړي پلاوي د قطري لوړ  پوړو چارواکو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ټیم او د بهرنیو هېوادونو استازو سره لیدنه کړې چې یادې کتنې به د شک پرته د سولې د خبرو اترو بهیر ګړندی کړي او ترڅنګ یې سناتورانو ټینګار درلود چې د سولې مذاکراتي ټیمونه د سولې د ټينګښت په اړه د هېوادوالو د هیلو دپوره کېدو لپاره د جګړې د پای په موخه د منلو وړ میکانیزم ته لار ومومي.

سناتورانو د لغمان ولایت د والي په موټریز کاروان پرونی برید په کلکو ټکو وغنده او د یادې ترهګریزې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په څرګندولو سره  یې وویل یاد بشري ضد جنایت کې څلویښت تنه شهیدان او ټپیان شوي چې باید د مسئولو ارګانونو له خوا د پېښې عاملین ګرفتار او مجازات شي.

د بحثونو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار لغمان ولایت کې پرونۍ پېښه او ترافیکي پېښه کې د کرکټ د ملي لوبډلې د غړي نجیب الله ترکي شهادت او کابل ښار کې د څو تنو ترور ستره غمیزه یاده کړه او د هېواد ورزشي ټولنې او د تروریستي پېښو د شهیدانو پاتې کسانو سره د خواخوږۍ څرګندونو ترڅنګ یې وویل په نږدې راتلونکې کې به د مشرانوجرګې پلاوی د ډیورنډ فرضي لیکې په اوږدو کې د پاکستان د تخطیو او د ننګرهار او لغمان ولایتونو د وروستیو پېښو د څېړلو په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړي.

15-Mizan99-JAL2.JPG

د مشرانوجرګې رئيس په داسې حال کې چې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د څو تیرو ورځو پېښې دردوونکې وګڼلې له کشفي او امنیتي ارګانونو یې وغوښتل چې خپل مسئولیتونه دې په سمه توګه درک کړي ترڅو د تروریستي پېښو او جنایی جرمونو څخه مخنیوی وشي او هم یې د ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د ځان او کورنۍ د امنیت د خوندیتوب په موخه دې د امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري ترپخوا لاډېره کړي.

د مشرانو جرګې رئيس اوسنیو شرایطو کې قطر او کویټ هېوادونو ته د جمهور رئیس سفر مناسب وګڼه او د ولسمشر او ملګري پلاوي څخه د یادو هېوادونو د تود هرکلي څخه د خوښۍ د څرګندولو سربېره یې وویل دې سفر کې د بهرنیو هېوادونو استازو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکې پلاوي سره بحثونه شوي چې وروسته به یې د جزئیاتو په اړه نظرونه شریک کړو.

15-Mizan99-JAL6.JPG

د مشرانوجرګې رئيس د طالبانو مشرتابه ته په خطاب کې وویل، تاسو ته زموږ او د افغانستان ولسونو پيغام دا دی چې د وینو تویولو لاس واخلۍ او د خبرو په میز کې خپلې غوښتنې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکې پلاوي سره مطرح او هوکړې ته ورسیږۍ، ځکه چې د چګړې دوام د هیڅ لوري په ګټه نه ده.

15-Mizan99-JAL3.jpg

15-Mizan99-JAL4.jpg

بله برخه کې د اجنډا سره سم د مشرانوجرګې د منشي څوکۍ د خپلولو له پاره د سناتورانو استاد صالح محمد لالا ګل او مولوي عبدالوهاب عرفان ترمنځ ټاکنې وشوې چې په پایله کې یې د پروان ولایت منتخب سناتور استاد صالح محمد لالا ګل د ۳۴ رایو په ترلاسه کولو سره د تقنیني روان کال تر پایه د جرګې د منشي په توګه غوره شو.

15-Mizan99-JAL5.jpg