اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لړم ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۴مه نېټه

د مشرانو جرګې دويم نايب محمد اکبر ستانکزي نن له غرمې وروسته د کابل ښار د ودانۍ جوړوونکو اتحاديې د استازو غوښتنې واورېدې.

14-Mizan99-MUL2.jpg

پيل کې څو تنو د نورو په استازيتوب هېواد او په ځانګړې توګه کابل ښار کې د ناامنۍ د زياتېدو، امنيتي ګواښونو او بی ځایه پيسو اخيستو څخه د اندېښنو په څرګندولو سره زياته کړه چې سلګونه ساختماني شرکتونه د جواز په لرلو سره کابل ښار کې فعاليت کوي چې موخه يې هېوادوالو لپاره د ژوند د اسانتياوو رامنځته کول، هوساينه او د ښار د څېرې بدلون دی، خو د يوې مودې راهيسي د ټولو ساختماني شرکتونو فعاليتونه د کابل ښاروالۍ له خوا ځنډول شوي دي او سلګونه کارکوونکيو چې له دی لاری يوڅه اندازه حلالې پيسې ترلاسه کولې بيکاره شوي دي، دوي د يو شمېر وړانديزونو د وړاندې کولو ترڅنګ زياته کړه، د ياد بهير د دوام په صورت کې به دوي بهر ته د خپلو پانګو ليږدولو ته اړ شي.

ورپسې د مشرانو جرګې دويم نايب د ساختماني شرکتونو د بياځلي فعاليتونو اړوند د همکارۍ ژمنې ترڅنګ چې د کابل ښاروالۍ له خوا د فعاليت جواز لري وويل چې غوښتنې به يې د يوې ناستې په ترڅ کې د کابل ښاروال او امنيه قوماندان سره د کابل ښار د ودانيو جوړونکي ساختماني اتحاديې د استازو په حضور کې مطرح تر څو يوه قانوني حل لاره ورته پيدا شي.

د مشرانوجرګې نایب منشی ډاکټر محمد فیصل سمیع نن د افغانستان پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون د رئیس شکایت د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي لوړو زدکړو د موسسو رئيس سره مطرح کړ.

14-Mizan99-MUL1.JPG

کتنه کې د افغانستان پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون رئيس منقوش نسیمي د خبرو په ترڅ کې د یاد فدراسیون د ورزشکارانو د لاسته راوړنو او ویاړونو څخه د یادونې ترڅنګ وویل، هیله ده مسئولان د بودجې د کمښت ستونزو، محصلینو له پاره د تخفیف او د دغه فدراسیون غړو ته د خدمت پاسپورت په اخیستو کې همکاري وکړي.

ورپسې د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي لوړو زدکړو د موسسو رئيس احمدضیا یوسفزي ژمنه وکړه چې د شته ستونزو د حل په موخه به پاملرنه وکړي او د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون له پاره به نوي مالي کال کې بودجه په پام کې ونیول شي.

د مجلس نایب منشي هم د هېواد د ورزشکارانو څخه د مشرانوجرګې د لازم ملاتړ او همکاریو څخه خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې دې جرګې تل د بېلا بېلو رشتو لوبغاړي او اتلان ستایلي دي.