د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د تلې دولسمه نېټه
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي
مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې درئیسانو د کمېټې غونډه جوړه او په کې د راتلونکو ناستو
د اجنداو ټاکلو سربېره د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست سرپرستانو سره
د پلازمینې او د هېواد د نورو سیمو د امنیتي وضعیت اړوند بحثونه وشول.

غونډه کې لومړی د عمومي ناستو اجنډاوې وټاکل
شوې او پرېکړه وشوه چې په سبانۍ غونډه کې دې د آزادو بحثونو سربېره آسیا او فریقا
له پاره د پېښو د پخواني خبرداري سیمه ییز سیستم اړوند د همکاریو هوکړه لیک په اړه
کار وشي او هم دې هغه هلمندی ځوان چې دې وروستیو کې توانیدلی چې د څلویښتو
هېوادونو ترمنځ د تعلیم په برخه کې ډالۍ
ترلاسه کړي، وستایل شي او د تلې د ۱۵مې د سه شنبې ورځې غونډه کې دې آزاد بحثونه او
د مجلس د منشی څوکۍ لپاره د غړو ترمنځ ټاکنې وشي.
او د تلې د۲۰مې د یکشنبې ورځې غونډه کې دې د
آزادو بحثونو ترڅنګ د جزایی اجرااتو قانون کې د ۳۵۰ مادې د ډېرښت اړوند ۳۰۹ مه ګڼه
تقنیني فرمان اړوند کار وشي او د تلې د ۲۲ نېټې غونډه کې به د آزادو بحثونو ترڅنګ
د ملکي هوایي چلند قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند د ۳۵۹مه ګڼه تقنیني فرمان په
هکله دې تصمیم ونیول شي.
د غونډې بله برخه کې مشرانوجرګې سره د یو
شمېر حکومتي چارواکو د دوه ګوني چلند او اړوندو ناستو کې د دوی د نه حضور موضوع په
پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدي سره مطرح او ټینګار وشو چې نباید
مسئولان د نافذو قوانینو خلاف چلند او خپلو مسئولیتونوڅخه تیښته وکړي.

همدا راز د ریسانو د کمېټې غونډه کې په داسې
حال کې چې د وسله والو ځواکونو له مېړانو او سرښندنو څخه په نیکۍ یادونه وشوه، د
کابل ولایت ځینو سیمو کې د دښمن د خوځښتونو، جنایي جرمونو او وژنو د زیاتوالي،
لوګر، بغلان، ارزګان او هلمند ولایتونو او ځینو نورو سیمو کې د ناامنیو، د رواني
جګړې د مخنیوي ، د کورنیو چارو وزارت واکونو کې د ځینو چارواکو لخوا مداخله، د
غزني ولایت د پولیسو افسر نذیر غورځنګ د شهادت د څرنګوالي او د ملي امنیت قطعاتو
له خوا د پولیسو افسر احمد شاه خادم یار د وژنې او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې
مطرح شوې.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال محمدمسعود اندرابي په
خپلو خبرو کې وویل، د څېړنو وروسته ترلاسه شوه چې د یو شمېر ولسوالیو د امنیه قوماندانان
چې د زورواکو له خوا ګمارل شوي وو دوی پورې تړلي دي او ځان همدې زورواکو ته مکلف
ګڼي چې له دې وروسته د ولسمشر له خوا حکم صادر ترڅو دهغوی ګمارنې دې د ملي امنیت شورا سره په همکارۍ ترسره شي چې دا
یو ښه اقدام وو او وبه کولای شي چې د
وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، کابل کې د
جنایی جرمونو سره د مبارزې له پاره د پولیسو چلند او پالیسیو کې بدلون راغلی او د
جرمي قضایاو د پراختیاو ظرفیت لوړ شوی ترڅنګ یې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو شاوخوا
۱۷۵۰ تنه نیول شوي او شمېرې جوتوي چې په څو وروستیو ورځو کې وضعیت په نسبي توګه ښه
شوی، نوموړي زیاته کړه چې د بغلان، هلمند او ارزګان امنیتي وضعیت ته به رسیدګي وشي
او د یادو ولایتونو ځینو جبهو کې دښمن ته سخت ګوزارونه هم ورکړل شوي دي.

همدا راز د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست
ډګرجنرال احمد ضیا سراج هم خپلو ځوابونو کې و ویل، سره له دې چې دښمن د سیمو د
ترلاسه کولو په موخه هڅې وکړې خو امنیتي ځواکونو په پوره هوډ او استقامت سره د هغوی
پر وړاندې مبارزه وکړه او د هیڅ کومې سیمې د نیولو اجازه یې ورنکړه، نوموړي د
رواني جګړې څخه د یادونې ترڅنګ چې د دشمن له خوا په لار اچول شوې وویل، د مهارولو
له پاره یې هڅې رواني دي او هم د وضعیت د ښه والي په موخه پروګرامونه ترلاسه لاندې
دي.
جنرال سراج زیاته کړه د ناامنیو ستونزو ته د
رسیدګۍ له پاره چې د پغمان ولسوالۍ ځینوبرخود او د کابل ښار پنځمه ناحیه او نورو
سیمو کې رامنځته شوي هم امنیتي پروګرامونه ترکار لاندې دي چې د دښمن د راتګ مخنیوی
وشي او اندېښنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ملي امنیت سرپرست د ملي پولیسو د یو منسوب
د شهادت، کمپنۍ سیمه کې د دښمن له لورې د خپرې شوې ویډیو، د مقناطیسي ماینونو د
ځای پرځای کونکو افرادو د نیولو او د ترهګریزو شبکو د ګرفتارۍ په اړه هم ځینې
معلومات د رئیسانو د کمیټي سره شریک کړل.