اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۵ مه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار په مشرۍ د مشرانو جرګې د رئیسانو د کمیټې په غونډه کې د راتلونکو دوه اونیو ځانګړې عامه غونډو لپاره اجنډا بحث او د کمیسیونونو پر کار بحث وشو.

5-Mizan99-Komita.JPG

د کمیټې د پریکړې پراساس، د تلې په شپږمه د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې د آزاد بحث سربیره، د ولسمشر د تقنیني فرمان نمبر 355 د لغوې، تعدیل او ډېرښت اړوند او د ښاروالۍ قانون او 323 تقنیني فرمان باندې چې د ښاروالۍ قانون لپاره تاکل شوی ده باید پرې کار وشي.

او د تلې په اتمه د راتلونکې سه شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت ازموینې رئیس عبدالقدیر خموش د سږکال د داخلې کانکور ازموینې پایلو تشریح کولو لپاره او د ملي آزموینې دفتر رامینځته کولو څرنګوالي، او د 49 نمبر فرمان په اړه باید بحث وشي.

همدارنګه د رئیسانو په کمیټه کې پریکړه وشوه، چې د راتلونکې یکشنبې د تلې په دیارلسمه ورځ په عمومي غونډه کې د آزاد بحث سربیره، د آسیا او افریقا لپاره د طبیعي پیښو څخه دمخه د خبرتیا سیسټم په ساحه کې د همکارۍ هوکړه لیک په اړه بحث وشي، او په 15 مه ناسته کې، د مشرانو جرګې د منشي د څوکۍ په تړاو باید د مشرانو جرګې د غړو ترمنځ ټاکنې ترسره شي.

5-Mizan99-Komita1.JPG

د یادونې وړ ده، چې د مشرانو جرګې پخوانی منشي مولوي عبدالله قرلق د تخار د والي په توګه ټاکل شوی او په مشرانو جرګه کې د منشي څوکۍ خالي ده.