اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږي ۲۶مه نېټه

د مشرانوجرګې یوشمېر کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس محمدهاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونډه کې د کابل امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال، د جنایی څېړنو ریاست مرستیال، د ملي امنیت رئيس او د کورنیو چارو وزارت د امنیتی چارو د لوي معینیت د ارکار رئیس سره د کابل ښار د ډاډمن امنیت د ټینګښت، د خلکو د مالونو د تالان او وژنو د مخنیوي، دجنایي جرمونو د ډېروالي او ځینو نورو مواردو اړوند بحثونه وشول.

یادو چارواکو وویل د کابل ښار د ښه امنیت نیولو او د تروریستي او مافیایی ګروپونو د فعالیت څخه د مخنیوي په موخه ۲۴ ساعته سیارې ګزمي زیاتې شوي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴۷۰ بېلا بېلې فضیې کشف او تر څېړنو لاندي دي.

مسئولانو د تشکیل کمښت، د نفوسو زیاتوالی، د روږدو کسانو لوړه شمېره، فقر او بیکاري له هغو عواملو یاد کړل چې له مخې یې جنایي جرمونه زیات شوي، هغوی د دښمنانو او مجرمینو د تخریبي کړنو څخه د مخنیوي په موخه د ملي پولیسو سره د خلکو د همکارۍ په ټینګار سره د امنیتي میثاق د پلي کېدو د ځانګړتیا اړوند سناتورانو ته معلومات وړاندي کړل.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره کابل ښار کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه یو لړ لارښوونې وړاندې او ټینګار وکړچې د کورنیوچارو وزارت ستر امنیتي معین دې د کمېسیون په راتلونکې ناسته کې د څرګندونو په موخه ګډون وکړي له دې پرته به د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون د خپلو قانوني واکونو څخه کار واخلي.

د غونډې په پاي کې د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان څخه یوځل بیا غوښتنه وشوه چې خپله دې د کمېسیون په یوې ناسته کې ګډون وکړي او د څو سقوط شویو پوستو او د قوماندان علیپور پورې د تړلو کسانو له خوا د مهماتو او موټرو د وړلو اړوند دې وضاحت ورکړي.

 26-Sunbola99-Dfai.JPG

د کمېسیون د مرستیال سیدصفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د هېواد د امنیتي وضعیت اړوند د خبرو سربېره، د افغانستان د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې د جوړېدو او د آزموینو د ملي ادارې د جوړېدو اړوند د ولسمشر فرمانونه په جلا توګه مطالعه او په اړه یې پرېکړې وشوې.

26-Sunbola99-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدنادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون ناسته کې د کاري اجرااتو اړوند د څرګندونو د وړاندې کولو په موخه پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د د ولت وزیر په نه ګډون نیوکه او پرېکړه وشوه چې نوموړی دې د وږۍ د ۳۱ نېټې غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ قانون د ځینو موادو د تعدیل، لغوې او ډېرښت اړوند۳۵۵ګڼه تقنینی فرمان مطالعه او تائید شو.

26-Sunbola99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې کمېسیون ته د رسېدلو عریضو د څېړنې سربېره، د ښاروالیو قانون د توشیح په اړه ۳۲۳مه ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او وپتییل شوه چې په راتلونکې ناسته کې دې په اړه پرېکړه وشي.

26-Sunbola99-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمېسیون غونډه کې د ښاروالۍ قانون د ځینو موادو د تعدیل، لغوې او ډېرښت اړوند ۳۵۵مه ګڼه تقنیني فرمان تر مطالعې وروسته تائید شو.

د غونډې په بله برخه کې د قطر دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د استازو او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو اړوند بحث وشو او وویل شول چې طالبان باید له تاوتریخوالي لاس په سرشي ځکه افغانان د اوربند او هېواد کې د تل پاتې جګړې د پای غوښتونکي دي.

26-Sunbola99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون ناسته کې د ښاروالیو قانون اړوند ۳۲۳مه ګڼه تقنیني فرمان او د ښاروالیو قانون د ځینو موادو د تعدیل، لغوې او ډېرښت په اړه ۳۵۵مه ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول.

د غونډې بله برخه کې د مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی ریاست د بشري سرچینو او مالي چارو اوخدماتو رئيسانو د مالي او اداري مسایلو اړوند څرګندونې وړاندې کړې چې د کمېسیون لخوا د کاري بهیر د چټکتیا په موخه لازمې مشورې ورکړل شوې.

26-Sunbola99-Emtiazat.JPG 

د دیني، فرهنګي،پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون غونډه د کمیسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ او د عدليې وزارت د قوانینو د رئيس په ګډون جوړه شوه چې په کې د تاریخي او فرهنګي آثارو د خوندیتوب قانون اړوند بحث او د یاد قانون په تړاو وړاندیزونه وڅېړل شول او د کمېسیون د غړو له خوا یې ملاتړ وشو.

همدارنګه د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د ۲۸مې مادې درېمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنیني فرمان د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو.

غونډه کې د کانکور ازموینو د اخیستو او د تحصیلی چارو د عمومي وضعیت، خصوصي پوهنتونونو کې د ازموینې د اخیستو دڅرنګوالي، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د درسي نصاب، د قرنطین موده کې د تدریس د څرنګوالي، کنړ کې د تنویر تحصیلي موسسې د شرعیاتو او حقوقو د فراغت سند کې د ستونزو او فیس کې د تخفیف اړوند د یاد ولایت د سیدجمال الدین افغان او کابل پوهنتونونو د شپنیو محصلینو شکایت تر څېړنې لاندې ونیول شول او پرېکړه وشوه ترڅو د کمېسیون په یوې راتلونکې ناسته کې د لوړو زدکړو وزارت سرپرست د اړوندو مسئولانو سره یوځای د یادو مواردو په اړه توضیحات ورکړي.

26-Sunbola99-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې د جوړېدو اړوند د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معین، د ننګرهار ولایت مرستیال او د یادې ناحیې مسئولانو سره بحثونه وشول.

په پیل کې د کمېسیون مشر د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د سپین ږیرو او مشرانو غوښتنې وړاندې او وویل، نهمه ناحیه چې د جلال آباد ښار کې جوړه شوې غیر قانوني ده او د لازمو معیارونو لرونکې نه ده چې باید په دې برخه کې له سره غور وشي ځکه مشران او سپین ږیری وایی چې یا دې لسمه ناحیه جوړه شي او یا دې هم بیرته د روداتو ولسوالۍ سره یوځای شي.

 26-Sunbola99-Mukhabirat.JPG

غونډه کې په داسی حال کې چې د مسئولانو څرګندونو د کمېسیون قناعت حاصل نه کړ پرېکړه وشوه چې هغوی دې د لازمو مشورو او تخنیکي مطالعاتو وروسته د کمېسیون یوې غونډه کې ګډون وکړي ځکه د نهمې ناحیې جوړېدل یو غیر قانوني اقدام او د سیمې د اوسېدونکو د خوښې خلاف کار دی.