اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي  دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږي ۲۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د پنجشیر ولایت د پارنده برېښنا بند د نه بشپړېدو ، د کابل ولایت د شاه او عروس بند د کار د پرمختګ د څرنګوالي او د پکتیا ولایت د مچلغو بند موضوع د اړوندو مسئولانو سره مطرح کړل.

26-Sunbola99-MUL1.JPG

ناسته کې چې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئيس، د اوبو د تنظیم ملي ادارې د اوبو بندونو د پروژو مسئول او د پارنده برېښنا بند قراردادي شرکت مسئول حضور درلود د مجلس لومړي نایب وویل، د زیاتو کلونو په تیریدو سره د نوموړي بند کار نه دې بشپړ شوی او د یوه کال راهیسې یې عملي کار هم ځنډول شوی چې باید د افغانستان برېښنا شرکت خپل تخنیکي پلاوی سیمې ته ولیږي ترڅو عملي کار یې بیا پیل شي.

همداراز محمد علم ایزدیار ټینګار وکړ چې د شاه او عروس او مچلغو اوبو بندونو پروژو ته دې هم پاملرنه او هڅه دې وشي چې د یادو سیمو د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

په پای کې یادو مسئولانو ژمنه وکړه چې هغو مسئولیتونو ته به چې دوی ته متوجه دي، رسیدګي وکړي.