اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرا نو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږۍ ۲۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار نن د تاجیکستان جمهوریت سفیر ښاغلي شرف الدین امام سره چې د ماموریت دوره یې افغانستان کې پای ته رسېدلې، د مخه ښې کتنه وکړه.

26-Sunbola99-MUL2.JPG

لیدنه کې ښاغلي امام د دوو هېوادونو ترمنځ د تاریخي دوستۍ او ښه ګاونډیتوب څخه یادونه او د یادې دوستۍ د پياوړتیا په موخه يې د افغانستان مشرانوجرګې څخه په قدردانۍ سره وویل، هېواد یې افغانستان کې د سرتاسري سولې د ټینګښت او جګړې د پای غوښتونکی دی او په دې لاره کې همکاریو ته چمتو ده.

ورپسې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار افغانستان کې دښاغلي شرف الدین امام له بریالیو کارونو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او وویل، تاسو وکړای شول چې افغانستان کې د خپل دولس کلن ماموریت په جریان کې د دوو ورونو هېوادونو او دوو ملتونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او پراخوالي په لاره کې چې ګډ تاریخ، فرهنګ او ژبه لري ښه وځلیږۍ او یادې اړیکې لا پياوړې کړۍ.

26-Sunbola99-MUL3.JPG

د جرګې لومړي نایب افغانستان سره بېلا بېلو برخو کې د تاجیکستان جمهوریت د مرستو څخه د منننې په څرګندولو سره له ښاغلي امام وغوښتل ترڅو د بدخشان ولایت د خلکو د قدردانۍ مراتب  د تاجیکستان ولسمشر ښاغلي امام علي رحمان ته د هغو ژمنو په خاطر ورسوي چې د یاد ولایت خلکو سره یې د برېښنا انرژۍ د تامین او اوبو رسولو په موخه کړې وې.