اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږۍ ۲۵مه نېټه

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي رئيس د کاري رپوټ په اورېدو سره د نوموړي کړنې تقدیر کړې.

25-Sunbola99-MUL1.JPG

ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس احمد داوود نورزي هېوادوالو ته د برېښنا رسولو خدمتونو په لاره کې د دې شرکت د نه ستړې کېدونکو کوښښونو څخه معلومات وړاندې او ویل، د افغانستان برېښنا شرکت د یوه ملي شرکت په توګه خلکو ته د برېښنا رسولو خدمتونه خپله تر ټولو مهمه دنده ګڼي او په دې برخه کې یې هڅې کړي او کوي یې.

ورپسې د مشرانوجرګې رئيس هېوادوالو ته د برېښنا انرژۍ د برابرولو په لاره کې د یاد شرکت د منسوبینو، کارکوونکو په ځانګړې توګه د تخنیکي کارمندانو له هڅو او کوښښونو څخه چې په تر ټولو سختو شرایطو کې یې پرېنښودل چې د خلکو کورونه تیاره پاتې شي او آن یو شمېر کارکوونکو په دې لاره کې خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړ، ستاینه او قدرداني وکړه.

25-Sunbola99-MUL2.JPG

د مشرانوجرګې رئیس په داسی حال کې چې د مشرانو جرګې تقدیر لیک او نښان یې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د وړاندیز پر بنسټ او د یاد کمېسیون د مشر الحاج لطف الله بابا او ځینو نورو سناتورانو په حضور کې ښاغلي نورزي ته ډالۍ کاوه، وویل چې دغه مجلس تل د یاد شرکت د ملي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.