اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږي ۲۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې یو شمېر کمېسیونونو د بېلابېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د ښاروالیو قانون په اړه تقنیني فرمان او د سارک سازمان د پراختیایي صندوق لایحه په جلا توګه د کمېسیون د غړو له خوا وڅېړل شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

24-Sunbola99-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمېسیون غونډه کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د اته ویشتمې مادې د درېیمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنیني فرمان، د آزموینو د ملي ادارې د جوړېدو اړوند ۴۹ ګڼه فرمان او د سارک سازمان پراختیایي صندوق لایحې اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې. همدا راز غونډې په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړۍ ناسته یوه مهمه اړتیا یاده کړه او د هرکلي ترڅنګ یې د رواني جګړې په پای او تل پاتې اوربند ټینګار وکړ.

همدا راز د کمېسیون غړو د افغانستان اسلامي جمهوری دولت مرکچي پلاوي د ځینو غړو د کمې تجربې او د اقلیتونو د رول د کمرنګۍ څخه یادونه او په دوحه کې یې د یوه ویاند په ګمارنه ټینګار درلود ترڅو د یادې ناستې اساسي مطالب د رسنیو له لارې خلکو سره شریک کړي.

24-Sunbola99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د اته ویشتمې مادې د درېیمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنیني فرمان او د آزموینو د ملي ادارې د جوړېدو په اړه په ۴۹ ګڼه فرمان بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې بله برخه کې د خوست ولایت ځینو ولسوالیو کې د ناامنیو اړوند د یاد ولایت د ولایتي شورا مکتوب مطالعه او د لازمې رسیدګۍ په موخه اړوندو ادارو ته ولیږل شو.

په پای کې د مشرانوجرګې د دارالانشاء د لوی ریاست د مالي او اداري مسایلو اړوند خبرې وشوې او پرېکړه شوه  چې د بشري سرچینو او مالي چارو ریسان دې د کمېسیون د راتلونکې چهارشنبې ورځې غونډه کې حضور راوړي.

24-Sunbola99-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې سهیلا شریفي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د ښځو چارو وزارت د حقوقو رئيس مېرمن ګل رخ بدخشي سره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمښت د تطبیقي میکانیزم د څرنګوالي، کلیو او بانډو کې د نجونو د اقتصادي وضعیت د پرمختګ، دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې د منع قضیو د څېړنې د ځانګړتیا او ځینو نورو مسایلو اړوند بحثونه وشول.

د ښځو چارو وزارت د حقوقو رئیسې وویل دا وزارت د تشکیل کمښت سره توانیدلی چې د تاوتریخوالي د ستونزمنو پنځه دېرشو قضیو د څېړنې او یادو قضیو ته د رسیدګي په موخه عدلي او قضایی بنسټونو د لیږد په ګډون د ملي پلان سره سم ګټور فعالیت وکړي او ترڅنګ یې د تاوتریخوالي د علل او عواملو د موندلو ترنامه لاندې څېړنې جریان لري.

نوموړی وویل: د ښځو پر وړاندې د ځورونې د منع قانون د نهمې مادې د دویم جز پر بنسټ دغه وزارت په ادارو کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع کمېټو څخه د څارنې مکلفیت لري چې د دې سره سم نهه څلویښتو ادارو کې کمېټې جوړي شوي دي.کمېسیون په داسې حال کې چې یاد رپوټ د قناعت وړ ونه ګڼه، وړاندیز یې وکړ چې د ښځو چارو وزارت دې ټولو ادارو سره په همکارۍ اداري دفترونو کې امنیتي کمرې ولګوي.

24-Sunbola99-Zanan.JPG 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ښارجوړونې وزارت د استازي، د ملي دفاع وزارت د تاسیساتو د عمومي رئيس، د ننګرهار ولایت د استازي او د یاد ولایت د پوهنې او ښار جوړنې د مسئولانو په حضور سره د ۲۰۱ قول اردو له خوا د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د ښوونکې ښارګوټي کې د رامنځته شویو ستونزو اړوند خبرې او پرېکړه وشوه کوم خنډونه چې د یادې قول اردو له خوا د روداتو ولسوالۍ د ښوونکې د ښارګوټي په سیمه کې رامنځته شوي دي د تلې تر لسمې نېټې دې حل او په سیمه کې دې کار په عملي توګه پيل شي او هم دې د یادې ولسوالۍ د ښوونکو دښارګوټي نمرې چې دوه نیم سوې مساحت لري، څلور سوو متر مربع ته دې بدلې شي ترڅو ټولنیزه او سیمه ییزه ستونزې حل شي.

همدا راز د برېښنا شرکت ساختماني رئیس د ملاجان کندهاري سیمې د تقویتي سب استیشن لګولو کې د ستونزو او ځنډ او یادې سیمه کې د برېښنا د کمزورتیا اړوند څرګندونې وړاندې او د هرراز همکاریو ژمنه یې وکړه.

د غونډې بله برخه کې د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې معین او د سړکونو رئيس د بودجې د لګښت د څرنګوالي او د یو شمېر پروژو په ځانګړي توګه د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ د مزاري دښتي سړک د ترمیم او جغل اچولو پروژې په اړه څرګندونې وړاندې کړی چې د کمېسیون له خوا د پروژو په پلي کېدو او له یادو پروژو څخه د دوام داره څارنې غوښتنه او ټینګار وشو او هم څرګنده شوه چې د خپلو اجرااتو او کار د پرمختګ اړوند دې کمېسیون ته رپوټ وړاندې کړي.

24-Sunbola99-Mukhbirat.JPG 

په پای کې د ښاروالیو قانون اړوند تقنیني فرمان او د ښاروالیو قانون د ځینو موادو د تعدیل، لغوې او ډېرښت اړوند د جمهور رئیس تقنیني فرمان په هکله بحث وشو او د لا زیاتو څېړنو په موخه د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غونډه کې د لویې څارنوالۍ ادارې د څېړنو مرستیال څارنوالۍ ته د کمېسیون د شلو لیږل شویو دوسیو اړوند د یادې ادارې د اجرااتو د څرنګوالي اړوند رپوټ وړاندي کړ او ویې ویل، د فاریاب والي پروړاندې د اداري فساد د تور دوسیه د مستند سازۍ وروسته د دولتي چارواکو غیر قانوني شتمنۍ د درنو جرمونو څارنوالۍ ته لیږل شوې، نوموړي زیاته په څینو بهرنیو موسسو او سفارت خانو د ملي تلویزیون د ملکیت د غیر قانوني ورکړې په اړه  دملي تلویزیون مسئولانو څخه او امریکایی پوهنتون ته د لوړو زدکړو وزارت د یوسلو شل جریبه ځمکې د ورکړې اړوند د لوړو زدکړو وزارت څخه د معلوماتو غوښتنه شوې ده.

نوموړي وویل: د ویژن شرکت د مسئول د استرداد قرار چې د فریبکارۍ له امله یې د کندهار سلګونه کسان زیانمن شوي صادر شوې او ترڅنګ یې د لویې څارنوالۍ له خوا د ملي دفاع وزارت د متقاعدینو ستونزو ته د نه رسیدګۍ اړوند د ملي دفاع وزارت پیژندوال ته جلب صادر شوی چې د دوي د تمرد په صورت کې به نور اقدامات وشي او همداراز د بادغیس ولایت د مسئولانو پر وړاندې راغلی دوسیې د مواردو تفکیک سره د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ او د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایی مرکز ته لیږل شوي، نوموړي کمېسیون سره د څارنوالۍ د دوامداره همکارۍ په ژمنې سره د هېواد د ملي او مهمو موضوعګانو د تعقیب له پلو د شکایتونو اورېدو کمېسیون غړو څخه مننه څرګنده کړه.

 په مقابل کې د کمېسیون رئیس او غړو د لویې څارنوالۍ همکارۍ څخه په قدردانۍ سره پرېکړه وکړه چې د لویې څارنوالۍ د عالي ادارې د څېړنومرستیال د کړنو څخه دې تقدیر وشي او د کمېسیون پلاوی دې په راتلونکې اونۍ کې د لازیاتې همغږۍ په موخه لوی څارنوال سره وګوري.

دغه راز د لوړو زدکړو وزارت معین او مسئولانو د طبي خصوصی لوړو زدکړو د شپږو بنسټونو د جواز د لغوې او د امتیازونو د نه ورکړې اړوند مالیزیا کې میشت د یولسو تنو افغان محصلینو د شکایت په اړه څرګندونې وړاندې او ویل، ۱۳۹۵ کال کې د کابینې د پرېکړې پر اساس د لوړو زدکړو او عامې روغتیا وزارتونه وګمارل شو ترڅو د خصوصي طبی لوړو زدکړو بنسټونه د کیفیت له پلوه تثبیت او وڅیړي چې د یادو څېړنو په پایله کې د شپږو  تحصیلی بنسټونو هر یو( عاطفي هرات کې، اراکوزیا هلمند کې، ترکستان بلخ کې او په کابل کې د اساس، ادراک او شفا ) بنسټونو فعالیتونه کمزوی وګڼل شول چې کابینې ته د رپوټ په وړاندي کولو سره د جمهوري ریاست مقام د یادو بنسټونو د جواز په لغو کولو حکم صادر کړ چې یوځل بیا یاده موضوع د بیا ځلي غور په موخه جمهوري ریاست ته ولیږل شوه چې د دویم ځل له پاره هم د پخواني حکم په پلي کولو حکم صادر شو او د لوړو زدکړو وزارت په قاطعیت سره یاد حکم عملا پيل او پلي کوي.

همدا راز مالیزیا هېواد کې د افغان محصلینو د امتیاز د ورکړې د څرنګوالي په برخه کې وویل کوم محصلان چې د خپلو درسونو کریډټ یې نه وي پوره کړی د کابینې د پخوانۍ پرېکړې له مخې د امتیاز مستحق نه دي، خو د لوړو زدکرو وزارت کابینې ته  د محصلینو د امتیاز د ورکړې وړاندیز وکړ چې و منل شو او موضوع مالیې وزارت ته ولیږل شوه.

کمېسیون د چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره د غیر معیاري طبی بنسټونو د لغوې په تړاو د لوړو زدکړو وزارت د قانوني اجرااتو څخه خپل ملاتړ څرګند او ټینګار وکړ، که چیری د کوم آدرس څخه د یادې ادارې مسئولانو ته مزاحمت وشي، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون دې خبر کړي او د لوړو زدکړو او مالیې وزارتونه دې په هوکړې سره د محصلانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

24-Sunbola99-Shikayat.JPG 

په پای کې د کلي وکیل د ټاکلو په اړه د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ د دولت علیا کلي د اوسېدونکو شخړه، د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسئولانو پر وړاندي د رمضان خیرزاده شرکت د مسئولانو شکایت او د دولتي ادارو له آدرسه د زیان ادعا له پلوه غور ولایت کې د ابو رسولو یو شرکت شکایت وڅېړل شو او د هر یوه په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئيس عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون غونډې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو او هېواد کې د جګړې او کړکیچ په ختمېدو د هیلې د څرګندولو ترڅنګ د افغانستان د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې د جوړېدو اړوند د جمهور رئيس ۵۲ مه ګڼه فرمان او د آزموینو د ملي ادارې د جوړېدو اړوند ۴۹ مه ګڼه فرمان په اړه بحث او د کمېسیون د  غړو له خوا تائید شول.

24-Sunbola99-Farhangi.JPG 

همدا راز غونډه کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د شپې برخې محصلینو فیس کې د تخفیف اړوند د کنړ ولایت مقام راستول شوی لیک باندې خبرې او ټینګار وشو چې د لوړو زدکړو وزارت دي یادې برخې ته رسیدګي وکړي.