اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږي ۲۳ مه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د دې جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې د سولې خبرو اترو اړوند د بحث سربېره د ملي دفاع وزارت سرپرست څخه د یاد وزارت د تدابیرو،د ویره اچوونکو د ټکولو او ځینو نورو مسایلو اړوند پوښتنې و شوې.

23-Sunbola99-JAL1.JPG

 په پیل کې سناتورانو قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې لومړۍ ناسته یوه مهمه اړتیا وبلله او د دې برخلیک ټاکوونکې او مهمې ناستې جوړېدو څخه یې د هرکلي ترڅنګ وویل د هېوادوالو عمده لومړیتوب د روانې جګړې او کړکیچ پای دې او ښکېلې خواوې باید د شته فرصت څخه سمه ګټه واخلي او په تل پاتې اوربند هوکړه وکړي.

یو شمېر سناتورانو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي د ځینو غړو د کمې تجربې او د اقلیتونو د رول د کمرنګۍ څخه هم یادونه وکړه او دوحه کې مېشت د دولتي پلاوي له خوا د یوه ویاند په ګمارنه یې ټینګار درلود ترڅو د یادې ناستې اساسي او حاشیوي مطالب په ښه توګه د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک شي.

د مجلس غړو هېواد کې د رښتینې سولې ټینګښت لپاره د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځ ته کېدل اړین یاد کړل او د امریکا متحده ایالاتو یې وغوښتل چې باید د افغانستان د سولې قضیه کې د ښکېلو هېوادونو د ګډون زمینه برابره کړي.

سناتورانو آزادو بحثونو کې وویل، دم ګړۍ چې دوحه کې د سولې ناسته دوام لري خو د هېواد په ډېریو ولایتونو کې جګړه په شدت روانه ده او د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټرو د برید په ګډون د طالبانو له خوا د جګړې زیاتوالی جوتوي چې یاده ډله کې داسې کړۍ شتون لري چې د جګړو او ترهګریزو بریدونو په زیاتوالي سره غواړي د سولې بهیر په وړاندې خنډ جوړ کړي چې باید یې مخه ونیول شي.

23-Sunbola99-JAL2.JPG

 ځینو سناتورانو د خصوصي ښوونځیو په څېر د لومړي څخه ترلسم ټولګي پورې د دولتي ښوونځیو د فعالیت د پیلېدو، د معلولینو او شهیدانو د ستونزو په حل او یوشمېر نورو مواردو بحثونه وکړل او دې برخو ته د چارواکو د پاملرنې غوښتونکې شول.

د آزادو بحثونو جمع بندۍ کې د غونډې رئيس محمد علم ایزدیار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه ناستې ته په  اشارې وویل: د سولې بهیر کې رامنځته شوي فرصت څخه هرکلې کوو ځکه په څلورو تیرو لسیزو په خاص ډول د جهاد او مقاومت په دوران او وروستیو کلونو کې د افغانستان نجیبو خلکو د پام وړ قربانۍ ورکړي چې باید د سولې دغه خبرې اترې د منلو وړ میکانیزم سره سم بریا ته ورسیږي او دې بهیر کې د نړیوالې ټولنې رول هم مهم دی.

محمدعلم ایزدیار زیاته کړه افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او باید په ټولو مواردو کې قومونو ته د منلو وړ ونډه ورکړل شي او  حکومت او د روغې جوړې عالي شورا باید په ټولو چارو کې د اقلیتونو قناعت حاصل کړي.

د جرګې لومړي نایب د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان برید وغنده او د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږۍ او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا د هیلې ترڅنګ یې وویل د سولې درشل کې هغه اقدامات د محکومولو دي چې موخه یې د هېواد د سولې بهیر نابریالي کیدل وي.

23-Sunbola99-JAL4.JPG

د مشرانوجرګې لومړي نایب د مجلس اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مواردو د لیږد سربېره د شهید اونۍ او د هېواد د ملي اتل د شهادت د کلیزې څخه یادونه او ویل، د یادو مناسبتونو څخه لمانځنه د شهیدانو د لارې دوام او د شهیدانو د وارثانو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي ده او حکومت باید ور ته پاملرنه وکړي.

بله برخه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد څخه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدي هم حضور درلود، د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون په استازولۍ محمد هاشم الکوزي او نورو سناتورانو په داسی حال کې د ترهګرو پر وړاندې یې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو او لاسته راوړنو څخه قدرداني کوله وویل، دفاعي او امنیتی ځواکونه د هېواد ملي پانګه ده او باید د سولې خبرو اترو کې پرې معامله ونه شي بلکې خوندي او لا زیات تجهیز او ځواکمن شي، ورپسې یې خپلې پوښتنې ولایتونو کې د دښمن له شتون څخه د سیمو پاکولو کې د ملي دفاع وزارت پلان، د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي، د سولې مذاکراتو په جریان کې د طالبانو ډلې د زیاتو خوځښتونو، د عمومي لویو لارو او کابل ښار د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ټولو ځواکونو د همغږۍ، د جګړو په لیکو کې د ملي اردو ځواکونو د لا زیاتو سمبالولو، د یاد وزارت د منسوبینو د تقرر، تغیر او تبدیل د ځانګړتیا، د ډیورنډ فرضي لیکې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو خوځښتونو، په ټاکلي وخت د جګړي ډګر څخه د شهیدانو د جنازو انتقال او ټپیانو ته رسیدګي، د ملي اردو منسوبینو د رخصتۍ څرنګوالی، د پنجشیر ولایت آبشار ولسوالۍ کې د دښمن د برید په شا تمبولو کې د وسله وال پوځ پروخت اقدام څخه مننه او په دې ولایت کې د سیمه ییزې اردو د جوړېدو، ملکي افرادو ته د زیان د مخنیوي په موخه د عملیاتو په وخت له دقت څخه کار اخیستل،د سیمه ییزې اردو څخه د یو شمېر افرادو د شخصي کار اخیستو څخه مخنیوي او ځینې نور مواردو په اړه مطرح کړې.

23-Sunbola99-JAL5.JPG

خو د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند وزیر اسدالله خالد د ځینو مواردو د مهم والي په موخه د رسنیو څخه د خپلو خبرو د سري کېدو وړاندیز وکړ چې د مجلس له خوا ومنل شو او په پای کې د مجلس غړو د نوموړي ځوابونو څخه رضایت څرګنده کړ.