اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وږي دوه ویشتم

د مشرانوجرګې کمېسیونونو کې نن په بېلابېلو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د رئیس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې په لاندې مواردو بحثونه وشول.

په پيل کې د هېواد ولایتونو کې د کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړې شوو پيسو کې د فساد د شتون اړوند د راغلو شکایتونو موضوع د عامې روغتیا وزارت د سرپرست او د یاد وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې مطرح شول.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداری معین پداسې حال کې چې په دې بهیر کې یې د فساد شتون رد  نه کړ، ویې ویل دې وزارت د خپلو اړوندو ادارو د غیر قانوني اجرااتو څخه دڅېړنو اقدام کړی، چې د کمېسیون غړو وړاندې شوي موارد د قناعت وړ ونه ګڼل، زیاته یې کړه چې په ګڼ شمېر ولایتونو کې د پيسو څخه د غیر مطلوبو موخو له پاره ګټه اخیستل شوې ده چې مستدل اسناد یې کمېسیون سره شتون لري او په کراتو د عامي روغتیا وزارت چارواکو سره شریک شوي خو تراوسه اجراات نه دي شوي او پرېکړه وشوه ترڅو یادو مسئولانو ته یوه اونۍ وخت ورکړل شي چې د راتلونکې شنبې ورځې غونډه کې د خپل کاري اجرااتو رپوټ سره مل د کمېسیون ناسته کې ګډون وکړي.

د غونډې دویمه برخه کې د بادغیس او فاریاب ولایتونو او د اداري فساد د نورو اوولسو دوسیو څخه د کمېسیون د غړو رپوټونو چې  د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او  د څېړنې د عالي ادارې سره شریک شوي دي خو په اړه یې اقدام ندی شوی، چې موضوع د یادو ادارو د واکمنو استازو په حضور کې مطرح شوه خو د یادو استازو توضیحاتو د کمیسیون د غړو قناعت حاصل نکړ او د هغوی په ضعیفو کړنو نېوکې وشوې  او پرېکړه وشوه ترڅو یادې دواړه ادارې د پورته ټولو مواردو رپوټ په متحده توګه د کمېسیون راتلونکې ناستې سره شریک کړي.

بله برخه کې د حاجی محمد نومي د ملکیت دعوې د ادعا اړوند د کابل ښار د نهمې ناحیې د بنایي سیمې د یو شمېر اوسېدونکو شکایت د دواړو لورو، حوزې آمر او د اړوندې ناحیې د رئیس په حضور کې مطرح او پرېکړه وشوه ترڅو دواړه لوري د سپین ږیزو او خیرخواه کسانو په ګمارلو سره دغه موضوع د قومي ناستې له لارې حل کړي.

په پاي کې د اداری ا صلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورد د اجرائیه رئيس او د یادې ادارې د څارنې رئيس د رښتینو خدمتونو څخه د قدردانۍ په پاس د کمېسیون غړو د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره د دوی کړنې وستایل شوې او د دوی د قانوني چارو د اجرا په برخه کې د کمېسیون د ملاتړ څخه ډاډ ورکړل شو.

22-Sunbola99-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون غونډې هېواد په ځانګړې توګه پروان ولایت کې د وروستیو سیلاوونو د زیانونو او زیانمنو ته د رسیدګۍ اړوند خبرې اوپرېکړه شوه چې پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر دې د کمېسیون یوې غونډې ته د موضوع په تړاو څرګندونې و کړي.

د غونډې بله برخه کې د بایومتریک او د متقاعدینو د پيژندپاڼو د تائید مرکزونو د کمښت په اړه د د متقاعدینو د ستونزو په اړه بحث او پرېکړه وشوه چې یوې غونډه کې دې د اړوندو مسئولانو په ګډون مناسبه حل لار وپلټل شي.

22-Sunbola99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئیس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون ناسته کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د اته ویشتمې مادې د درېیمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنینی فرمان، د افغانستان د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې د جوړېدو اړوند د ولسمشر ۵۲ ګڼه فرمان او د آزموینو د ملي ادارې د جوړېدو اړوند ۴۹ ګڼه فرمان مطالعه او په اړه یې پرېکړې وشوې.

22-Sunbola99-Adli.JPG 

د کمېسیون د مشرې ګلالۍ اکبري په ریاست د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د تطبیقي میکانیزم د څرنګوالي او په دولتي ادارو کې د ځورونې د منع، کلیوالي او کونډو ښځو له پاره د کار موندنې د څرنګوالي او ځینو نورو مواردو په هکله د کمیسیون د یوې نیمې میاشتې هلوځلو په تړاو خبرې او پرېکړه وشوه چې د کمېسیون راتلونکې ناسته کې دې د اړوندو مسئولانو په شتون دیادو مواردو په اړه بحثونه وشي.

د غونډې بله برخه کې د سارک پراختیایي صندوق د لایحې اړوند بحث او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه. همدا راز غونډه کې د جندر آمریتونو او مدیریتونو د ارتقا او د ملکي خدمتونو ادارو کې د آمریت او ریاست په نامه د جندر نومونو د ثابت پاتې کېدو په اړ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د اجرااتو د څرنګوالي په موردخبرې وشوې چې د مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی ریاست د جندر آمرې له خوا لازم معلومات وړاندې شول.

22-Sunbola99-Zanan.JPG 

د کمیسیون درئیس ډاکټرمحمداجان منګل په مشرۍ دقومونو ،قبایلو، کوچیانو،کډوالو،معلولینو او دشهیدانو دپاتې کسانو د کمیسیون غونډه ترسره شوه.

غونډه کې د ۴۷معلولینو په عرض پاڼه چې ادعا لري چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د میرویس میدان د آریانا کابل هوټل ته څېرمه یې غرفې لرلې خو اوس د ناحیې له لورې ورته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي، بحث او پرېکړه وشوه چې دیادو معلولینو استازي دې  د کمیسیون په یوې راتلونکې ناسته کې پدې اړه خپل معلومات شریک کړي.

22-Sunbola99-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيیس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې په لاندې مواردو بحثونه وشول.

په پيل کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د اته ویشتمې مادې د درېیمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنیني فرمان او د ازموینو د ملي ادارې د جوړېدو اړوند ۴۹ ګڼه فرمان مطالعه او په اړه یې پرېکړې وشوې.

بله برخه کې کمېسیون ته د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا د رالیږل شوي لیک اړوند چې په کې د ګران بیو ډبرو سوداګرو د خپلو ستونزو څخه شکایت درلود، خبرې وشوې او په لیکلی توګه اړوندو ادارو ته ولیږل شو ترڅو د یادو سوداګرو د ستونزو د حل په هکله همکاري او پاملرنه وکړي.

22-Sunbola99-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د مرستیال سیدصفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون د اته ویشتمې مادې د درېیمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنینی فرمان په اړه د بحث سربېره د سارک سازمان د پراختیایي صندوق لایحه د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه.

خو د غونډې په پيل کې قطر کې د افغانستان د سولې په اړه  د خبرو اترو د پیل په تړاو خبرې وشوې او هیله څرګنده شوه چې یاده ناسته دې افغانستان کې د جګړې د پای پیلامه شي ځکه چې زموږ د وطنوالو ترټولو ستره هیله د جګړې پای دی.

22-Sunbola99-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون ناسته کې د شهیدانو اونۍ په مناسبت هېواد کې د وروستیو شهیدانو په خاصه توګه د پخواني سناتور شهید محمد حسن خان هوتک روحونو ته دعاګانې وشوې او د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله وشوه.

په دویمه برخه کې د هېواد د پوهنې وضعیت او د پوهنې مطبعې تصدۍ د مسئولانو د عریضې اړوند خبرې او پرېکړه وشوه چې د پوهنې وزارت سرپرسته دې د راتلونکې شنبې په ورځ د کمیسیون غونډه کې د قرنطین وروسته د ښوونځیو د درسونو د پيل، د درسي کتابونو د چاپ او وېش، د ټیټو ټولګیو د رسونو د پيل له پاره د یاد وزارت د پروګرامونو، د استادانو او ښوونکو د استوګنې نمرو د وېش او ځینو نورو مواردو اړوند معلومات ور کړي.

22-Sunbola99-Farhangi.JPG 

د کمیسیون د رئیس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون غونډه وکړه.

 په پیل کې د آریانا افغان هوایي شرکت د وضعیت او باختر ایرلاین شرکت د فعالیت د څرنګوالي اړوند بحث او وويل شول چې د باختر شرکت د فعالیت پیل سره د آریانا افغان هوایی شرکت کې ځینې ستونزې رامنځته شوي چې باید د حل اړوند یې چارواکي اقدام وکړي او هم وپتییل شوه چې د آریانا افغان هوایی شرکت رئیس او د باختر شرکت مسئول دې د راتلونکې شنبې په ورځ د کمېسیون د غونډه کې معلومات ورکړي.

22-Sunbola99-Mukhabirat.JPG 

بله برخه کې د دوه دېرش جریبه ځمکې د غصب اړوند د محمد حسین نومي عریضه وڅېړل شوه او وپتییل شوه چې په قضیه کې ښکېلې خواوې او د اړوندې ناحیې مسئولان دې د راتلونکې اونۍ د دوشنبې ورځې ناسته کې حاضر شي.

په پای کې د ښاروالیو قانون اړوند ۳۲۳ ګڼه تقنیني فرمان او د ښاروالیو قانون د ځینو موادو د لغوې، ډېرښت او تعدیل اړوند ۳۵۵ ګڼه تقنینی فرمان په اړه بحث او د لا زیاتو څېړنو په موخه د کمېسیون راتلونکو ناستو ته وځنډول شول.