د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر
د ۱۳۹۹ کال د وږی ۱۹ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوری
دولت د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان د تروریستی برید په مناسبت د
ملي شورا مشرانو جرګې اعلامیه!
د ملي شورا مشرانو جرګه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز
کاران سهارنې ترهګریز برید چې د نوموړي د لږ ټپ، د سړک د دواړو خواو د هټۍ والو او
اوسېدونکو په ګډون د ملکي خلکو او د نوموړي د ساتونکو د شهادت او ټپی کېدو او همدا
راز د کابل ښار د تایمنی سړک کې د مالي پراخو زیانونو او د اور سوځېدنې لامل شو، په کلکو ټکو غندي.
یاده تروریستی خاینانه چاودنه په دې معنی ده
چې د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان غواړي د افغانستان د سولې خبرې اترې زیانمنې
کړي ترڅو هېواد د داسی یو تاریخي فرصت څخه بی برخې شي او افغانستان کې د جګړې او
وراني په دوام سره وکولای شي خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
مشرانو جرګه د یادې زړه بوږنوونکې پېښې د
شهیدانو روح ته د دعا او ټپیانو د سملاسی روغتیا ترڅنګ د یادې قضیې د جدي رسیدګۍ
او د افغانستان د سولې او امنیت د دښمنانو د جدي ټکولو غوښتونکې دي.
له شک پرته چې يادې قضیه کې د پردیو
استخباراتو ناپاکه لاسونه ښکېل دي، افغان حکومت باید یادې برخه کې د نه منکریدونکو
اسنادو په ترلاسه کولو سره د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ته شکایت وکړي او
افغانان باید د هېواد د تور زړونو دښمنانو د استخباراتي توطیو د ناکامولو په موخه
د بشپړې هوښیارۍ او ویښتیا سره د افغانستان اسلامي جمهوری نظام او دولت سره له
مخکې زیات همغږي شي.
د ملي شورا مشرانو جرګې رئيس
فضل هادي مسلم یار